لنډ خبرونه په متن او انځور کې
خیبر پښتونخوا: دوه پولیس په ډزو وژل شوي
د خیبر پښتونخوا په ډيره اسماعیل خان ولسوالۍ کې دوه پولیس د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوي. د ځايي پولیسو مشر عبدالغفور آفریدي د فرانس پریس خبري آژانس ته وویل چې دغه دوه تنه پولیس په دنده بوخت ول چې په موټر سايکل سپرو وسله والو پرې ډزې پیل کړې. همدا راز په یوه بله پیښه کې نامعلومو وسله والو په پیښور ښار کې د استخباراتو یو متقاعد کارکوونکی هم په ډزو وژلی.
د بروکسل د هوايي ډګر برید کوونکي پيژندل شوي
د بلجیم رسنيو خبر ورکړی چي د بروکسل پر هوايي ډګر ځانمرګي بریدکوونکي پېژندل شوي دي. د بلجيم RTBF رسنۍ ويلي دي چې برید کوونکي ورونه وو او خالد او ابراهيم البکرويي نومیدل.زیاته شوې چې د دوی هویتونه پولیسو ته معلوم ول. د یوې ورځپاڼې په حواله د دوی دریم ملګری هم پیژندل شوی. په دغه دریم احتمالي برید ګر پسې لټه روانه ده. ځانګړو ځواکونو تر چهار شنبې سهاره د بروکسل د شاربیک په سیمه کې ډیرې ودانۍ تلاشي کړې.
شتاین مایر پر روسیې د ترهګرۍ پر ضد د شریکې مبارزې غږ وکړ
د بروکسل د بریدونو وروسته د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر په روسیه کې د ترهګرۍ پر ضد د شریکې مبارزې موضوع مطرح کړه. نوموړي د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګې لاوروف سره د خبرو اترو پر وخت وویل چې د دغه ګډ تهدید پر ضد به ګډه مبارزه زموږ ټولو په ګټه وي. شتاین مایر به د لاوروف ترڅنګ د روسیې د ولسمشر ولاډیمیر پوټین او لومړي وزیر دیمیتري میدویدیف سره هم وګوري.
روسیې او فنلډ یو له بل سره خپله پوله تړلی ده
روسیه او فنلنډ پر خپل منځي سرحد د سفر شرایطو سختولو په اړه یوه توافق ته رسیدلي څو په شمال کې د سکاندیناوي هیوادونو سره د ۱۳۰۰ کیلومتره اوږدې پولې څخه د مهاجرو د غیرقانوني راتګ مخه ونیوله شي. د دغه توافق له مخې به په راتلونکو شپږو میاشتو کې یوازې روسان، فنلندیان او د سپینې روسیې وګړي له دغه سرحد څخه د تیریدو اجازه ولري. فنلنډ په دې توګه د مهاجرت د نویو غیرقانوني لارو د رامنځته کیدو مخه نیول غواړي.
ګاوک په چین کې پر بشري حقونو ټینګار وکړ
د آلمان رئیس جمهور یوآخم ګاوګ چین ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د بشري حقونو او دیموکراسۍ موضوعګانې مطرح کړې. شنګهاې کې محصلینو ته د وینا پر مهال نوموړي وویل چې آزادۍ ته د انسانانو لیوالیتا تل ځانته لارې خلاصوي. ده وویل چې د فردي آزادۍ ځای په دایمې توګه د مادي او یا ټولینز مقام په واسطه نه شي نیول کیدلای. ګاوک د خپلې وینا پر مهال د آلمان د تاریخ یادونه هم وکړه.
لابیریا د ایبولا د خطر له امله د ګینیا سره خپل سرحد تړلی
د لویدیځې افریقا په ګینیا کې د ایبولا د نویو پيښو وروسته لایبیریا له دغه ګاونډي هیواد سره خپل سرحد تړلی دی. د لایبیرا د اطلاعاتو وزیر وویل چې دا یو احتیاطي ګام دی. د دې تر دمخه د ګینیا چارواکو اعلان کړې وو چې ډیري انسانان په دغه ویروس د اخته کیدو وروسته مړه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې دغه هیواد درې میاشتې د مخه د ایبولا څخه پاک اعلان شوی وو. په سیرالیون کې هم د ایبولا ډيرې پیښې ثبت شوې دي
اوباما په کیوبا کې خپل تاریخي سفر پای ته ورساوه
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما کیوبا ته د خپل سفر په پای کې د دولت د مشر راول کاسترو سره په ګډه د کیوبا د ملي لوبډلې او د فلوریدا د ټیم ترمنځ د بیسبال یوه لوبه ولیدله. د لوبې تر دمه د بروکسل د قربانیانو په خاطر د یوې دقیقې چپتیا غوره کړه. د کیوبا ولس ته د وینا پر مهال اوباما ټینګار وکړ چې د خپل سفر سره غواړي د «سړی جګړې د وخت پاتې شوي دفن کړي» اوباما له کیوبا څخه ارجنټاین ته سفر وکړ.
د سومالیا پوځ وايي د الشباب ډله یې ځپلې ده
د سومالیا پوځ د دوی د معلوماتو پر اساس د افراطي اسلامپالو ملیشو «الشباب» ۶۵ جنګیالي وژلي. د پوځ یوه مشر وویل چې سربیره پر دې د هیواد د شمال ختیځ د پنتلانت په نیمه خپلواکه سیمه کې په تیرو وروځو کې د نښتو پر مهال د ۳۰ زیات جنګیالي نیول شوي هم دي. د پنتلانت د اطلاعاتو وزیر حتی د ۱۶۰ جنګیالو د وژلو او د ۱۰۰ څخه د زیاتو د نیولو خبره وکړه. تیره اوونۍ دغه ډلې پر ډیرو ساحلي سیمو یرغلونه کړي ول.