لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
کونړ: د سړک غاړې ماين چاودنې دوه پوليس وژلي
يوه افغان چارواکي ويلي چې په کونړ ولايت کې د پوليسو د ګزمې پر وخت د سړک د غاړې د يوه ماين چاودنې له کبله دوه پوليسو وژل شوي دي. د کونړ ولايت وياند عبدالغني مصمم وويل چې په چاودنه کې د سرحدي پوليسو د يوه کنډک قوماندان عبدالولي او د ده يو ساتونکی وژل شوی دی. نوموړي زياته کړه چې پيښه په دانګام ولسوالۍ کې بيګاه شپه ناوخته د پوليسو د پلي ګزمې پر وخت رامنځته شوې ده.
م.م: په حلب کې حکومتي ځواکونو تر ۸۰ زيات ملکيان وژلي
د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر اساس د سوریې حکومتي ځواکونو او متحدينو یې له تيرو دوو ورځو راهيسې د حلب په ختيځه برخه کې تر۸۰ زيات ملکيان وژلي دي. ويل شوي دي چې قربانيان په لوی لاس وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کميسارۍ وياند روپرت کولويل په ژنيو کې وويل چې په قربانيانو کې د هغو څلورو ناحيو څخه چې تر اوسه د ياغيانو په ولکه کې وې،۱۱ ښځې او ۱۳ ماشومان شامل دي.
پاپ له اسد څخه د بشري حقونو د مراعتولو غوښتنه کړې
د کاتوليکي عیسويانو مشر پاپ فرانسسکوس، د سوریې پر واکمن بشارالاسد په يوه شخصي ليک کې د نړيوالو بشردوستانه قوانينو د رعايت غږ کړی. په دغه ليک کې ويل شوي چې د ملکي وګړو ساتنه او بشري مرستو ته یې لاس رسۍ بايد تضمين وي. په عين وخت کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د حلب په ختيځ کې د ملکي کسانو پر وړاندې د بې رحمانه عمل رپوټونه په پام کې نيولو سره سخته انديښنه څرګنده کړې.
مصر: «پر کليسا بريد اخوان المسلمين کړی»
د مصر د کورنيو چارو وزارت د اخوان المسلمين د منع کړل شوي ګوند مخکښه مشران د قاهرې د قبطي عيسويانو پر کليسا د بريد عاملين بللي. د کورنيو چارو وزارت له خوا ويل شوي چې اسلامپالو ځانمرګی بريد ګر او مرسته کوونکي يې له قطر څخه تمويل کړي. زياته شوې چې د بريد هدف د «مذهبونو ترمنځ کړکيچ رامنځ ته کول دي.» د يکشنبې ورځې په دې بريد کې ۲۳ انسانان ووژل شول.
په ترکيه د ژورناليستانو له پاره وضعيت ډير خراب دی
د بې سرحده خبريالانو ټولنې په حواله دمګړۍ لږ تر لږه ۳۴۸ ژورناليستان د خپل کار په سبب زندانيان دي. د دغه غیر دولتي سازمان په حواله، تر ټولو زيات خبريالان په ترتيب سره په ترکيه، چين، سوريه، مصر او ایران کې زنداني دي. په دغو ۳۴۸ کسانو کې د ۱۸۷مسلکي ژورناليستانو ترڅنګ ۱۴۶ بلاګ ليکونکي او «ولسي خبريالان» او ۱۵ د رسنيو نور کارکوونکي شامل دي.
ميرکل او اولاند پر روسيې د بندیزونو غځولو پلوي وکړه
د آلمان صدراعظمې انګلا ميرکل او د فرانسې ولسمشر فرانسوه اولاند، پر روسيې د اروپايي ټولنې د بندیزونو غځولو پلوي کړې. له اولاند سره تر خبرو اترو وروسته ميرکل وويل، دا چې د اوکراين کړکيچ په ترڅ کې د منسک تړون عملي کول ډير ستونزمن شوي نو اړينه ده چې پر روسیې د اروپايي ټولنې بندیزونه يوځل بيا وغځول شي. اولاند هم وويل چې د کړکيچ په اوارولو کې «تل له يو ډول خنډونو» سره مخامخ یو.
«ملاريا په هرو دوو دقيقو کې د يوه ماشوم ژوند اخلي»
د روغتيا نړيوال سازمان په حواله د ملاريا پر ضد مبارزه اغيزمنه پر مخ روانه ده. دغه سازمان په خپل کلني رپوټ کې ويلي چې له۲۰۱۰م کال راهيسې د نويو پیښو شمير کم شوی دی. خو زیاته کړې يې ده چې سره له دې هم د ملاريا پر ضد مبارزه کې پرمختګ د نړيوالي ټولني له خوا د ناکافي مالي مرستو له کبله له خطر سره مخامخ دی. تيرکال په ټوله نړۍ کې د ملاريا ۲۱۲ ميليونه نوې پیښې رامنځته شوې وې چې د ۴۲۹ تنو د مرګ سبب شوې.