1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمانه څومره کسان د سوریې او عراق جګړو ته تللي؟

۱۳۹۴ اسفند ۴, سه‌شنبه

د یوې آلمانۍ ورځپاڼي په حواله تر ۸۰۰ ډیر کسان له آلمانه سوریې او عراق ته تللي دي او د داعش په شان ډلو سره یوځای شوي دي. د تللو کسانو تر۶۰ سلنه ډېر یې آلمانان دي.

https://p.dw.com/p/1I0P2
Demonstration islamischer Fundamentalisten in Solingen 01.05.2012
انځور: picture-alliance/dpa/Melanie Dittmer

آلمانۍ ورځپاڼې «دې ویلت» د سه شنبې په ورځ خبر ورکړ چې تر۸۰۰ ډیر کسان له آلمان څخه عراق او سوریې ته تللي دي، څو د داعش په شان ډلو سره یوځای شي. د دغو کسانو له ډلې څخه یو پر دریمه برخه یې بیرته آلمان ته راستانه شوي دي.

د آلمان د جنایي څېړنو فدرالي ادارې ویاندي ویلي دي چې دا په دې معنی ده چې په آلمان کې د په اصطیلاح جهادي سفر کوونکو شمیر زيات شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې په جنوري میاشت کې دغي ادارې ویلي ول چې د جهادي سفر کوونکو په شمیر کې یو څه کموالی راغلی دی.

په رپوټ کې راغلي دي چې آلماني چارواکي په دې باور دي چې له آلمان څخه د تللو جهادیانو له ډلې څخه ۱۳۰ تنه یې وژل شوی هم دي. د هغوي په ډله کې یو شمیر یې ځانمرګي برید کوونکي ول.

د آلمان د جنایي څېړني فدرالي ادارې د ۶۷۷ افراطي اسلامپالو په اړه تر څېړنو وروسته چې سوریې او عراق ته یې سفر کړی وو، ویلی ول چې د دغو کسانو عمر د ۲۲ او ۲۵ کلونو تر منځ وو او تر۶۰ سلنه ډېرو یې آلمانی تابیعت لاره. د هغوی د ډلي یو پر شپږمه برخه یې تازه اسلام ته اوښتې وو.

هغه کسان چې تر محکمې لاندي دي

آلماني او همداراز د ډیر شمیر نورو اروپايي هیوادونو چارواکي اوس په دې اړه بوخت دي چې څرنګه کولای شي هغه احتمالي ګواښونه کم کړي چې له عراق او سوریې څخه راستانه شوي افراطي اسلامپالي یې په دغو هیوادونو کې رامنځ ته کوي.

په وروستیو میاشتو کې آلماني امنیتي ځواکونو د یو شمیر شکمنو اسلامپالو پر استوګنځایونو باندې هم بریدونه کړي دي. همدا اوس ځيني کسان په سوريې او عراق کې د داعش په پلوۍ د جنګیدو له کبله په آلمان کې د محاکمه کیدو په حال کې دي.

د تیر کال په دسمبر میاشت کې یوې محکمې د آلمان په سیلي ښار کې یو کس له داعش سره د اړیکې لرلو په تور په اوه کاله او درو میاشتو زندان محکوم کړ.