لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
په افغانستان کي د کوکنارو کرهڼه ۱۰ فيصده زياته سوې ده
ملګرو ملتونو ويلي دي چي په افغانستان کي به په روان مېلادي کال د تارياکو په توليد کي لس فيصده زياتوالی راسي. دا به د تيرو ۷ کالو راهيسي د تارياکو په توليد کي تر ټولو لويه اضافه وي. د مخدره توکو او جنايتونو په تړاو د ملګرو ملتونو ځانګړي دفتر ويلي دي چي په افغانستان کي د تارياکو په زياتوالي کي يو مهم رول د موسم موزونوالي درلودلی دی.
اشتون کارتر د عراق کوردستان ته تللی
د امريکا د متحده ايالاتو د دفاعي چارو وزير اشتون کارتر د عراق و کوردستان سيمي ته سفر کړی دی. نوموړی غواړي چي په دغه سفر کي د داعش تر ولکې لاندي د موصل ښار د بېرته نيولو د پوځي هڅو څخه کتنه وکړي. دا په داسي حال کي چي د داعش ضد عراقي اتحادي ځواکونه د موصل د نیولو له پاره په لوی پوځي تعرض کي بوخت دي. د امريکايي منابعو په وينا کارتر په ايربيل کي د کوردانو د مشر مسعود برزاني سره خبري وکړې.
پر حلب جګړه لا تنده سوې ده
د سوريې په حلب ښار کي د اوربند د پای ته رسېدو څخه صرف څو ساعته وروسته وسله والې نښتي او جګړه په پوره شدت سره بېرته رامنځ ته سوې ده. دا خبر لندن مېشته د سوريې د بشري حقونو سازمان ورکړی دی. ياد سازمان او په همدې ډول د ياغيانو ډلو ويلي چي د بشارالاسد د ځواکونو او د ياغيانو تر منځ سخته جګړه روانه ده. ويل سوي چي په دې ترڅ کي د اوربند د پای ته رسېدو راهيسي لومړۍ هوايي بمبارۍ هم سوي دي.
په يمن کي پر ياغيانو نوي هوايي بريدونه سوي دي
د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي اتحادی په يمن کي د هوايي بمباريو نوې لړۍ پېل کړې ده. دا په دغه هيواد کي د ډزبندۍ د پای ته رسېدو وروسته. د يمن د بهرنيو چارو وزير عبدالملک المخلفي و فرانس پرېس خبري آژانس ته ويلي دي چي د ملګرو ملتونو د غوښتني سره سم د ډزبندۍ د درو ورځو له پاره غځول به بې فايدې وي. د نوموړي په وينا دا له دې کبله ولي چي هيڅ داسي لېوالتيا نه تر سترګو کيږي چي دغه ډزبندۍ ته به احترام وسي.
د فرانسې په ځنګل کمپ کي اخ وډب رامنځ ته سوی
په ځنګل کمپ مشهور په فرانسه کي د مهاجرو کمپ د تخليه کولو څخه يوه ورځ تر مخه سخت اخ و ډبونه رامنځ ته سوي دي. په دې ترڅ کي تقريبا ۵۰ احتجاج کوونکو د شنبې په ماخستن پر پوليسو ډبري واورولې چي په جواب کي يې پوليسو له اوښکي بهېوونکي ګاز څخه کار واخيست. د فرانسې حکومت غواړي چي په کالې کي واقع دغه غېر رسمي کمپ چي پکښي تقريبا ۷۰۰۰ مهاجر اوسيږي د دوشنبې په ورځ په زور خالي کړي.