لنډ خبرونه په متن او انځور
کندهار: وسله والو یوه ښڅینه واکسیناتوره وژلې
د افغان چارواکو په حواله نن، دوشنبه په کندهار کې د پولیو پر دوه ښځينه واکسیناتورانو ډزې شوي چې له کبله ئې یوه وژل شوې او بله سخته ژوبل ده. دغه ښځې چې نیا او لمسې وې، په داسې حال کې په موټر سايکل د سپرو وسله والو له خوا ویشتل شوي چې د پولیو د مخنیوي د کمپاین په ترڅ کې کور په کور ګرځيدلې. تر اوسه کومې ډلې د برید پړه نه ده منلې.
د سوریې په حلب ښار کې ځانمرګو بریدونو ۳۲ انسانان وژلي
د سوریې په حلب ښار کې د دوو ځانمرګو بریدونو په پایله کې ۳۲ انسانان وژل شوي او تقریباً ۱۰۰ تنه ښايي ټپيان وي. دا خبر د بشري حقونو د لندن میشتې سوریايي ټولنې له خوا ورکړل شوې. د سوریې دولتي رسنیو هم د بریدونو په اړه خبرونه خپاره کړي خو د مړو شمیر ئې یوازې ۱۴ ښوولې. پیښه د شیعه علویانو په هغه سیمه کې رامنځته شوې ده چې دسمبر پر ۱۲ نیټه هم پکښې د «اسلامي دولت» ډلې یوه برید ۱۶ انسانان وژلي ول.
د عراق پوځ رمادي ښار نیولی دی
د عراق پوځ د افراطي ډلې «اسلامي دولت» پر وړاندې جګړه کې ستر بری ترلاسه کړې او د رمادي ښار ئې نیولی دی. یوه ویاند وویل چې د څو ورځو تر سختو نښتو وروسته د «اسلامي دولت» ډلې جنګیالو د ایالتي حکومت مقر پریښې دی.. دغه ډلې د بغداد لویدیځ لوري ته په ۱۰۰ کیلومترۍ کې د پراته ایالت انبار دغه مرکزي ښار په مي میاشت کې نیولی وو.
په امریکا کې وارې، توپان او سیلابونو درنه مرګ ژوبله اړولې
په امریکا متحده ایالاتو کې توپان، واورې او ورسره ګړندو بادونو په تیرو څو ورځو کې لږ تر لږه ۴۳ انسانان ووژل.. په میسوري کې د شنبې په ورځ لږ تر لږه ۸ او په الینوې کې ۵ تنه د سیلاب له امله وژل شوي دي. همدا راز د دالاس په سیمه کې تیزو بادونو د ۱۱ انسانانو ژوند واخیست. د جمعې په ورځ وارو او ورسره مل تیزو بادونو په میسیسیپي، تینیسي او انکانساس ایالاتو کې ۱۷ انسانان ووژل.
جاپان او جنوبي کوریا د جنسي مریانو لانجه حل کړه
جاپان او جنوبي کوریا په دوهمه نړیواله جګړه کې د جاپاني پوځ له خوا د کوریايي ښځو څخه د جنسي مریانو په توګه د کار اخیستو د اوږدې مودې لانجه حل کړه. دواړه خواوې د اغیزمنو له پاره د مرستې د یوه صندوق چې جاپان به ورته تقریباً د ۷،۵ ملیون ورکوي، په رامنځ ته کولو سلا شوې. ویل شوي چې د جاپان حکومت خپل مسؤلیت منلی او لومړی وزیر شیزو ابې به په رسمی توګه له دغو ښځو بخښنه وغواړي.
د ډنمارک لومړی وزیر غواړي د پنا غوښتنې نړیوال مقررات لا پسې کلک کړي
د مهاجرو بحران ته په کتو سره د ډنمارک لومړی وزیر لارس لوکه راسموسن غواړي د پنا غوښتنې نړیوال مقررات لا پسې کلک کړي. نوموړي یوې تلویزیوني شبکې سره د خبرو پر وخت وویل چې که د مهاجر شمیر همداسې مخ پر لوړیدو وي نو دا به مو یو وخت د پنا غوښتنې د مقرراتو سمون ته مجبور کړي. نوموړي په څرګنده توګه د ملګرو ملتونو د ۱۹۵۱ م کال د مهاجرو په کنواسیون کې د بدلون غوښتنه وکړه.
روحاني: مسلمانان باید په نړۍ کې د اسلام زیانمن شوې انځور ورغوي
د ایران ولسمشر حسن روحاني د نړۍ له مسلمانانو څخه په عامه افکارو کې د اسلام د تصویر د ښه کولو غوښتنه کړې. روحاني په تهران کې یوه اسلامي کنفرانس ته وینا پر وخت وویل چې «اسلامي دولت» ډلې په څير افراطي ډلو زور زیاتي ته په کتو سره دا کار نور هم اړین دی. ده وویل چې اسلام هر ډول زور زیاتی ردوي. نوموړي پر اسلامي هیوادونو له دې امله انتقاد وکړ چې په سوریه، عراق او یمن کې د وینې پر تویدو چپه خوله پاتې دي.
په ترکیه کې یو سوریايي ژورنالسټ وژل شوی
په خټه سوریايي مستند فلم جوړونکی ناجي الجرف د ترکېې په سویل ختيځ کې په ډزو وژل شوی. د ترکي رسنیو په حواله دغه ۳۷ کلن په غازي انتیپ ښار کې چې د سورېې د سرحد سره نزدې پروت دی، په سر ویشتل شوی. زیاته شوې چې نوموړي د «اسلامي دولت» ډلې له خوا د سوریې په حلب ښار کې د ترسره شوې ټول وژنې په اړه پر یوه مستند فلم کار کاو. الجرف لا د مخه هم د سوریې د کړکیچ په اړه څو فلمونه جوړ کړي ول.
د سوریې له دریو سیمو څخه د ملکي وګړو او ټپيانو پر ویستو پیل شوی
د سوریې حکومت او داغیانو ترمنځ د یوه توافق له مخې د سوریې له دریو سیمو څخه د کابو ۴۵۰ جنګیالو، ملکي وګړو او د ټپيانو پر ویستو پیل شوی. د روان کال په سبتمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو په منڅګړیتوب د لبنان سره پر پوله د یاغیانو په پاخه سنګر سباداني او دوه نورو سترو کلیو فوا او کفرایا کې د موقتي اور بند د رامنځ ته کولو پر سر توافق وشو. دغه اوربند د بشري مرستو د انتقال له پاره زمینه برابروي.