لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
کريملن د ترمپ په اړه معلوماتو درلودو خبره رد کړه
کريملن د امريکايي رسنيو هغه رپوټونو رد کړل چې ګويا روسيه د امريکا د ټاکل شوي ولسمشر دونالد ترمپ د شخصي ژوند او مالي چارو په اړه ډير مهم او داسې معلومات لري چې دی له خطر سره مخامخ کولای شي. د کريملن وياند وويل چې روسيه هیڅ دا ډول معلومات نه لري. تر دې دمخه ګڼو انګرېزي ژبو رسنيو په يوه خوله خبر ورکړی وو چې د امريکا استخباراتي ادارې داسې اسناد موندلې چې له مخې ترمپ تهديدلای شي.
د سوریې د سولي خبري به د جنورۍ پر ۲۳ وشي
د روسیې له خوا د ورکړل شويو معلوماتو په حواله به د سوریې د سولې خبري اتري د جنورۍ پر ۲۳ نېټه د قزاقستان په پلازمينه آستانه کې وشي. يوه روسي ديپلومات د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې دمګړۍ د دې نيټې د ځنډولو په اړه کوم معلومات نشته. د سوریې د حکومت او ياغي ډلو ترمنځ خبري اتري د روسيې، ترکيې او ايران په منځګړيتوب ترسره کيږي.
اوباما پر امريکايانو د يووالي غږ وکړ
د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر بارک اوباما چې د ولسمشرۍ دوره یې پای ته رسيږي، په شیکاګو کې خپله د خداي په اماني وینا وکړه. اوباما په داسې حال کې د زرونو مينه له خوا په چکچکو او خوښيو په نعرو بدرګه کيده، وويل: «نن ماښام زما وار دی چې ستاسې څخه مننه وکړم.» ولسمشر اوباما په ۲۰۰۸م کال کې د خپلې بریا وینا هم په شیکاګو کې ورکړې وه. هغه همداراز د خپل سیاسي ژوند مهم پړاو هم له شیکاګو پیل کړی وو.
يونان د اغیزمنو مهاجرو د مرستې په موخه کښتۍ استولې
د يونان حکومت، لیسبوس ټاپو ته يوه جنګۍ کښتۍ استولې ده، څو هلته موجود مهاجر په دې کښتۍ کې ځای ځای کړل شي. په دغه ټاپو کې دمګړۍ يو ژمنی توپان راغلی دی.د چارواکو په حواله د عسکرو د انتقال «لیسبوس» په نامه دغه کښتۍ به برقي بخارۍ، ګرمې کمپلې او نور مرستندويه توکي ياد ټاپو ته ورسوي. دغه کښتۍ د کابو ۵۰۰ کسانو د ځای پر ځای کولو وړتيا لري.
د آلمان کابينې په مالي کي ماموريت پراخ کړ
د آلمان حکومت غواړي په مالي هيواد کې د خپلو عسکرو شمير نور هم ډېر کړي. د آلمان کابينې د دې ماموريت پراخول تصويب کړل. په راتلونکي کې به د ملګرو ملتونو د مينوسا په ماموريت کې تر زرو پورې آلماني عسکر له څرخي او بې پيلوټه الوتکو سره د سولې په تامينولو کې مرسته کوي. په دې توګه به په مالي کې، د بل هر ځای په پرتله، تر ټولو زيات آلماني عسکر ځای پر ځای شي. دمګړۍ په مالي کې ۵۳۰ عسکر موجود دي.
الشباب ډلې په سوماليا کې دوه همجس بازان اعدام کړي
په سوماليا کې ترهګري ډلې الشباب دوه همجنس بازان اعدام کړي دي. لکه څرنګه چې د دغه ډلې د خبري شبکې «اندالوس» له خوا ويل شوي، د دغه نارينه وو عمرونه د ۱۵ او ۲۰ کلونو ترمنځ ول او دواړه د سوماليا په جنوب کې په عامه مخضر کې په ډزو وژل شوي دي. الشباب ډله چې د القاعدې د ترهګرې شبکې د ختيځې افریقا څانګه بلل کيږي، له کلونو راهيسې د يوه اسلامي دولت د رامنځته کولو په موخه جنګيږي.