له آلمانه د ۶۰۰ پناه غوښتونکو ايستنه ناکامه شوې
۱۳۹۵ مرداد ۲۹, جمعهد آلمان د رسنيو په حواله د ۲۰۱۵م کال د جنورۍ څخه نيولې د ۲۰۱۶م کال تر جون مياشتې پورې د ۳۴ زرو پناه غوښتونکو عريضې رد شوې دي او د ايستلو حکم ورته شوی دی. خو له دې جملې څخه د ۶۰۰ کسانو د ايستلو يا اخراجولو هڅه له ستونزه سره مخامخه شوې او ځنډول شوې ده.
د «بيلد» ورځپاڼه د آلمان د کورنيو چارو په وزارت کې د سرچينو په حواله ليکي چې د دغو ۶۰۰ کسانو څخه ۳۳۲ نفرو الوتکې ته پر لارې مقاومت کړی دی چې له کبله يې الوتکې ته د خيژولو کار ناممکن شوی دی.
په ۱۶۰ مواردو کې دغه چاره له دې کبله ناکامه شوې ده چې اړونده د هوايي چلن شرکت يا پيلوټانو يې د پناه غوښتونکو له اخرج څخه سر غړولی دی.
په ۱۰۸ نورو مواردو کې د پناه غوښتونکو د بېرته لېږلو عمليات له دې کبله ځنډول شوي دي چې پناه غوښتونکو ځانونه مريض اعلان کړي دي. ۳۷ نور مهاجرين له دې کبله نه دي ډېپورت شوي چې د هغوی اصلي هېوادونو د خپلو اتباعو له منلو څخه انکار کړی دی.
د پناه غوښتونکو د ايستلو شمېر لوړ شوی دی
د آلمان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چې دغه حالت ډېر ليدل کيږي، ځکه چې د مهاجرو اصلي هيوادونه نه د هويت موندنې او نه د خپل تبعه د اسنادو او نورو لاسوندونو په صادرولو کې لازمه همکاري کوي.
د «بيلد» ورځپاڼې په رپوټ کې دا هم ويل شوي دي چې د اخراجولو موارد ډېر شوي دي. په داسې حال کې چې د ايستلو پېښې پروسږ کال ۲۰۹۰۰ ته رسيدلې، خو د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې يې شمېر اوس ۱۴ زرو ته ختلی دی.
د خپرو شوو شمېرو له مخې بايد د روان کال د می مياشتې تر پايه پورې ۲۲۴ زره او درې سوه کسان له آلمان څخه ايستل شوي وای، خو ۱۷۱ زرو او اتو سوو ته بيا موقته د اقامت اجازه ورکړل شوه او يوازې ۵۳ زره کسان بايد ژر تر ژره له آلمانه ډېپورت شوي وای.
دولت اټکل کوي چې د روان ميلادي کال تر پايه پورې به ۱۰۰ زره پناه غوښتونکي د هغوی د عريضې په ردېدلو سره يا د داوطلبانه بيا ستنېدنې له کبله له آلمانه څخه ووځي.