لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
پنجاب ته د نيمه پوځي ځواکونو د ليږدولو پريکړه
د پاکستان حکومت ويلي چې په پنجاب ايالت کې به د اسلامي تندلارو وسله والو د ځپلو په موخه نيمه پوځي ملیشې وليږي. تراوسه پوري د لومړي وزير نواز شریف واکمن گوند د خپلو اسلامپالو ملاتړ کوونکو له امله د دی اقدام مخالفت کاوه. د نيمه پوځي ملېشو دغه پريکړه چې د هيواد په نورو ترهګرۍ ځپلو سيمو کې یې ښه نتيجه ورکړې ده، د بريدونو تر يوې لړۍ وروسته کيږي چې تيره اوونۍ یې تر۱۲۵ زيات انسانان ووژل.
د آلمان کابينې د مهاجرو د چټک اخراج اقدامات ومنل
د آلمان کابينې د مهاجرو د چټک اخراج په هکله د اقداماتو هغه بسته منلې ده چې د مرکزي حکومت او ايالتونو له خوا پرې توافق شوی وو. د دغه مسودې له مخي د مهاجرو او پناه غوښتني فدرالي اداره د پنا غوښتونکو د هویت د معلومولو په موخه پر نورو سربیره د ځیرکو تليفونو له معلوماتو څخه هم استفاده کولای شي. سربیره پر دې به هغه مهاجر چې بايد اخراج شي او خطر ترې متوجه وي، اوږده موده په توقيف کې ساتل کيدلای شي.
ماسن: په آلمان کې د بالقوه ترهګرو شمير زيات شوی
د آلمان د کورني استخباراتو فدرالي ادارې په حواله په هيواد کې د ترهګرو شمير زيات شوی دی. د دې ادارې مشر هنس يورګ ماسن، په برلين کې د اروپايي پوليسو په غونډه کې وويل چې د معلوماتو له مخې دمګړۍ په آلمان کې ۱۶۰۰ بالقوه ترهګر ژوند کوي. ده وويل چې د تير ۲۰۱۶م کال تر پای پوريه د دغو کسانو شمير کابو ۱۲۰۰ وو.
مرستندويانو د سوريې د وضعې په اړه اندېښنه ښوولې
د کاتوليکي خبري آژانس «کې اين ای» په حواله په سوريه کې وضعه اوس هم ترینګلې ده. د ملګرو ملتونو د خوراک د نړيوال پروګرام اجراييوي مشرې ارتارين کوزين، ټينګار وکړ چې په ډيرو سيمو کې د ملکي وګړي کړاو د جګړې په شپږم کال کې هم دوام لري. دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ورځ به په ژنيو کې د ملګرو ملتونو په مشرتوب د سوریې د سولې خبرې اترې ترسره شي.
د اوکراين په ختيځ کي د جګړې د ختمولو غوښتنه
د اوکراين پخواني ولسمشر ويکتور يانوکووچ، د امريکا له ولسمشر دونالد ترمپ، څخه غوښتنه کړې چې د اوکراين په ختيځ کي په جګړه ختمولو کي مرسته وکړي. يانوکووچ په مسکو کې خبريالانو ته وويل چې ده د يوه ليک له لارې له ترمپ څخه غوښتنه کړې چې په دې موخه دې په چټکو او هر اړخيزو اقداماتو لاس پورې کړي. ده زياته کړه چې ورته لیکونه یې د آلمان، فرانسې، روسیې مشرانو او اروپايي ټولنې د جرګې مشر ته استولي دي.
د مالیزيا پوليس د شمالي کوريا د رهبر د ورور د قتل په اړه څيړنې کوي
په مالیزيا کې د شمالي کوريا د واکمن کم يونګ اون د ميريزي ورور تر وژل کيدو وروسته د پوليسو پلټنې د دغه هیواد يوه ديپلومات ته ځیر شوي دي. د پوليسو يوه وياند وويل چې په کوالالمپور کې د شمالي کوريا د سفارت له دغه کارکونکي او د شمالي کوريا د دوو نورو اتباعو څخه به د کم يونګ نام د وژل کيدو په اړه تحقيقات وشي. په عين وخت د ماليزيا چارواکو د کوالالمپور د هوايي ډګر د څار د يوې کامرې مواد خپاره کړي.
ايران: دوه ګوني تابعيت لرونکي مامورين او سياستوال له دنده ګوښه شوي
په ايران کې ځیني هغه لوړ پوړي دولتي مامورين او سياستوال له دندو ګوښه شوي چې دوه ګوني تابعيت لري. د عدلیې وزارت يوه وياند نن، چهار شنبه وويل: «د قانون له مخې هغه کسان چې دوه تابعيتونه لري په هيواد کې هيڅ سياسي مسئوليت پرغاړه نه شي اخيتسلای.» د ګوښه کړل شويو پر ضد د څارنوالۍ او استخباراتي ادارو له خوا پلټنې پيل شوي دي. ویل شوي چې ځينې دغه کسان د ميلياردو پيسو د فساد په قضيو کې ښکيل دي.