لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
طالبانو په بدخشان کې ۴ پوليس وژلي
افغان چارواکو ويلي چې په بدخشان ولايت کې څلور تنه پوليس د طالبانو په کمين کې وژل شوي دي. د بدخشان د امنيې قوماندان مرستيال وويل چې پيښه دوشنبه ماښام ناوخته رامنځته شوې او امنيتي ځواکونو په سيمه کې عمليات پیل کړي دي. د بدخشان د ولايتي شورا غړي بشري مصمم، پيښه تائيد کړه او د ۷ تنو پوليسو د وژل کيدو خبره یې وکړه. د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد، د يوې اعلامیې له لارې د پيښې مسؤليت منلی دی.
«په غزني کې طالبانو شپږ تنه په درو وهلي»
د آلمان د خبري آژانس ډي پي ای په حواله وسله والو طالبانو په غزني ولايت کې شپږ تنه په درو وهلي. دغه کسانو ته دا سزا د غلا او غیر مشروع جنسي اړيکو په تور ورکړل شوې ده. طالبانو په يوه اعلاميه کې ویلي:«پنځه غله او يو په غیر مشروع جنسي اړيکو تورن تن په عامه محضر کې په درو ووهل شول.» د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک سازمان د پلټنو همغږي کونکي حسين معين، نن، سه شنبه وويل چې دې ډول پيښو انديښمن کړي دي.
آلمان: ډيمیزیر غواړي په امنيتي ادارو کې اصلاحات راولي
د کورنيو چارو وزیر توماس ډيميزیر، په آلمان کې د ترهګرۍ خطر په کتو سره د داخلي امنيت په برخه کې د آلمان فدرالي دولت ته د زيات واک او صلاحيت د ورکولو غوښتنه کړې. د «Frankfurter Allgemeine Zeitung» له پاره په لیکل شوې يوه مقاله کې نوموړي د نورو سربيره د جنايي جرمونو فدرالي ادارې ته د تقويت د ورکولو، د ايالتي استخباراتي ادارو د له منځه وړولو او همدا راز د فدرالي پوليسو د ادارې د پراخولو غوښتنه وکړه.
د استانبول په بريدګر پسې لټه روانه ده
د نوي کال په شپه د استانبول د شپي پر يوه کلب تر خونړي بريد وروسته، پوليس په ډير فشار سره د عامل په لټه کې دي. چارواکو د بريد ګر نوي عکسونه خپاره کړي چې مخ یې پکښې په واضح توګه ليدل کيږي. همدا شان د څارګرو کامرو ويديويي مواد هم خپاره کړل شوي دي. د يوه تازه خبر له مخې په دې منځ کې د ترکیې په اتاترک هوايي ډګر کې دوه خارجي وګړي نيول شوي دي. خو په دې اړه لا جزيات په ډاګه شوي نه دي.
د سوریې یاغي ډلو د اوربند څخه د سرغړونې پړه پر سوریې وراچولې
د سوریې یاغيان د حکومتي ځواکونو له خوا د اوربند څخه د سرغړونو مسئوليت پر روسیې وراچوي. د آلمان د خبري آژانس سره د خبرو پر وخت د نور الدين السينکي مليشو يوه وياند وويل سره له دې سړی پوهيده چې روسيه نه شي کولای اوربند تامين کړي، د اوربند څخه یې ملاتړ وکړ.د دې دمخه د سوریې مهمو ياغي ډلو د سولې د پلان شويو مذاکراتو په اړه ټولې خبرې درولې وې او د دې علت یې د روان اوربند څخه سرغړونه په ګوته کړې وه.
په آلمان کې د مهاجرو د تر ټولو زياتې دوسيې بررسي شوي
د ۲۰۱۶م کال په لومړيو نهو مياشتو کې آلمان د اروپايي ټولنې د پاتې ۲۷ هيوادونو په پرتله د پنا تر ټولو زيات غوښتنليکونه ترلاسه کړي او بررسي کړي يې دي. په اروپايي ټولنه کې د پنا کابو ۷۶۵ زره دوسیې بررسي شوي دي چې له دې څخه یې ۴۲۰ زره په آلمان کې دي. تر آلمان وروسته اېتاليا او فرانسه په ترتيب دوهم او دريم مقام لري. په اېتاليا کې په ټولیزه توګه ۶۸ زره او په فرانسه کې ۶۳ زره دوسیې بررسي شوي دي.
موزمبيک: اپوزيسيون د اوربند تړون اوږد کړ
د موزمبيک د اپوزيسيون وسله والې ډلې رينامو د دسمبر د ۲۷ نيټې راهيسې پلي اوربند د دوه مياشتو له پاره غځولی دی. د اپوزيسيون مشر افونسو دهلاکامه، وويل چې په دې توګه به د ولسمشر فيليپ ناوسي، سره خبرو ته لار هواري شي او د ملکي تلفاتو مخه به هم ونيوله شي. د بشري حقونو سازمانونه اټکل کوي چې د حکومتي ځواکونو او رينامو ډلې پر يو بل د بريدونو پر وخت په لسونو انسانان وژل شوي دي.