لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د امريکا ديموکرات ګوند د ايف بي آيي پر مشر نيوکې کړي
د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشرۍ د ټاکنو د کانديدې هيلیري کلنټن ګوندي ملګرو د امريکا د داخلي استخباراتو ايف بي آيي پر مشر جيمز کومي، د نوموړې د بریښنا لیکونو د لانجې په تړاو د پلټنو په بيرته پيولو سختې نيوکې کړي دي. په سنا مجلس کې د ديموکرات ګوند د جناح مشر هیري رايد پر کومي د کلنټن پر ضد د سياسي انګیزه درولودونکي چلند تور پورې کړ. ايف بي آيي د نويو بریښنا لیکونو په اړه د پلټنو لارښونه کړې.
ننګرهار: د قومي مشرانو د غونډې پر مهال ځانمرګی بريد شوی
په جلال آباد کې د يوه قومي مشر په کور کې د جرګې پر مهال يوه ځانمرګي بريد لږ تر لږه ۴ تنه وژلي او ۷ تنه یې ټپیان کړي دي. افغان چارواکو د بريد پړه پر داعش ډلې ور اچولې. د ننګرهار ولايت مقام وياند عطاء الله خوګياڼي وويل: «د پچيراګام ولسوالۍ قومي مشران په يوه شخصي کور کې د خپل منځي شخړې د حلولو او د داعش پر ضد د جبهې د جوړولو په موخه سره راټول شوي ول چې يوه ځانمرګي بريد ګر دغه جرګه په نخښه کړه.»
په روان کال کې افغان ځواکونو ډیر تلفات درولودل
په افغانستان کې په روان کال کې تر اوسه د ټول ۲۰۱۵م کال په پرتله زيات شمير افغان عسکر وژل شوي دي. امريکایي جنرال جان سوبکو، چې د افغانستان د بيارغونې د برخې څارونکی دی، وويل چې د جنوري میاشتې نيولې د اګست تر نيمايي پورې ۵۵۲۳ تنه افغان عسکر وژل شوي دي. نوموړي وويل چې په همدې موده کې ۹۶۶۵ عسکر ټپيان شوي دي. د اټکلونو پر اساس په ۲۰۱۵م کال کې د وسله والو طالبانو له خوا ۵۰۰۰ افغان عسکر وژل شوي.
ترکيه: د جمهوريت ورځپاڼې مسؤل مدير نيول شوی
په ترکيه کې د جولايي مياشتې د کودتا د ناکامۍ هڅې راهيسې د یو شمير منتقدو رسنيو تر بندولو وروسته اوس د «جمهوريت» په نامه د اپوزيسيون د يوې مهمې ورځپاڼې مسؤل مدير مراد سابونچو او نور څلور همکاران نيول شوي دي. د ورځپاڼې د رپوټ په حواله څارنوالۍ په ټولیزه توګه د ورځپاڼې د ۱۴ کارکونکو د نيولو لارښونه کړې. پر «جمهوريت» ورځپاڼه د کردانو د کارګر ګوند او د اسلامي واعظ فتح الله ګولين د ملاتړ تور لګيدلی.
په وينزويلا کې حکومت او اپوزیسیون مذاکرات کوي
په وينزويلا کې حکومت او اپوزيسيون د کاتوليکي کلیسا په منځګړيتوب خبرې اترې پيل کړي. د ليدنې کتنې وروسته د واتيکان له خوا ويل شوي چې دواړو خواو د نورو خبرو اترو پر يوه تګلاره سره توافق کړی. د عيسويانو مذهبي مشر پاپ فرانسسکوس د يوه پيغام له لارې پر دواړو خواو د کړکيچ د زور زیاتي پرته د حلولو غږ وکړ. اپوزیسيون غواړي چې يوه ریفرندم له لارې ولسمشر له واک لیرې کړي خو نوموړی د دې پر ضد سخت مقاومت کوي.
په لبنان کې نوی ريئس جمهور ټاکل شوی
د لبنان پارلمان عیسوي سياستوال ميشال عون د دولت د مشر په توګه ټاکلی. په بيروت کې دغه پخواني جنرال د رای اچونې په دويم پړاو کې اړين اکثريت ترلاسه کړ. ميشال عون د شيعه مليشې «حزب الله» چې د ايران له خوا ملاتړ کیږي، متحد بلل کيږي. نوي ټاکل شوي ولسمشر میشال عون د پخواني سني ولسمشر سعد حريري ملاتړ هم ترلاسه کړی چې نوموړی ښايي د دې په بدل کې بیرته د حکومت مشري په لاس کې واخلي.