لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انخور کې
اوباما د شمالي قطب ډيره سيمه خوندي ساحه اعلان کړې
د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما چې د کار دوره یې مخ پر خلاصيدو ده، د شمالي قطب ستري سيمې د خوندي ساحو په توګه نومولي دي. په دې توګه به په دغه سيمو کې د تيلو او ګازو له پاره د نويو کيندنو جوازونه نور نه توضيح کيږي. هغه دغه راز د اتلانتيک تر اوبو لاندې ځينو درو د ساتنې اعلان هم وکړ. د سپينې ماڼۍ له خوا ويل شوي دي چي په دې توګه بايد طبیعي متنوع سستم او د ځمکۍ د بومي اوسيدونکو ګټې خوندي وي.
د برلين د بريد په عامل پسې لټون روان دی
په برلين کې د لارۍ موټر په واسطه د ترسره شوي بريد وروسته چې ۱۲ انسانان پکښې ووژل شول، پوليس د عامل د نيونې له پاره يو نوی پل تعقيبوي. ويل شوي چې د هغه لارۍ موټر په سيټ کې چې د دوشنبې په ورځ د کريسمس پر بازار ور ځغلول شوی وو، د هويت يو سند موندل شوی دی. دا د يوه تونسي تبعه د موقتي اقامې سند دی چې ښايي عامل همدلته ورک کړی وي او يا يې په قصدي توګه د غلولو په موخه دلته پريښی وي.
د اروپايي ټولنې کميسيون د ترهګرۍ ضد جګړې له پاره نوي وړاندیزونه کوي
د اروپايي ټولنې کميسيون غواړي چې ترهګر او جنايتکاران په راتلونکي کې پیسو ته په آسانۍ لاس رسۍ ونه لري. د بروکسل چارواکي غواړي په دې تړاو نن، چهارشنبه وړاندیزونه وکړي. انتظار کيږي چې کميسیون بايد روښانه کړي چې څرنګه به راتلونکي کې د پيسو غیر قانوني انتقال په اغیزمنه توګه محدودو کړي. سربيره پر دې کميسيون غواړي په اصطلاح «د شينګن د معلومات په سسټمونو» کې د بدلونونو په اړه وړاندیزونه وکړي.
مکسيکو: د اور لوبو د سامان په يوه بازار کې چاودنو ۳۱ تنه ووژل
د مکسيکو د اور لوبو د سامان په يوه مارکيټ کې د چاودنو په پايله کې لږ تر لږه ۳۱ انسانان وژل شوي دي. پيښه د مکسيکو سيټي په څنډه کې په پرته سيمه تولتيپک کې رامنځته شوې ده او د چارواکو په حواله پکښې لږ تر لږه ۷۰ تنه ټپيان شوي هم دي. لکه څرنګه چې د مکسيکو د عامه ساتنې ادارې له خوا ويل شوي چې د چاودنو وروسته لګيدلي اور د اور لوبو د تجهیزاتو دغه بازار په بشپړه توګه سوځولی دی.
د حلب څخه د انسانانو انتقال يو وار بیا د ځنډ ښکار شوی
د حلب د ختيځ تخليه يو وار بيا د ځنډ ښکار شوې. د سوریې د پوځي کړيو له خوا ويل شوي چې د دې علت د ياغيانو له خوا وړاندې شوي نوي شرطونه دي. مخکې ويل شوي ول چې وروستي جنګيالي به د سه شنبې په ورځ له ښاره ووځي. د حلب د ختيځې برخې څخه د انسانان انتقال د تیرې پنجشنبې په ورځ پیل شوی وو خو بيا د زور زیاتي د نوې څپې له کبله يو ورځې ځنډيدلی وو خو د يکشنبې په ورځ دغه لړۍ بيرته پیل شوې وه.
ترکيې د روسیې د سفير د وژلو مسئوليت د ګولين پر غورځنګ وراچولی
د ترکیې د بهرنيو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په انقره کې د روسیې د سفير د وژلو پړه د اسلامي واعظ فتح الله ګولين پر غورځنګ واچولې ده. چاوش اوغلو د خپل امريکايي سيال جان کیري، سره د خبرو اترو پر وخت ويلي چې ترکيه او روسيه پر دې پوهيدل چې د فتح الله تروريستي سازمان «فیتو» په بريد کې لاس لري. د دوشنبې په ورځ په ترکيه کې د روسيې سفير اندرې کارلوف، د يوه پوليس له خوا په ډزو ووژل شو.