لنډ خبرونه په متن او انځور کې
په سوریه کې اوربند ټينګ دی
په سوریه کې د اوربند د نافذیدو وروسته لومړی شپه تر ډيره آرامه وه. د فعالانو له خوا تر سه شنبې سهاره پورې د امریکا او روسیې په مرسته د رامنځته شوي اوربند څخه د کومو سترو سرغړونو رپوټونه نه وو ورکړل شوي. د یوې ځاي مرستندویه ټولنې یوه کارکونکي وویل چې د اوربند د نافذیدو له وخت نیولې تر لمر پریوتو پورې د سوریې په شمالي ښار حلب کې هم جنګي الوتکې ونه لیدلې شوې.
پاکستان: د شعیه ګانو پر یوه مسجد برید شنډ کړل شوی
د پاکستان په شکار پور ښار کې د شعیه مذهبو پر یوه جومات د ځانمرګي برید هڅه شنډه شوه. د پولیسو یوه ځاي مشر بهار دین خیریو وویل چې یوه ځانمرګي برید ګر د پولیسو د کنترول پر وخت په ځان پورې تړي چاودیدونکي توکي وچول او یو بل احتمالي برید ګر د پولیسو په ډزو ووژل شو. په پیښه کې درې تنه پولیس هم ټپيان شوي دي. تر اوسه پورې چا د دغې پیشې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
دیمیزیر: په آلمان کې نیول شوي کسان د پاریس د بریدونو سره تړاو لري
د آلمان په شلیزوګ هولشتاین ایالت کې ځانګړو پولیسو د یوې چاپې پر وخت د افراطي ډلې «اسلامي دولت» یا داعش درې تنه شکمن غړي نیولي دي. د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیریز، وویل چې د ترهګرۍ په تور نیول شوي دغو سوریايي وګړو، د پلټنو په حواله د پاریس د تیر کال د بریدونو سره تړاو درلود. د نوموړي وزیر په حواله دغه درې تنه د تیر کال په نوامبر میاشت کې په اصطلاح د بالقان پر مسیر آلمان ته رسیدلي ول.
ترکیې له امریکا څخه د ګولین د نیولو رسمي غوښتنه کړې
د ترکیې عدلیې وزارت د امریکا متحده ایالاتو څخه د اسلامي واعظ فتح الله ګولین چې د ترکیې حکومت پرې د کودتا د مسئولیت د لرولو تور لګوي، د سپارلو رسمي غوښتنه کړې. د انادولو خبري آژانس د عدلیې وزارت په حواله خبر ورکړی چې په دې اړوند یو لیک لیږدول شوی دی. د امریکا حکومت د ترکیې څخه د کودتا په هڅه کې د ګولین د ښکیلتیا په اړه د شواهدو د وړاندې کولو غوښتنه کوي. ګولین د ۱۹۹۹م کال راهیسې په امریکا کې میشت دی
اسلبورن: هنګري هیواد باید له اروپايي ټولنې وایستل شي
د اروپايي ټولنې د دولتونو او حکومتونو د مشرانو د لیدنې کتنې تر دمخه د لوګزامبورګ د بهرنیو چارو وزیر ژان اسلبورن ویلي څوک چې د هنګري هیواد په څير د جنګ څخه د تیښتیدلو مهاجرو پر وړاندې خنډونه دروي او یا د مطبوعاتو او عدلیې آزادي تر پښو لاندې کوي هغه باید په موقتي یا دوامداره توګه له اروپايي ټولنې څخه وایستل شي. ده د «دي ویلت» ورځپاڼې ته وویل چې دا د اروپايي ټولنې د ارزښتونو د ساتنې یوازینې لار ده.
برازیل د پاریس د اقلیم تړون لاسلیک کړ
برازیل او پاناما د ۲۷ او ۲۸ هیواد په توګه د پاریس د اقلیم تړون لاس لیک کړ. د برازیل ولسمشر میشل تیمر دا تړون د پارلمان د دواړو خونو څخه تر تصویبیدو وروسته لاسلیک کړ. د پاریس د اقلیم تړون به هغه وخت د اجراء وړ وي کله چې د ۵۵ هغو هیوادونو له خوا لاسلیک شي چې په نړیواله کچه د لږ تر لږه ۵۵ سلنه افرازاتو مسئولیت لري. د کارپوهانو په آند به دا د کال تر پای پورې امکان ولري.