لنډ خبرونه په متن او انځور کې
«ناټو به اوږده موده له افغانستان څخه ملاتړ وکړي»
د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبیرګ په یوه ناڅاپي سفر کابل ته تللی. نوموړي د ولسمشر محمد اشرف غني او همدا راز په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د نوي قوماندان جان نیکلسن سره هم ولیدل. په یوه شریکه مطبوعاتي غونډه کې ستولتنبیرګ وویل چې افغان ځواکونه یوازې نه دي او ناټو به اوږده موده له افغانستان څخه ملاتړ وکړي.
برلین: په یوه موټر کې چاودنې یو تن وژلی
په برلین کې د یوه موټر د چاودنې وروسته، پلټونکي د یوې هدفي وژنې اټکل کوي. د پولیسو یوه ویاند وویل چې د جنايي جرمونو د وژنې د قضیو کمیسیون به دغه قضیه وڅيړي. پر یوه لویه لار د سهار د ګڼې ګونې پر وخت په یوه «فولکس واګن» پسات موټر کې چاودنه وشوه چې له امله یې د موټر چلونکی ځای پر ځای ومړ.
روسیې د سوریې څخه د عسکرو په راویستلو پیل وکړ
د ولسمشر پوټين له خوا د سوریې څخه د روسیي عسکرو د راويستلو تر اعلان وروسته د عسکرو د یوې برخې په راویستو پیل شوی. د انترفکس د خبري آژانس په حواله د لاذفیه ایالت د همایمیم په پوځي اډه کې د عسکرو بیرته روسیې ته د لیږدولو له پاره چمتووالې نیول کیږي.. ولسمشر پوټین د دوشنبې په ورځ په ناڅاپي توګه سر له نننۍ سه شنبې څخه د سوریې څخه د روسیې د ځواکونو د راایستلو لارښوونه وکړه.
د م.م. ځانګړي استازي د سوریې څخه د روسیې د ځواکونو ویستل وستایل
د سوریې له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي شټیفن دیمستورا د سوریې د جګړه ځپلي هیواد څخه د روسیې د ځواکونو ویستل د یوه مهم پرمختګ په توګه وستایل. نوموړي نن، سه شنبه په ژنیو کې وویل چې د عسکرو ویستل کیدای شي د شخړې د سیاسي حل د موندلو په خبرو اترو مثبت اغیز ولري. دیمستورا غواړي د ژنیو په خبرو اترو کې د اسد حکومت او اپوزیسیون د یوه انتقالي حکومت جوړولو ته اماده کړي.
«اسلامي دولت» په لیکو کې د ماشوم عسکرو شمیر زیات شوی
د امریکا متحده ایالاتو د اټکلونو په حواله افراطي ډلې «اسلامي دولت» له دې امله د ماشوم جنګیالو را جلبولو زیات کړي چې ډیر شمیر بالغ جنګیالي د دوی له لیکو څخه فرار کوي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کیربي وویل چې مخکې به ماشومان په تیره بیا د معلوماتو د راټولو او یا د ځانمرګو بریدونو له پاره کارول کیدل، چې اوس هم دا کار روان دی خو اوس ماشومان د بالغو جنګیالو سره اوږه په اوږه جګړو کې هم برخه اخلي.
میانمار: د څو لسیزو وروسته یو ملکي تن د ولسمشر په توګه ټاکل شوی
په میانمار کې د سولې نوبل جایزه ګټونکې او د اپوزیسیون د سیاستوالې اونګ سان سوچي یو اعتمادي تن د ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی. ۶۹ کلن هتین کیاو په یوه غونډه کې د پارلمان د دواړو خونو د ۶۵۲ غړیو څخه د ۳۶۰ رای ترلاسه کړې. له دې سره نوموړی د څو لسیزو راهیسې لومړی ملکي رئیس جمهور دی. په نومبر میاشت کې د سان سوچي ګوند «این ایل ډي» په پارلماني ټاکنو کې کابو څلور په پنځمه برخه چوکۍ ګټلې وې.
شمالي کوریا د نویو اټومي وسلو او توغندیو آزموینه کوي
د نړیوالو بندیزونو سره سره شمالي کوریا غواړي د نویو اټومي وسلو او توغندیو آزموینه وکړي. د شمالي کوریا دولتي رسنیو خبر ورکړې چې واکمن کم یونګ اون لارښونه کړې چې په نژدې موده کې باید د اټومي سرګولو د چاودنې او همدا راز د دې سرګولو د لیږد له پاره د بالستیک یا قاره يي توغندیو آزموینه ترسره شي. شمالي کوریا لا د جمعې په ورځ د دغه ډول آزموینو ګواښ کړې وو.