لنډ خبرونه په متن او انځور کې
تاجیکستان د افغانستان سره پر پوله عسکر زیات کړي
د رویترز خبري آژانس په حواله تاجیکستان د افغانستان سره پر پوله د قاچاق، برمتې او اسلامپالو د ګواښونو له کبله د امنیتي ساتونکو شمیر زیات کړې دی. د دواړو هیوادونو ترمنځ سرحدي سیمه د مخدره موادو د قاچاق ستر میسر هم بلل کیږي چې دغه مواد بیا مرکزي آسیا، روسیه او اروپا ته رسیږي. د سرحدي ځواکونو یوه ویاند وویل چې حکومت پر پوله ګواښونو ته د ځواب ویلو په موخه د عسکرو او پوستو د شمیر د زیاتولو پریکړه کړې.
م.م. په فلوجه ښار کې د بندو پاتو ملکیانو په اړه اندیښنه څرګنده کړې
ملګرو ملتونو د عراق د فلوجه ښار د هغه ۳۰۰ تر ۴۰۰ کورنیو په اړه اندیښنه ښوولې چې د «اسلامي دولت» ملیشو له خوا ترې د دفاعي ډال په توګه استعفاده کیدلای شي. په نیویارک کې د عراق له پاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیالې لیز ګرانده وویل چې دغه ډلې د فلوجه ښار مرکز ته ډيرې کورنۍ انتقال کړي او دوی ته د دغه ځای څخه د وتلو اجازه نه ورکوي. د عراق پوځ د دوشنبې په ورځ ښار ته د ننوتو هڅې پیل کړي.
د ارمنستان ولسمشر د آلمان د پارلمان استازو ته خبرداری ورکړی
د ارمنستان ولسمشر سیرژ سرکیسیان د آلمان پارلمان استازو ته د پنجشنبې په ورځ د ارمنستان په اړه د یوه پریکړه لیک د ردولو څخه خبرداری ورکړې. د «بیلد» ورځپانې سره د خبرو پر وخت نوموړي وویل: «د آلمان یو سیاستوال هم له دې څخه سترګې نه شي پټولای چې ۱۰۱ کاله مخکې د شلمې پیړۍ د لومړیو سستماتیکه نسل وژنو څخه یوه ترسره شوې. سرکیسیان د اروپايي ټولنې او ترکیې ترمنځ د مهاجرو پر تړون هم نیوکې وکړې.
په مي میاشت کې آلمان ته ډیر کم مهاجر راغلي
آلمان ته د راتلونکو مهاجرو شمیر په مي میاشت کې نوی تر ټولو ټيټې کچې ته رسیدلی. د آلمان فدرالي پولیسو له خوا ویل شوي چې په تیره میاشت کې ۴۴۷۰ تنه مهاجر له سرحدونو له لارې آلمان ته داخل شوي دي چې دا په اوسط ډول د ورځې کابو ۱۴۴ تنه دي. د پولیسو د احصایې په حواله په اپریل او مي هر یوه میاشت کې آلمان ته د ۵۵۰۰ مهاجرو په شا او خوا کې رسیدلي دي.
د کوسوو ماموریت کې د آلماني عسکرو شمیر راکمیږي
په کوسوو کې به په راتلونکي کې د آلمان پوځ د عسکرو شمیر د ۱۸۵۰ څخه ۱۳۵۰ ته راټیت کړل شي. د آلمان کابینې په دغه ماموریت کې اړوند بدلون تصویب کړ. په اصل کې دا پریکړه د عسکرو د رسمي وروستي برید په اړه شوې ځکه چې په کوسوو کې دمګړۍ په اصل کې یوازې ۷۸۰ عسکر په دنده بوخت دي. د ناټو د دې دایمې ماموریت موخه د صربستان په دې پخواني ایالت کې چې د ۲۰۰۸ م کال راهیسې یو خپلواک هیواد دی، د ثبات ټينګول دي.
مصر چارواکي: د راپریوتې الوتکې تور بکس موندل شوی
د مصر د هوايي لیکې د یوې الوتکې تر سقوط دوه اوونۍ وروسته د فرانسې سمندري ځواک کښتیو په مدیترانې سمندرګي کې احتمالاً د الوتکې تور بکس په نخښه کړې. د مصر د هوايي چلند وزارت له خوا ویل شوي چې کښتۍ یو سنګال نیولی چې احتمالاً د الوتکې د تور بکس څخه وي. دغه سګنال په هغه سیمه کې نیول شوې چیرته چې د دغه ایربس په ملبه پسې لټه روانه ده.