لنډ خبرونه په متن او انځور کې
عراق: څانمرګو بریدونو مرگ ژوبله اړولې
په عراق کې د پرله پسې بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي دي. زیاتره دغه ځانمرګي بریدونه ول چې د ۶۰ زیات انسانان پکښې ټپیان شوي هم دي. د دغه بریدونو هدفونه شیعه ملیشې او عراقي عسکر ول. افراطي ډلې «اسلامي دولت» د بریدونو پړه منلې ده. سربیره پر دې په موصل کې د ترکیې کونسلګري چې د «اسلامي دولت» ملیشو له خوا نیول شوې وه، د امریکا په مشرتوب ائتلاف د یوه هوايي برید په پایله کې ویجاړه شوې ده.
یونان ته نوي مهاجر رسیدلي
ترکیې ته د مهاجرو د بیرته لیږدولو سربیره هم یونان ته د نویو مهاجرو ورتگ دوام لري. د مهاجرو د بحران د چارو یوناني ادارې ویلي دي چې په تیرو ۲۴ ساعتو کې ۳۳۹ نوي پناه غوښتونکي د ترکیې څخه د یونان آژه ټاپوګانو ته رسیدلي دي. د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د ترسره شوي تړون له مخه یونان د دوشنبې له ورځې د لیسبوس او خیوس له ټاپوګانو څخه ۲۰۲ په غیر قانوني لارو راغلي مهاجر د ترکیې دیکیلي بندر ته واستول.
آلمان ته له ترکیې څخه لومړي سوریايي کډوال راورسیدل
د آلمان هانور ښار ته د دوشنبې په ورځ هغه لومړني سوریايي مهاجر را رسیدلي چې اروپايي اتحادیې ته یې په قانوني لار له ترکیې څخه اروپا ته د تللو اجازه درلوده. دغه مهاجر به په لومړي سر کې د ګوتنګن ښار سره نژدې د فریدلند د نوم ثبتولو کمپ ته ولیږدول شي. غرمه مهال به نور مهاجر هم هانور ته ورسیږي. سوریايي جنګ ځپلي مهاجر د اروپايي ټولنې او ترکیې ترمنځ د رامنځته شوي تړون له مخې د آلمان له خوا منل کیږي.
یمن: ولسمشر هادي نوی لومړی وزیر نومولی
د یمن ولسمشر عبد ربو منصور هادي لومړی وزیر خالد بحاح له دندې ګوښه کړی. ولسمشر پر نوموړي د نورو سربیره د اقتصاد او امنیتي سیاست په برخه کې د ناکامۍ تور لګولی. بحاح چې مرستیال ولسمشر هم وو، احمد بن داغر یې د ځای ناستي په توګه نومول شوی. دا ګام په داسې حال کې اخیستل کیږي چې د اپریل پر لسمه نیټه د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د حکومتي ځواکونو او یاغیانو ترمنځ پلان شوی اوربند عملي کیږي.
«د النصره جبهې یو مشر په هوايي برید کې وژل شوی»
د فعالانو په حواله د سوریې په شمال لویدیځ کې د هوايي بریدونو په نتیجه کې تر ۲۰ زیات تندلاري اسلامپالي وژل شوي دي. د بشري حقونو د څار سوریايي ټولنې او د یاغیانو له خوا په ورکړل شوي رپوټ کې ویل شوي چې په وژل شویو کې د القاعدې د ترهګرې شبکې متحدې النصره جبهې یو ویاند هم شامل دی. زیاته شوې چې ابې فراس السوري په ادلیب ولایت کې د نورو لوړ پوړو تندلارو سره د لیدنې کتنې پر وخت د برید هدف ګرځیدلی دی.
د آذربایجان او ارمنستان د پوځونو ترمنځ نوی نښتې شوي
د جنوبي قفقاز د نگورنو قره باغ پر سر د جګړې په ترڅ کې د آذربایجان له خوا د اور بند د یوه طرفه اعلان سربیره هم د یکشنبې په ورځ د ارمنستان د ځواکونو سره نښته ترسره شوې. د دغه لانجمنې سیمې چارواکو پر سرحدي کرښه د جګړې رپوټ ورکړی. د ارمنستان د دفاع وزارت له خوا ویل شوي چې د آذربایجان له خوا د توپونو ګوزارونه دوام لري. د څو کالو وروسته د اوونۍ په پای کې په ترسره شوې جګړه کې ۳۰ عسکر ووژل شول.