لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
پکتيکا: ماين چاودنې ۴ ملکيان وژلي
د يوه افغان چارواکي په حواله د پکتيکا په خوشامند ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې له کبله څلور ملکي وګړي وژل شوي دي. د پکتيکا ولايت د پوليسو مرستیال مشر عبدالروف مسعود، وويل چې د يوې کورنۍ دوه ښځې او دوه ماشومان هغه وخت ووژل شول چې موټر یې د سړک د غاړې پر يوه ماين وربرابر شو. نوموړي زياته کړه چې په پیښه کې يو بل ملکي ټپي شوې هم دی. تر اوسه هيڅ کومې ډلې د بريد پړه نه ده منلې.
ميرزايوف د ازبکستان د نوي ولسمشر په توګه ټاکل شوی
د ازبکستان د اوږدې مودې د ولسمشر اسلام کريموف تر مړینې کابو درې مياشتې وروسته شوکت میرزايوف د دغه هيواد د نوي ولسمشر په توګه ټاکل شوی. نوموړی چې د کريموف د حکومت پر مهال لومړی وزير وو، د یکشنبې ورځې په ټاکنو کې یې ۸۸،۶ سلنه ترلاسه کړي. د ازبکستان د انتخاباتو د خپلواک کميسيون په حواله په ټاکنو کې کابو ۹۰ سلنه وګړو ګډون کړې وو. د ۵۹ کلن میرزايوف ترڅنګ نورو دريو کسانو هم ځانونه کانديد کړي ول.
فعالان: د سوریې پوځ د حلب د ختيځ نورې برخې هم نيولي
د فعالانو په حواله د سوریې پوځ د حلب په لويديځه برخه کې د سترو عملیاتو په ترڅ د ښار نورې برخې هم نيولي دي. اپوزیسيون ته نزدې د بشري حقونو د څار سوريايي ټولنې ویلي چې حکومتي ځواکونو د شپې له خوا د ستختو نښتو وروسته د ښار قادي عسکر سيمه نیولې ده. له دې سره د سوریې رژيم د حلب د لويديځ دوه په دريمه برخه په خپل کنترول کې لري. حلب د ۲۰۱۲م کال راهيسې د ياغيانو په کنترول کې دی.
مسکو: روسيه او امريکا غواړي د حلب څخه د ياغيانو پر وتلو خبرې وکړي
امريکا متحده ايالات او روسيه غواړي ډير ژر د حلب ختيځې جنګ ځپلې سيمې څخه د ټولو ياغيانو د وتلو په اړه خبرې اترې وکړي. د روسیې د بهرنيو چارو وزیر سرګې لاوروف نن، چهار شنبه په مسکو کې وويل دا خبرې اترې به احتمالاً د سه شنبې پر ماښام يا چهار شنبې په ورځ په ژنيو کې ترسره شي. ده وويل چې په دې ترڅ کې د ياغيانو د وتلو له پاره دقيقې هوکړې ترسره شي.
آلمان او يونان غواړي لا زياته همکاري وکړي
آلمان او يونان غواړي د امنيت او مهاجرو سياست په برخه کې همکاري لاپسې پياوړې کړي. په اتن کې د آلمان بهرنيو چارو وزیر فرانک والتر شتاين ماير، د خپل يوناني سيال سره تر يوه ملاقات وروسته وويل چې د معلوماتو د منظم او نزدې تبادلې هڅه کوو. د آلمان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په جاري کړل شوې ګډه اعلاميه کې دواړو پر دې ټينګار وکړ چې آلمان او يونان په مستقيمه توګه د مهاجرو او مهاجرت د کړکيچ څخه اغیزمن شوي.
د اېتاليا لومړي وزیر له دندې استعفا وکړه
د اېتالیا لومړي وزیر ماتيو رینسي، ولسمشر سیرګيو ماتاريلا ته خپله استعفا وړاندې کړې. نوموړي دا ګام د هغه وورسته پورته کړ چې د يکشنبې په ورځ ۵۹ سلنه اېتالوي وګړو د ده له خوا په اساسي قانون کې د بدلون وړاندیز رد کړ. د دې وړانديز موخه د پارلمان د دويمې تقنیني خونې سنا مجلس اختيارات راکمول وو څو د قانون جوړولو پروسه چټک پر مخ ولاړه شي. د آلمان صدراعظمې د رينسي د ګوښه کيدو پر اعلان خواشينې څرګنده کړې.
د آلمان مسيحي ديموکرات ګوند د پناغوښتنې پر قوانينو بحث کوي
د آلمان د مسيحي ديموکرات ګوند «سي ډي يو» د کانګرې د پيل څخه يوه ورځ د مخه په ایسن کې د ګوند مخکښه غړي سره راټوليږي. د مشرتابه او د مشرتابه جرګه ګۍ د غړيو ترمنځ دې سلامشورو اصلي موضوع به د مهاجرو سياست وي. په ځانګړي توګه به د دې ګوند د مرستيال توماس شتروبل له خوا د پنا غوښتنې د قوانينو د کلکولو پر وړاندیز بحثونه ترسره شي.