لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د مصر ساحل ته څيرمه ۲۹ تنه مهاجر ډوب شوي
د رويټرز خبري آژانس په حواله د مصر ساحل ته څيرمه د مهاجرو د يوې کښتۍ د چپه کيدو په نتيجه کې لږ تر لږه ۲۹ تنه وژل شوي. په کښتۍ کې تقريباً ۶۰۰ مهاجر سپاره ول. د «مینا» خبري آژانس د یوه ځايي چارواکي له قوله ویلي: «د غیرقانوني کډوالو يوه کښتۍ چې ۶۰۰ تنه پکښې سپاره ول، د کفر الشيخ ساحل ته څيرمه چپه شوې ده.» ژغورونکې عملې تر اوسه ۱۵۰ تنه ژغورلي دي. په کښتۍ کې د مصر، سوريې او افريقا څخه مهاجر سپاره ول.
په سوريه کې طبي کارکونکي وژل شوي
د سوريې په شمال کې یو ځلي بیا د مرستندويه سازمان کارکونکي وژل شوي دي. د بشري حقونو د څار سوريايي ټولنې له خوا ويل شوي چې حلب ښار ته څيرمه د خان طومان سیمې یو روغتون د بريد ښکار شوی . په بريد کې د «طبي پاملرنې او مرستې سازمان» څلور کارکونکي وژل شوي دي. د دې ټولنې له خوا ويل شوي چې بريد دا درې پوړيزه ودانۍ په بشپړه توګه ويجاړه کړې ده. د ملبې لاندې د نورو قربانيانو د شتون په هلکه انديښنه څرګنده شوې.
په کلن کې نيول شوي ځوان مهاجر د اسلامپالو سره اړيکي لري
د پولیسو په حواله د آلمان په کلن ښار کې د ځانګړو ځواکونو له خوا نیول شوی سوريايي مهاجر د افراطي اسلامپالو سره اړیکې درلودلې. د کولن څارنوال او پوليسو وویل چې د دغه کډوال د لاسي تلیفون ارزونو ښوولې چې ده په بهر کې د اوسيدونکي یوه تن سره تماس درلود چې د «اسلامي دولت» ډلې سره یې اړیکې لرلې او غوښتل یې دی جلب کړي.» له دې سره هغه لومړي شکونه چې ویل کیدل ښايي دا ۱۶ کلن ځوان افراطي شوی وي، سم ثابت شوي دي
اوباما له ميرکل څخه د سرحدونو د پرانيستو له امله مننه وکړه
په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د مهاجرو په سرمشریزه کې ونډه اخيستونکو دولتونو د ۳۶۰ زرو څخه د زیاتو مهاجرو د منولو ژمنه کړې. د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر بارک اوباما وويل چې شا و خوا ۵۰ هيوادونه غواړي په روان کال کې خپلې هلې ځلې نورې هم کړندې او دوه چنده کړي. ده زیاته کړه چې د ۲۰۱۵م کال په پرتله مالي مرسته کابو ۴ نیم میلیارډ ډالر لوړ شوې ده.
د آلمان د اقتصاد وزیر مسکو ته رسيدلی
د آلمان د اقتصاد وزیر نن، چهارشنبه په یوه دوه ورځني سفر مسکو ته تللی. نوموړي هلته له رئیس جمهور ولاډیمير پوټين سره هم وليدل. ګابريل به د حکومت له استازو سره پر دوه اړخیزه اقتصادي اړيکو سربيره د اروپايي ټولنې سره پر اړيکو هم خبرې وکړي. په دې سفر کې د نوموړي سره یو اقتصادي هيئت هم ملتیا کوي. د آلمان د اقتصاد وزارت په حواله د آلماني او روسي شرکتونو ترمنځ په دې وروستيو کې تجارت شاتګ کړی دی.
امریکا د شمالي کوريا پر وړاندې د خپل ځواک مظاهره وکړه
د کوریا پر نیمه ټاپو مخ پر زیاتيدونکو ترنګتيا ته په کتو سره امریکا متحده ايالاتو په يوه اوونۍ کې په دويم ځل جنوبي کوريا ته دوه د ليري واټن ستراتيژيکي بمب غورځونکي الوتکې لیږدولي دي. ويل شوي چې له دوو بمب غورځونکو څخه يو «B-1B» ډوله الوتکه د اوسان پر پوځي هوايي ډګر تر پرواز وروسته بیرته د پاسيفک ګوام ټاپو ته ستنه شوې ده. شمالي کوریا د دوشنبې په ورځ د بله اټومي آزموینه وکړه.