لنډ خبرونه په متن او انځور کې
چارسده: ځانمرګي ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
د خیبر پښتونخوا ایالت په یوه محکمه کې د یوه ځانمرګي برید په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي دي. د سیمې د پولیسو مشر جهانګیر ستار وویل چې برید د چارسدې د شبقدر سیمې په یوه محکمه کې رامنځ ته شوی دی. د هغه په خبره په وژل شویو کې درې ښځې او یو پولیس هم شامل دی. د ۳۰ څخه د زیاتو انسانانو د ټپي کیدو خبرونه هم ورکړل شوي دي. پاکستاني طالبانو د برید پړه منلې ده.
مېرکل د بالکان د لارې له تړلو سره مخالفت ښوولی
د آلمان صدراعظمې انګلا مېرکل د اروپايي اتحادیې د مهاجرو تر سرمشریزه لږ دمخه د بالکان لارې د تړولو له یوې غوښتنې سره مخالفت ښوولی دی. په بروکسل کې د غونډې ځای ته تر رسیدو وروسته نوموړې وویل: «دا نه شي کیدای چې داسې یوه پریکړه دې وشي.» مېرکل زیاته کړه چې په دې موخه له ترکیې سره په شریکه یوه «تل پاتې حل» ته اړتیا ده.
د سوریې د اپوزیسیون ډله د سولې په خبرو اترو کې ګډون کوي
د سوریې اپوزیسیون غواړي چې د سوریې د کړکیچ د حلولو په موخه د خبرو اترو په نوي پړاو کې ګډون وکړي. د مذاکراتو د عالي کمیټې یوه ویاند وویل چې دوی د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د ژنیو په خبرو اترو کې د شاملیدو پریکړه کړې ده. په دغه کمیټه کې د سعودي عربستان په هلو ځلو د اپوزیسیون او یاغیانو ډیرې ډلې سره راټولې شوي دي.
په تونس کې امنیتي ځواکونو ۱۳ وسله وال وژلي
د تونس امنیتي ځواکونو د لیبیا سرحد ته څيرمه یو ځلي بیا د شکمنو تندلارو سره په نښتو کې لږ تر لږه ۱۳ یرغل کونکي وژلي دي. د دفاع وزارت له خوا ویل شوي چې د دوشنبې پخ سهار «ترهګرو» په بنقردان ښار کې پر یوه پوځي چاوڼۍ یرغل وکړ. زیاته شوې ده چې د یرغل پر وړاندې مقاومت وشو خو لږ تر لږه ۱۳ وسلوال او یو عسکر د نښتو په ترڅ کې ووژل شول. شپږ یرغل کونکي په زخمي حالت کې نیول شوي دي.
«د یونان - مقدونیا پر پوله ۱۳۰۰۰ انسانان بند پاتې دي»
د یونان - مقدونیا پر سرحد کې د مهاجرو شمیر وار په وار زیاتیږي. د بې سرحده ډاکټرانو د مرستندویه ټولنې همکارې کونستاسه تایزن وویل چې د دوشنبې په ورځ د ایدومیني سیمې ته نژدې د پرتو مهاجرو شمیر کابو ۱۳۰۰۰ ته رسیدلی. د اوونۍ په پای کې هم یوازې کمو انسانانو ته د مقدونیې له پولې څخه د تیریدو اجازه ورکړل شوه. یوازې د قانوني اسنادو درلودونکي سوریایي او عراقي وګړي له سرحد څخه تیریدلای شي.
شتاین مایر د سوریې په اړه د خبرو اترو په موخه ابوظبي ته تللی
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر متحده عربي آماراتو ته په سفر تللی. د سوریې کړکیچ د خبرو اترو مهمه موضوع جوړوي. شتاین مایر به په پلازمینه ابو ظبۍ کې پر نورو سربیره د وليعهد شیخ محمد بن سید النیهان سره هم وګوري.
شمالي کوریا امریکا او جنوبي کوریا ته د اتومي برید ګواښ کړی
د امریکا متحده ایالاتو او جنوبي کوریا د ګډو پوځي مانورو له پیل څخه د مخه شمالي کوریا یو وار بیا دواړه هیوادونه په اتومي وسلو ګواښلي دي. جنوبي کوریا او امریکا نن، دوشنبه خپل کلني گډ پوځي تمرینونه پيلوي چې ۱۰ زره عسکر پکښې ګډون کوي. لا د مارچ د میاشتې په سر کې د ملګرو ملتونو له خوا د بندیزونو تر سختیدو وروسته، د شمالي کوریا واکمن د یوې جوابي حملې په موخه د اتومي وسلو د چمتو کولو امر کړې وو.