لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د سيمې او نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د اورګاډي لومړۍ پټلۍ وغځيده
ترکمنستان او افغانستان د دوشنبې په ورځ د دواړو هیوادونو تر منځ د اورګاډي نوي غځیدلې پټلۍ پرانيستله.د ترکمنستان او افغانستان ولسمشرانو د اورګاډي پټلۍ په پرانیستغونډه کې ګډون وکړ. د دي پټلۍ په پرانیستلو سره یو اورګاډی چې ۴۶ واګونونه ورپسې تړلي ول، د ترکمنستان له امام نظر ګمرک څخه د افغانستان اقینې بندر ته ورسید.د دغي ۸۸ کیلومتره پټلۍ د جوړیدو چارې د ترکمنستان هیواد له خوا په ۲۰۱۳م کال کې پیل شوي وې.
سوريايي ځواکونو په حلب کې د ياغيانو مهمې سيمې نیولي دي
د سوريې حکومتي ځواکونو د حلب د ختيځ یاغيانو د سيمې شمالي برخه نيولې ده. د بشري حقونو د څار سوريايي ټولنې رپوټ ورکړې چې پوځ او متحدينو یې د ښار الشور او الحيدريه سيمې تر خپل کنترول لاندې راوستي دي. په دې توګه د شنبې ورځې راهيسې د ياغيانو له ولکې څخه کابو ۳۰ سلنه سيمې وتلي دي. د څار ټولنې مشر رامي عبدالرحمان، په ۲۰۱۲م کال کې د حلب د نيولو راپه ديخوا د ياغيانو د تر ټولو سختې ماتې خبره وکړه.
۲۵ سلنه راستانه شوي اسلامپالي د آلماني چارواکو سره همکاري کوي
د عراق او سوریې څخه راستانه شوي يو په څلورمه برخه تند لاري اسلامپالي د آلمان د امنيتي ادارو سره همکاري کوي. دا خبره د راډيکال کيدو د پس منظر په اړه د ترسره کيدونکي څيړنې په نتيجه کې په ډاګه شوې. د «دي ويلټ» ورځپاڼې په حواله د دې پلټنو پر نتايجو به د سه شنبې په ورځ د کورنيو چارو د وزيرانو په کنفرانس کې هم خبرې وشي. د دې څيړنې په موخه په ټوليزه توګه د ۷۸۴ کسانو ژوند ليکونه پلټل شوي.
ميرکل د استخباراتي ادارو پر پياوړي کولو ټینګار وکړ
د آلمان صدراعظمې انګلا ميرکل ويلي چې د آلمان استخباراتي ادارې خپل کار بايد پراخه او د بهرنيو ادارو سره همکاري زياته کړي. د استخباراتو د فدرالي ادارې د ۶۰ کليزې د مراسمو پر وخت نوموړې دا څرګندونې د سوریې، اوکراين او همدا راز سايبري بريدونو ته په اشارې سره وکړې. ميرکل ټينګار وکړ چې آلمان له استخباراتي خدمات څخه صرف نظر نه شي کولای خو زياته يې کړه چې دا معلومات بايد په سمه توګه وکارول شي.
فرانسه: پخوانی لومړی وزیر ولسمشري ته کانديديږي
د فرانسې پخوانی لومړی وزیر فرانسوا فيون، به د ۲۰۱۷م کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د محافظه پال ګوند کانديد وي. دغه ۶۲ کلن د دويم پړاو د ټاکنو په لومړۍ مرحله کې ۶۷ سلنه رای ترلاسه کړې. د ده سيال الان جوپې يوازې ۳۳ سلنه رای ترلاسه کړې. جوپې د فيون د ملاتړ اعلان وکړ. د نظر پوښتنو په اساس د محافظه پال ګوند د کانديد او همدا راز د ښي اړخه ولس لمسونکي ګوند د ماري لی پين ترمنځ د يوې سختې سيالۍ انتظار کيږي.
دونالد ترمپ د امريکا د ولسمشرۍ ټاکنو پر وخت د بې نظمي خبره کړې
د امريکا ټاکل شوي ولسمشر دونالد ترمپ په نوامبر مياشت کې د ولسمشرۍ د ترسره شويو ټاکنو په اړه شکونه څرګند کړي. د تويتر د لنډو خبرونو د شبکې له لارې نوموړي وويل چې په ميليونو امريکايانو په غير قانوني توګه خپلې رای کارولي دي. د نوموړي مخالفې کانديدې هیلري کلنټن د ټاکنو پر وخت د ده څخه دوه ميليون ډيرې رای ترلاسه کړي، خو د جمهوري غوښتونکو دا کانديد د استازو د اکثريت له کبله بريالی شو.