لنډ خبرونه په متن او انځور کې
کابل: په برید کې د وژل شمیر ۲۸ ته لوړ شوی
په کابل کې د یوې درنې چاودنې په نتیجه کې د وژل شویو شمیر ۲۸ ته لوړ شوی دی. لکه څنګه چې پولیسو ویلي د ملي امنیت د مرکزي دفتر سره نژدې یو موټر چول شوي وو. زیاته شوې چې زیاتره وژل شوي کسان ملکي وګړي دي. سربیره پر دې د ۳۰۰ تنو د ټپي کیدو خبر هم ورکړل شوی. د برید پړه وسله والو طالبانو چې یوه اوونۍ د مخه یې د خپل پسرلینو عملیاتو د پیل اعلان کړې وو، منلې ده.
مردان: ځانمرګي برید ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
د آلمان د خبري آژانس «ډي پي ای» په حواله د خیبر پښتونخوا په مردان کې د مالیې په حکومتي دفتر کې د ځانمرګي برید په نتیجه کې یو تن وژل شوی او ۱۲ ټپيان دي. د پولیسو یوه سیمه ییز مشر عاشق حسین خان وویل چې د دوو ټپيانو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی. دا برید په داسې حال کې ترسره کیږي چې د پاکستان حکومت یوه ورځ د مخه اعلان وکړ چې په قبایلي سیمو کې یې د ترهګرو پر ضد ستر عملیات په کامیابۍ سره سر ته ورسول.
اروپايي ټولنه د لیبیا سره د ساحلونو په ساتلو کې مرسته کول غواړي
د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه غواړي د لیبیا د نوي ملي وحدت د حکومت سره د غیر قانوني مهاجرت سره د مبارزه په برخه کې د ساحلي پولیسو د روزنې له لارې مرسته وکړي. په لوګزامبورک کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو د یوې مشورتي غونډې وروسته وویل چې اروپايي ټولنه چمتو ده د ملي یووالي د حکومت پر غوښتنه په امنیتي برخه کې کومک وکړي.
د سوریې اپوزیسیون د سولې خبرې اترې ځنډولي دي
په سوریه کې د نویو نښتو له کبله د احتجاج په توګه د سوریې اپوزیسیون قسما په ژنیو کې د مذاکراتو پر شا شوی دی. د سوریې د اپوزیسیون د مذاکراتو د عالي کمیټې همغږي کونکي ریاض حجاب وویل دوی په داسې حال کې چې پر ملکي وګړو بمبارۍ او په لوږه کې ساتلو ته دوام ورکوي، د سولې خبرې اترې جاري نه شي ساتلی. د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي شټیفان دیمستورا وویل چې له دواړو اړخونو سره به خبرو اترو ته ادامه ورکړي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غوندې پر وخت جنجال
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې غونډې پر وخت د اسرائيلو د یوه استازي او د فلسطنیانو د استازي ترمنځ جنجال رامنځ ته شو. د اسرائیلو نماینده ډیني دینون د فلسطنیانو پر استازی ریاض منصور د منځني ختیځ په اړه د جرګه ګۍ د غونډې پر وخت په لوړ غږ د ترهګرۍ د ستاینې تور لګولی. دواړو اشخاصو د میکروفون له لارې یو بل ته سپکې سپورې وویلي.
د برازیل ولسمشره وايي د بې عدالتۍ قرباني شوې
د برازیل ولسمشره دیلما روسف نه غواړي له واک څخه لاس په سر شي. د یکشنبې په ورځ په پارلمان کې د نوموړې څخه د واک د اخیستو په هلکه د رای اچونې په هکله نوموړې وویل چې دا د یوې سترې بې عدالتۍ قرباني ده. دغې سیاستوالې وویل چې هغه د قوت او جزأت خاونده ده او خپلې مبارزې ته به ادامه ورکړي. د کانګرس د دوهمې خونې دوه په دریمه برخه استازو د نوموړې څخه د واک د اخیستو د پروسې د پيلولو په پلوۍ رای ورکړه.