1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له آلمان څخه اخراج شوی افغان مهاجر په کابل کې ټپي شوی»

۱۳۹۵ بهمن ۲۴, یکشنبه

د افغانسان وضعيت ته په کتو اوس په آلمان کې د رد شويو مهاجرو د اخراج پر مسئله بحثونه ډیر تاوده شوي دي. په تازه ګۍ سره آلماني رسنيو رپوت خپور کړی چې يو اخراج شوی افغان مهاجر د کابل د ورستيو چاودنو څخه په يوه کې ټپي شوی دی.

https://p.dw.com/p/2XQQN
Afghanistan abgeschobene Flüchtlinge aus Deutschland kommen in Kabul an
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

علي آقي يو له هغو ۳۶ رد شويو افغان مهاجرو څخه دی، چې د جنورۍ په مياشت کې د آلمان له فرانکفورت ښار څخه کابل ته واستول شو. که څه هم د آلمان دولت، کابل د افغانستان د امنو ښارونو څخه بولي، خو د علي لا په کې يوه مياشت هم نه وه تیره شوې چې په يوه چاودنه کې ټپي شو.

آلمانۍ ورځپاڼې « زود دويچه سايتونګ» د «دوامداره ويرې» تر سرليک لاندې خپل يو رپوټ کې ليکلي دي چې دا لمړنی ځل وو چې علي له هغه ميلمستون څخه چې هغه ته په نظر کې نيول شوی، باندې وتلی وو چې چاودنه رامنځ ته کيږي.

علي کله ټپي شو؟

۲۴ کلن رد شوی افغان مهاجر چې (علي آقي) يې مستعار نوم دی، یادې ورځپاڼې ته په يوه ټيلفوني مرکه کې وويل چې دغه پيښه د هغه له اخراج څخه دوه اوونۍ وروسته د جنورۍ مياشتې په ۲۳ د سه شنبې په ورځ رامنځ ته شوه. هغه وويل چې ۶۵ کلنې آلمانۍ ميرمن «يوشي يوستاي» چې ده ورته مور ويلي دي، له آلمان څخه ورته د پيسو د انتقال سرويس «وسترن يونين» له طريقه يو څه روپۍ استولې وې چې کله د هغو د اخيستو لپاره ورتلو چاودنه رامنځ ته شوه.

اروپا کې د مهاجرت له کړکيچ څخه وروسته او د آلمان د صدراعظمې انګلا مرکل د مهاجرت پر سياست د نيوکو او فشارونو په زياتيدو سره، اوس دغه هيواد تر ډیره د مهاجرو پر داوطلبانه اخراج او په نهايت کې د هغو مهاجرو پر اجباري اخراج خپل تاکيد زياتوي کوم چې منل شوي ندي.

د بروکسل په ورستۍ ناسته کې افغانستان سره د اروپايي ټولنې مالي مرستې د افغانستان لخوا د افغان مهاجرو د منلو سره مشروطې شوې. افغانستان د اروپايي اتحاديې سره د « د مهاجرو مشترکه اعلامیه» لاسلیک کړه چې دې سره د رد شويو افغان مهاجرو په اجباري اخراج کي آساني رامنځ ته شوه.

د دغې هوکړې وروسته تر اوسه په دوه پروازونو کې ۶۰ تنه افغان مهاجر افغانستان ته بيرته واستول شول. دغه پروازونه د ۲۰۱۶ کال په ډسامبر او د ۲۰۱۷ کال په جنورۍ کې ترسره شول، په اخراج شويو کې يو افغان ځوان هندو هم شامل دی. آلمان څخه د افغان مهاجرو  د اخراج مسئله له سختو او تندو نیوکو سره مخ شوې ده.

بد وضعيت او د ملکي تلفاتو زياتیدل

ملګرو ملتونو د افغانستان په جګړو کې د ملکي تلفاتو په اړه په خپل يو تازه رپوټ کې ويلي دې چې د ۲۰۱۶ کال په جګړو کې ۱۱ زره او ۴۱۸ تنه ملکيان وژل شوي او ټپیان شوي دي. دغه سازمان ويلي دي چې یاد تلفات د یو کال مخکې هغې په پرتله درې سلنه زیات دي.

خو د دې سربيره، د آلمان دولت ټينګار کوي چې د افغان مهاجرو دوسيې به په انفرادي توګه بررسي کوي او وايي چې لا هم په افغانستان کې داسې امن سيمې شته چې رد شوي افغان مهاجر بيرته ورواستوي.

د آلمان حکومت پريکړې او مخالفتونه

اوسمهال په آلمان کې ډیری افغان مهاجر منفي ځوابونه ترلاسه کوي او له نيمايي څخه لږ زيات يې قبليږي او دې کې اکثريت افغانان د موقتي اوسيدو پاڼې هم ترلاسه کوي.

د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ ۹مه نېټه) د آلمان صدراعظمې انګلا مرکل په برلين کې د دغه هيواد د شپاړسو ايالتونو له لومړي وزيرانو سره وکتل. په دغې کتنه کې د رد شويو مهاجرو د اخراج پر ېوې ۱۶ فقره یې طرحې باندې توافق وشو. اوس په پام کې ده چې په برلين کې د اخراج کيدونکو مهاجرو لپاره د همغږۍ يو مرکز هم جوړ شي چي پکښي ټول ايالتونه اړونده ادارې او چارواکي استازيتوب ولري.

په عين حال کې د آلمان د مهاجرو څخه د ملاتړ ادارې «پرو ازول» د آلمان دولت پر دغو اقداماتو سختې نيوکې کړي دي او ورسره جوخت د آلمان په مختلفو ښارونو کې يو ځل بیا د افغان مهاجرو لخوا مظاهرې ترسره شوي دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (15.12.2016):