لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
يوه افغان عسکر امريکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې
د فرانسې د خبري آژانس په حواله يوه افغان چارواکي ويل چې نن، چهار شنبه سهار يوه افغان عسکر د کابل په ریشخور سيمه کې پر يوه ډله امريکايي عسکرو ډزې وکړې چې په پايله کې یې یو امريکايي عسکر وژل شوي دی. د افغانستان د دفاع وزارت وياند دولت وزيري، وويل: «په دې پیښه کې نور يو شمير امريکايي عسکر ټپيان شوي هم دي.» ويل شوي چې دغه افغان عسکر هم د ډزو په تبادله کې وژل شوی دی.
په افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه اوس هم لوړه ده
ملګرو ملتونو په يوه نوي خپاره شوي رپوټ کې ویلي چې په افغانستان کې د روان ميلادي کال په لومړيو ۹ مياشتو کې ملکي تلفات ۸۳۹۸ تنو ته رسيږي چې له دې څخه يې ۲۵۶۲ تنه وژل شوي او نور ۵۷۳۵ ټپيان دي. دا شميرې د تير کال د همدې مودې په پرتله يو سلنه کموالي ښيي. د يوناما په دې رپوټ کې ويل شوي چې حکومتي ځواکونه د ۲۳ سلنه ملکي تلفاتو باعث شوي. زياته شوې چې د نورو زياتره تلفاتو عامل د دولت مخالفې ډلې دي.
انقره: پوليسو د «اسلامي دولت» ډلې شکمن غړی وژلی
د ترکیې په پلازمينه انقره کې د يوې چاپې پر وخت د ډزو په پايله کې د «اسلامي دولت» ډلې يو احتمالي غړی وژل شوی دی. له دې سره ښايي د اکتوبر په ۲۹ نيټه د ملي ورځې د لمانځلو پر مراسمو د ځانمرګي بريد مخه نيول شوي وي. دولتي خبري آژانس «انادولو» خبر ورکوي چې نيول شوې تن ۲۴ کلن ترکی وګړی دی او د سويل ختيځې سيمې ديارباکير اوسيدونکی دی.
سوريه: ياغيانو د حلب څخه د وتلو وړاندیز رد کړ
د سوريې په جګړه ځپلي ښار حلب کې د اوربند د نافذیدو سربيره هم ياغيان نه غواړي له ښار څخه ووځي. د سوریې د آزاد پوځ په نامه د ياغيانو د معتدلې ډلې يوه مشاور وويل چې ياغيان د دوی د ولکې لاندې دغه سيمه خپل هېواد بولي چې هيڅکله به يې هم پرينږدي. روسيې او سوریې د سه شنبې په ورځ پر دغه ستر ښار خپل بريدونه ودرول. روسيې غوښتنه کړې وه چې معتدل ياغيان او ترهګر بايد د دې وخت څخه په استعفادې سره له ښاره ووځي.
د بدوي ميرمن د خپل ميړه د روغتيا په اړه انديښنه لري
په سعودي عربستان کې د نيول شوي ويب بلاګ ليکونکي رايف بدوي ميرمن د خپل خاوند د روغتيا په هلکه انديښمنه ده. انصاف حيدر له آلمان غږ راډيو سره په خبرو کې وويل چې زه ويره لرم چې د دُرو وهل به ادامه پيدا کړي. دې زياته کړه چې هيله لري د لويديځ حکومتونه د دغه جزا د له منځه وړولو له پاره هلې ځلې وکړي. انصاف حيدرويلي دي چې د يوې باوري سرچينې له خوا يې خبر ترلاسه کړې چې خاوند یې يو وار بيا په دُرو وهل کيږي.
د آلمان کابينې د اتومي کثافاتو په اړه قوانين پر لار واچول
د آلمان حکومت د قوانينو يوه بسته پر لار اچولې چې له مخې به یې د اتومي انرژۍ څخه د لاس پر سر کيدو لګښتونه تنظيم کړل شي. د دې قوانينو له مخې د بريښنا ستر شرکتونه E.ON، RWE او EnBW او واتنفال د ۲۰۱۷م کال په سر کې کابو ۲۳،۶ ميليارده يورو يوه دولتي صندوق ته بايد واستوي تر څو په دې پيسو د څو لسيزو د اټومي کثافاتو د ذخيره کولو مصارف پوره کړل شي.
د چين اقتصادي وده د کال په دريمه ربع کې هم باثباته ده
د کال په دريمه ربع کې د چین اقتصاد باثباته شوی دی. د رسمي شميرو په حواله د جولايي او سبتمبر میاشتو ترمنځ موده کې اقتصادي توليداتو ۶،۷ سلنه وده کړې وه. په پيکنګ کې د احصايي دولتي ادارې له خوا وويل شول چې په ټوليزه وده د ښه وه چې انتظار يې کيده. د لومړۍ او دويمې ربعې له پاره هم د ۶،۷ سلنه ودې اټکل شوې وو. د ټول کال له پاره د ودې هدف په رسمي توګه د ۶،۵ تر ۷.۰ فيصده پورې ټاکل شوی دی.