لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
پروان: د سړک د غاړي ماين ۷ ملکيان وژلي
د افغان چارواکو په حواله نن، سه شنبه په پروان ولايت کې د سړک د غاړې ماين چاودنه کې ۷ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي. د پروان د ولايتي شورا يوه غړي مولوي مير حمد الله، ويلي چې قربانيان چې يو قومي مشر او يو متقاعد حکومتي چارواکی هم پکښې شامل دی، سيد خيل ولسوالۍ ته پر لار ول چې موټر یې د سړک د غاړې پر ماين برابر شو.
پاکستان: د بيړيو د ټوټو پارچو په ډېران کې چاودنې ۱۰ تنه وژلي
د پاکستان په لسبيله سيمه کې د بېړيو د ټوټو پارچو په ډيران کې په يوه کښتۍ کې د چاودني له کبله لږ تر لږه ۱۰ کارکوونکي وژل شوي او تر۵۰ زيات ټپیان دي. د چارواکو په حواله د مړو شمير ښايي نور هم لوړ شي. د ګډاني د بيړيو د دې ډيران د کارکونکو د اتحادیې مشر وويل چې په دې تيل وړونکې بيړۍ کې تر چاودني وروسته د کښتۍ په انګړ کې اور ولګيد. ده زياته کړه چې اوس هم يو شمیر کارکونکي په بيړۍ کې بند پاته دي.
عمران خان احتجاج درولی دئ
د پاکستان د سترې محکمې له خوا د لومړي وزیر نواز شریف د کورنۍ د غړو د مالي افتضاح د څېړنو له پاره د يوه عدلي کميسيون د ټاکلو تر پريکړې وورسته، د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د سبا له پاره په نظر کې نيول شوی اجتجاج لغوه کړی دی. عمران خان د نوامبر پر دويمه نيټه په اسلام آباد کې د لومړي وزیر نواز شريف د لیري کولو په موخه د يوه ستر لاريون اعلان کړی وو.
عراقي ځواکونو په موصل کې د يوې دولتي ودانۍ د نيولو ادعا کړې
رويترز خبري آژانس په حواله عراقي ځواکونو په موصل کې د دولتي تلويزيون د ودانۍ د نيولو ادعا کړې ده. عراقي ځواکونه او کردي پيشمرګه ملیشې له څه باندي دوو اوونيو راهیسې د موصل د نيولو هڅه کوي. په دې توګه دا لومړۍ مهمه ودانۍ ده چې د دې عملياتو له پيل راهیسې د عراق د ځانګړو ځواکونو له خوا نيول کيږي. د موصل ښار له ۲۰۱۴م کال راهيسې د افراطي ډلې «اسلامي دولت» یا داعش په ولکه کې دی.
م.م: «په يمن کې وضعيت ناوړه دی»
د ملګرو ملتونو د بيړنيو مرستو همغږي کوونکي شټفین اوبراين، د اټکلونو پر اساس يمن په يوه ډير ناوړه وضعيت کې قرار لري. نوموړي د تليفوني تماس له لاري د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته وويل چې که چیري ښکيل اړخونه ژر سولې ته ونه رسيږي نو ټوله سيمه به له سخت ګواښ سره مخامخ شي. ده وويل چې د يمن ۸۰ سلنه ولس چې ۲۱،۲ ميليونه انسانان کيږي، بشري مرستو ته اړتيا لري. دوه ميليونه یمنيان د خوار ځواکۍ ښکار دي.
امريکا د ترکۍ ورځپاڼۍ د مدير پر نيول کيدو نيوکې کړي
امريکا متحدو ايالاتو د ترکیي پر حکومت د اپوزيسيون د ورځپاڼې «جمهوريت» پر ضد د ترسره شويو اقداماتو له امله نيوکې کړي. په واشنګټن کې د بهرنيو چارو وزارت وياند جان کيبربي، وويل چې حکومت «په ترکيه کې د اپوزيسیون پر رسنيو د دولتي فشار د زياتيدو له امله ژوره انديښنه لري.» د «جمهوريت» ورځپاڼي مدير مراد سابونچو او نور کارکونکي د ګولين شبکې او د وسله والو کردي ډلو د ملاتړ په تور نيول شوی.
وينزويلا: د ولسمشر ۵ تنه مخالفان آزاد شوي
په وينزويلا کې د حکومت او اپوزيسيون ترمنځ د ډيالوګ په اړه د توافق په ترڅ کې، د اپوزيسيون د سياستوالو په حواله د دولت د مشر نيکلاس مادورو، پنځه تنه مخالفان آزاد شوي دي. محافظه پال اپوزيسيوین د خپل سياسي بنديانو آزادول د هغه «ملي ډيالوګ» د پرمختګ يو شرط بلل چې د يکشنبې په ورځ د کاتوليکي کليسا په منځګړيتوب پرې توافق وشو.