لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
يوه افغان پوليس د کابل په هوايي ډګر کې يو بهرنی وژلی
د کابل د نړيوال هوايي ډګر په لومړۍ دروازه کې د يوه افغان پوليس په ډزو يو بهرنی وژل شوی او يو بل ټپي شوی دی. چارواکو د وژل شوي تن هويت په ډاګه کړې نه دی. دا پيښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د کابل د هوايي ډګر امنيت د يوه پخواني قوماندان زرداد د رارسيدو له کبله لا پسې کلک کړی وو. نوموړی پخوانی قوماندان په بريتانيا کې د شکنجې په جرم د بند سزا تر تيرولو وروسته بيرته کابل ته انتقال شوی دی.
په حلب کې سخته جګړه روانه ده
د حلب په ختيځ کې درنه جګړه شوې. ويل شوي چې زياته مرګ ژوبله هم اوښتې ده. روسي چارواکو په مسکو کي ويلي دي چې په دوو يا دريو ورځو کې به د ياغيانو دغه مقاومت بالاخره ختم شي. ترکیې د ایران او روسیې سره د منځګړيتوب د نورو خبرو اترو اعلان کړی. په حلب کې د ياغيانو په پخوانيو سيمو کې د جنګيالو او ملکي وګړو د وتلو پروسه هم چې مخکې پرې توافق شوې وو، ښايي قطع شوي وي.
اردوغان د ترهګرۍ پر ضد د ملي بندوبست غږ کړی
په ترکيه کې د شنبې د ورځې تر غبرګو بريدونو وروسته ولسمشر رجب طيب اردوغان غواړي چې ټول ولس د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې شامل شي. نوموړي په انقره کې سيمه ایزو مشرانو ته د وينا پر مهال وويل: «زه د ټولو تروريستي سازمانونو پر ضد د ملي بندوبست غږ کوم.» نوموړي له ترکانو څخه غوښتنه وکړه چې د هر شکمن تن په اړه پولیسو ته معلومات ورکړي.
امريکا سعودي عربستان ته د وسلو ورکړه درولی ده
امريکا متحدو ايالاتو سعودي عربستان ته په يمن کې د دغه هيواد د چلند له کبله د وسلو ورکړه درولې ده. د امريکا متحدو ايالاتو يوه لوړپوړي چارواکي په يمن کې د ملکي وګړو پر تلفاتو نيوکه وکړه. د وسلو د درولو اصلي لامل د سعودي عربستان په مشرتوب ائتلاف په اکتوبر مياشت کې هغه بريد وو چې په سنا کې یې د جنازې په مراسمو کې ۱۴۰ کسان ووژل. امريکا له دغه ائتلاف سره د خپل ملاتړ د ارزولو خبره کړې.
د فرانسې پارلمان غواړي د اضطراري حالت قوانين وغځول شي
د فرانسې ملي اسمابلې د اضطراري حالت د قوانينو غځول يو ځل بيا تصويب کړل. ۲۸۸ استازو د دې له پاره رای ورکړه چې دغه ځانګړي قوانين د ۲۰۱۷ م کال د جون تر ۱۵ نيټې پورې وغځيږي. ۳۲ استازو د دې قانون پر ضد خپله رای وکاروله. مخالفين دا قانون «غیر موثر» او د بنسټيزو حقونو له پاره «خطر» بولي. په فرانسه کې دا بيړنی قانون د ۲۰۱۵م کال په نوامبر مياشت کې په پاريس کې تر خونړيو بریدونو وروسته نافذ شوی.
داعش په قاهره کې د بريد پړه پر غاړه اخيستې
داعش په مصر کې د يکشنبې د ورځې د ځانمرګي بريد پړه منلې ده. دغي ترهګري ډلي د «اعماق» خبري آژانس له لارې ويلي دي چې د دوی يوه غړي د قاهرې د قبطي عيسويانو په کليسا کې چاودنه کړی وه. همدا زار د ټولنیزو رسنيو له لارې هم دې ډلې دا ډول يوه اعلاميه خپره کړې ده. د دې تر مخه د مصر کورنيو چارو وزارت د اخوان المسلمين منع کړل شوې ډله د بريد مسئوله بللې وه خو دغه ډلې دا تورونه رد کړي ول.