لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د انتخاباتي استازو جرګه ګۍ ترمپ د ولسمشر په توګه تائید کړ
د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشرۍ له پاره تر ټاکنو ۶ اوونۍ وروسته اوس ګټونکی تونالد ترمپ د انتخاباتي استازو جرګه ګۍ له خوا هم د راتلونکي ولسمشر په توګه تائید شوی دی. ګڼ شمیر رسنيو رپوټونه ورکړي چې نوموړي اړينې ۲۷۰ رای ترلاسه کړي دي. په نظري توګه د دې امکان وو چې د ترمپ پر ضد پريکړه وشي خو د دې له پاره بايد لږ تر لږه ۳۷ انتخاباتي استازو د خپل ايالت د انتخاباتي نتایجو پر ضد رای ورکړې وی.
ديميزير: د برلين بريد يو تروریستي عمل وو
په آلمان کې پلټونکي نور په دې اړه هيڅ شک نه لري چې په برلين کې د کريسمس پر بازار د لارې بريد يو تروريستي عمل وو. د آلمان د کورنيو چارو وزیر توماس ديمیزير، د يوه خبري کنفرانس پر وخت وويل چې لارې په قصدي توګه پر خلکو ور ځغلول شوې وه. په دې پيښه کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۴۸ ټپيان دي. ديميریر زياته کړه نيول شوي شکمن تن چې ښايي ۲۳ کلن پاکستانی کډوال وي، د بريد مسئوليت منلی نه دی.
ميرکل: «د ترهګریزو پيښو بايد ونه بيريږو»
د صدراعظمې انګلا ميرکل په خبره آلمانيان بايد د برلين د پيښو په څير پیښو نه ونه بيريږي او پرېنږدي چې دغه ډول اعمال يې د آزاد ژوند د لارې خنډ وګرځي. نوموړې په برلين کې وويل: «موږ نه غواړو چې د دې سره ژوند وکړو او د شر بيره مو ژوند په ټپه ودروي.» دی زياته کړه: «که څه هم چې دا دمګړۍ سخته بریښي خو موږ به د هغه ډول ژوند له پاره چې موږ یې په آلمان کې کوو، ځواک پيدا کوو».
د سوریې پوځ وايي د ياغيانو سيمو ته به داخل شي
د سوریې ځواکونو په حلب کې د ياغيانو وروستيو سيمو ته د ننوتو اعلان کړی. د خپلو متحدو حزب الله مليشو د خبري شبکې له لارې پوځ اعلان کړې چې نن، سه شنبه به دغه سيمې ته ننوځي. دوی زیاته کړې چې ياغيان بايد په لا چټکه توګه د ښار څخه ووځي. د ياغيانو يوه استازي د رويترز خبري آژانس ته وويل چې تر اوسه له ټولو ملکيانو چې غواړي له ښاره ووځي، يوازې نيمايي یې د حلب د ختيځ څخه په وتلو توانيدلي.
په ترکيه کې د امريکا سفارت تړل شوی
په ترکيه کې د روسیې د سفير تر وژل کيدو يوه ورځ وروسته په دغه هيواد کې د امريکا متحده ايالاتونو ټولې ديپلوماتيکې نمايندګۍ د امنيتي دلايلو پر اساس تړل شوي دي. ويل شوي چې د شپې له خوا په انقره کې د امريکا سفارت ته څيرمه ډزې شوې وې چې عامل نيول شوی دی. په ترکيه کې د روسیې د سفير اندرې کارلوف د دوشنبې په ورځ په انقره کې د يوه نندارتو د پرانستو پر مهال د يوه پولیس له خوا په ډزو ووژل شو.
د سوریې په تړاو د روسیې، ترکیې او ایران ترمنځ مذاکرات پیل شول
په انقره کې د روسیې د سفير د وژل کيدو سربيره هم روسيه غواړي د ترکیې او ايران سره نن، سه شنبه د سوریې د وضعې په اړه سلا مشورې وکړي. په مسکو کې ترسره کيدونکي دا مذاکرات د خپل ډول لومړۍ خبرې اترې دي. روسيه او ايران د سوریې د واکمن بشارالاسد نظامي متحدين دي خو ترکيه بیا برعکس د اسد پر ضد ده خو د سوریې پر اپوزیسيون ډير نفوذ لري.