لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
په قزاقستان کې د سوریې د سولې خبرې پیل شوې
د قزاقستان په پلازمينه آستانه کې د سوریې د سولې خبرې اترې پيل شوې. د غونډې د ګډونوالو په حواله به د سوریې د حکومت او د ځينو یاغي ډلو استازي به لومړي سر کې پر يوه ميز سره يوځای نه شي. د غونډې په سر کې به د کمزوري اوربند د پياوړي کولو په هلکه خبرې وشي. دا کنفرانس د روسیې، ترکیې او ايران په شریک زيار جوړ شوی دی. په قزاقستان کې د امريکا متحده ايالاتو سفير د څارونکي په توګه په دې غونډه کې کوي.
«د افغان مهاجرو هيواد ته انتقال «غير انساني» عمل دی»
د ټولنیزې خير ښي ګڼې ټولنې د آلمان پر حکومت د افغان مهاجرو د بیرته ليږد د لړۍ د درولو غږ کړی. دغه ټولنې له خوا ويل شوي چې افغانستان يو خوندي هيواد نه دی او په دې تيرو مياشتو کې مو وليدل چې هلته وضعه لا پسې خرابه شوې ده. دې ټولنې دا غوښتنه د دوشنبې يا سه شنبې په ورځ د افغان پنا غوښتونکو نوي احتمالي ډله ييز اخراج ته په کتو سره کړې ده.
ترمپ او نتنياهو د جوختې همکارۍ پر سر ټينګار وکړ
د امريکا نوي ولسمشر دونالد ترمپ، د اسرائيلو د لومړي وزیر بنيامن نتنياهو، سره د يوه تليفوني تماس له لارې د دغه هيواد څخه پر خپل ملاتړ باندې ټينګار وکړ. د سپينې ماڼۍ له خوا ويل شوي چې ترمپ او نتنياهو«د ايران له خوا ګواښ ته کتو سره» د جوختې همکارۍ د رامنځته کولو پر هوډ ټينګار وکړ. دې ته په کتو سره داسې انتظار کيږي چې د امريکا نوی حکومت به د ايران پر وړاندې کلک دريځ خپل کړي.
مصر: وسله والو پنځه عسکر وژلي
د مصر په سينايي نيمه ټاپو کې بريد کونکو پنځه عسکر وژلي دي. پوځ د دوشنبې په ورځ وويل چې دا عسکر د يکشنبې په ورځ د «تندلارو» له خوا وژل شوي دي. د پيښې په اړه نور جزئيات ور نه کړل شول او پړه یې هم تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې. په مصر کې د ۲۰۱۳م کال په دوبي کې د پخواني ولسمشر محمد مرسي تر راپرځول کيدو وروسته په سونه پوليس او عسکر وژل شوي دي. زياتره دا پيښې په سينايي نيمه ټاپو کې رامنځته کيږي.
د ګامبيا پخواني ولسمشر دولتي خزانه خالي کړې
د ګامبيا د واکه ليرې شوي ولسمشر يحيی جامع، د هيواد څخه د وتلو تر مخه د دولتي خزانې څخه ډيرې پيسې ايستلي دي. د نوموړي د ځای ناستي د دفتر له خوا ويل شوي چې جامع په ستبمبر مياشت کې په ټاکنو کې تر ناکامۍ وروسته د واک د انتقال د شخړې پر وخت د ګامبيا د مرکزي بانک څخه لږ تر لږه ۱۲ ميليونه ډالر ایستلي دي. جامع د ۲۲ کالو راهيسې په دط هيواد کې حکومت کاو او په ټاکنو کې تر ناکامۍ وروسته يې ماته نه منله.
د فرانسې سوسيالستي ګوند د ټاکنو له پاره خپل کاندید انتخابوي
د فرانسې سوسيالستان د ولسمشرۍ د ټاکنو له پاره د نوماند د انتخابولو په يوه پريکړنده پړاو کې قرار لري. د ولسمشرۍ د مقدماتي ټاکنو په لومړۍ دوره کې د ګوند د چپې جناح څخه بينو هامون، په حيرانونکي توګه لومړی ځای خپل کړ. په دې توګه به نوموړې په دويم پړاو کې د پخواني لومړي وزیر مانويل فالز، په مقابل کې چې د ګوند په محافظه پال اړخ پورې تړاو لري، ودريږي. د تعليم دې پخوانی وزیر۳۶ سلنه رای ترلاسه کړې.