لنډ خبرونه په متن او انځور کې
سعودي وايي ایران هڅه کوي چې حج یوې سیاسي موضوع بدله کړي
په داسې حال کې ایرانیان سږ کال د ویزې د لانجې د نه هواري له امله حج ته نه شي تلای، د ایران او خلیج هیوادونو ترمنځ لهجه تنده شوې ده. د خلیج د همکاریو سازمان نن، چهار شنبه پر تهران د حج پر یوې سیاسي موضوع د بدلولو تور ولګاو. د دغه سازمان مشر د حج په هلکه د ایران د مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي څرګندونې «نامناسبې او توهین آمیزه» وبللې. خامنه اي د حج په تړاو پر سعودي سختې نیوکې کړې وې.
طالبانو پر مرستندویه ټولنې د برید پړه منلې ده
وسله والو طالبانو د پاملرنې یا Care International پر مرستندویه ټولنې د برید پړه منلې ده. دغه ډلې په خپله یوه اعلامیه کې لیکلي چې د خیریه موسسې له ساحې څخه د میلمستون په پلمه په اصل کې د «استخباراتو د پلان جوړونې د مرکز» په توګه کار اخیستل کیده. د دوشنبې به ورځ په دې پیښه کې د امنیتي ځواکونو سره د فایرونو د یوولس ساعته تبادلې وروسته یرغل کونکي ووژل شول او لږ تر لږه شپه تنه ټپيان شول.
یونیسف: ۲۸ میلیونه ماشومان خپل هیواد پریښودو ته اړ شوي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې ادارې یونیسف د یوه نوي رپوټ په حواله په ټوله نړۍ کې کابو ۲۸ ملیون ماشومان د جګړو او روز زیاتي له کبله کورونو پریښودو ته اړ شوي دي. په یوازې سر د مهاجرت کونکو ماشومانو او ځوانانو شمیر مخ پر زیاتیدو دی. په ۲۰۱۵م کال کې کابو ۱۰۰ زرو هغو ماشومانو چې بې له سرپرسته یې سفر کړې وو، په ۷۸ هیوادونو کې یې د پنا غوښتنه کړې چې دا شمیر د ۲۰۱۴م کال په پرتله درې چنده زیات دی.
میرکل: د ترکیې سره د اروپايي ټولنې د مهاجرو تړون ژوندونه ژغورلي
د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل یو ځلي بیا د ترکیې سره د اروپايي ټولنې د مهاجرو له تړون څخه دفاع وکړه. میرکل د بودجې په اړه د عمومي بحث پر مهال وویل چې دغه تړون د دواړو خواو په ګټه دی. دې وویل د تړون را پدیخوا هیڅوک هم په آژه سمندر کې نه دي ډوب شوي. په دې توګه دا تړون د مصر، تونس یا بیا وروسته د لیبیا سره د نورو تړونو له پاره یو ښه مثال دی.
د دویچه ویله له خوا د ترکي وزیر سره د مرکې په سر لانجه کې د آلمان حکومت مداخله کړی
د آلمان حکومت د دویچه ویله له خوا د ترکیې د یوه وزیر سره د ترسره شوې یوې مرکې د فلم د ضبطیدو پر سر لانجه کې مداخله کړې ده. په برلین کې د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند وویل غوښتنه او هیله مو داده چې دا پیښه د ترکیې سره د «نورې ناکرارۍ» باعث نه شي. د دویچه ویله خبریال میشایل فریدمن وویل چې تر مرکې وروسته یې تخینکي ډله د وزارت له خوا د ویډیو د سپارولو په موخه تر فشار لاندې نیول شوې وه.
د م. م. امنیت شورا د شمالي کوریا تازه راکټي آزموینې غندلي دي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د شمالي کوریا له خوا د توغندیو تازه آزموینه «په کلکه وغندله.» د ملګرو ملتونو دې عالي کمیسیون د شمالي کوریا مشرتابه ته سربیره پر دې د «نورو پام وړ اقدامات» ګواښ کړی. د شمالي کوریا د دوست هیواد چین په شمول د امنیت شورا ټولو ۱۵ غړیو دغه اعلامیه تصویب کړه. شمالي کوریا په هغه وخت کې دغه پارونکې آزموینې ترسره کړې چې په چین کې د نړۍ د شلو سترو صنعتي هیوادونو G20 غونډه روانه وه.
د اروپايي ټولنې له خوا پر روسیې لګول شوي بندیزونه دوام لري
اروپايي ټولنې د اوکراین د کړکیچ په تړاو پر روسیې د سفر او بانکي حسابونو لګول شوي بندیزونه غځولي دي. له دې بندیزونو څخه کابو ۱۵۰ اشخاص او د ۳۰ زیات شرکتونه اغیزمن دي. دا بندیزونو د نور یوه کال له پاره غځول شوي دي. د روسیې پر ضد اقتصادي بندیزونه لا په جولايي میاشت کې غځول شوي ول. دا جزايي اقدامات په ۲۰۱۴م کال کې د روسیې له خوا د اوکراین په ختیځ کې د بیلتون غوښتونکو د ملاتړ له امله لګول شوي ول.