لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د اېتالیې ساحلي پولیسو د ۴۰۰۰ زیات مهاجر ژغورلي
د بالکان د لارې تر تړل کیدو وروسته اوس د شمالي افریقا څخه مهاجر په خطرناکه سمندري لار اېتالیی ته د رسیدو هڅه کوي. د اېتالیې د ساحلي ګارډ په حواله د دوشنبې او سه شنبې پر ورځو د ۴۰۰۰ زیات مهاجر د افریقا او اېتالیی د سیسلیا ټاپو ترمنځ اوبو کې له کښتیو ژغورل شوي دي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر اساس د روان میلادي کال له پیل راهیسې تقرییاً ۲۰ زره مهاجر د مدیترانې له لارې د اېتالیې ساحلونو ته رسیدلي دي.
په جنوبي کوریا کې نوی پارلمان ټاکل کیږي
په جنوبي کوریا کې نن، چهار شنبه نوی پارلمان وټاکل شو. د ځوان نسل د نارضایت سربیره هم د نظر پوښتنو په حواله د ولسمشرې پارک ګوین هويي د «سایروني» په نامه محافظه پال ګوند مخکې دی. په ټولیزه توګه ۴۲ ملیون د رای د ورکړې مستحقو کسانو د پارلمان د ۳۰۰ څخه د زیاتو غړو د ټاکلو له پاره خپله رای وکاروله. د ۲۰۱۲م کال په ټاکنو دغه د «سایروني» ګوند د پارلمان ۱۵۲ څوکۍ ګټلې وې.
په آلمان کې د اسلام په اړه د یوه قانون غوښتنه
د آلمان د مسیحي سوسیال ګوند عمومي منشي اندریاس شویر په آلمان کې د اسلام په اړه د یوه قانون غوښتونکی دی څو دباندې څخه د جوماتونو د تمویل مخه ونیوله شي. د «دي ویلټ» ورځپاڼې ته نوموړي وویل چې سړی باید د سیاسی اسلام په اړه لا زیات او په انتقادي توگه بحث وکړي، ځکه د هغه په نظر همدا سیاسی اسلام دی چې د ادغام د مخنیوي هلې ځلې کوي. ده وویل چې د یوه مذهب سره د چلند له پاره یوه ځانګړي قانون ته اړتیا ده.
ډيري مهاجرو د ایډومیني کمپ او د پيراوس بندر پریښې
د یونان ـ مقدونیا پر سرحد د ایډومیني د مهاجر کمپ او د پيراوس له بندر څخه وار په وار ډیري مهاجر وځي. د دولتي تلویزیون په حواله یوازې د سه شنبې په ورځ د ۱۰۰۰ زیاتو کډوالو پیراوس پریښې دی. زیاته شوې چې دغلته په کمپ کې واس یوازې ۳۸۰۰ مهاجر پاتې دي. یوه شپه تر مخه تقریباً ۵۰۰ کډوال د ایډومیني له کمپ څخه هم وتلي دي. په دې کمپ کې په دې وروستیو کې تقریباً ۱۱ زره انسانان دیره ول.
د اېتالیا پارلمان په اساسي قانون کې اصلاحات تصویب کړل
د اېتالیا پارلمان په اساسي قانون کې هراړخیزه اصلاحات تصویب کړل. د لومړي وزیر ماتیو رینزي له خوا وړاندې شوې مسوده د غړو د قاطع اکثریت له خوا ومنل شوه. د دې څخه هدف د پارلمان د دوهمې خونې یعني سنا مسئولیتونه ډیر محدود کړل شي. د سناتورانو شمیر به د ۳۱۵ څخه ۱۰۰ ته راټیټ کړای شي. په دې توګه به د قوانینو په اړه ژر پریکړه کیږي او سیاسي نظام ثبات ومومي.
د سوریې د سولې د مذاکراتو دریم دور به چهار شنبه ماښام پیل شي
د سوریې د سولې د خبرو اترو دریم پراو چهار شنبه ماښام په ژنیو کې پیل شي. د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي سټیفن دیمستورا د د دفتر له خوا ویل شوي چې نوموړی به لومړی د اپوزیسیون له استازو سره وګوري. د سوریې د حکومت هیئت به په هیواد کې د پارلماني ټاکنو له کبله وروسته په خبرو اترو کې شامل شي. دیمستورا د سه شنبې په ورځ په تهران کې د ایران د حکومت له استازو سره د مذاکراتو د نوي پړاو په اړه خبرې اترې وکړې.