لنډ خبرونه په متن او انځور کې
« په حلب کې ۵۰۰ انسانان وژل شوي»
د رویټرز خبري آژانس په حواله د سوریې په حلب ښار کې د عیني شاهدانو په وینا لږ تر لږه ۵۰۰ انسانان وژل شوي دي. د بشري حقونو د څار سوریايي ټولنې ویلي چې دغه وژل شوي د دواړو ښکیلو خواو جنګیالي دي. خو لږ تر لږه ۱۰۰ تنه ملکیان هم د فرورۍ میاشتې په سر کې د دغه جګړې له پیل راهیسې وژل شوي دي. د ولسمشر بشارالاسد ځواکونه د تیرو څو وروځو راهیسې د حلب پر لور چې یاغیانو سنګر دی، پرمختګ کوي.
د ترکیې پر سرحد چاودیدونکي توکي نیول شوي
د ترکېې پوځ د سوریې سرحد ته څيرمه په پراته ښار کارکامس کې د ۳۴ کسانو د یوې ډلې سره چې ۲۰ ماشومان او ۱۰ ښځې هم پکښې شاملې وې، ۱۵ کیلوګرامه چاویدونکي توکي نیولي دي. یوه میاشت مخکې د افراطي ډلې «اسلامي دولت» یوه احتمالي غړي چې له سوریې څخه یې ترکیې ته سفر کړې وو، د استانبول په زاړه ښار کې ځانمرګې برید وکړ او ۱۱ آلماني سیالانیان یې ووژل.
ترمپ او ساندرز د نیوهیمشایر مقدماتي ټاکنې ګټلي
د جمهوري غوښتونکو د ولسمشرۍ کاندید دونالد ترمپ او د ډیموکراتانو کاندید برني ساندرز په نیو هیمشایر ایالت کې دوهمې مقدماتي ټاکنې ګټلي دي. د شمیر شویو نیمايي رایو څخه د ډیموکراتانو کاندید ساندرز ۵۹ سلنه رای ترلاسه کړي دي. پخوانۍ لومړۍ وزیرې هیلري کلنټن چې د ایوا مقدماتي ټاکنې یې ګټلې وې، ۳۹ سلنه رای ترلاسه کړي. د جمهوري غوښتونکو له خوا دونالډ ترمپ د لومړیو نتایجو پر اساس ۳۴ سلنه رای اخیستي دي.
جعلي پاسپورټ جوړونکي نیول شوي
د تایلند پولیسو د جعلي اسنادو جوړونکي یوه ډله بې کاره کړې چې په منځني ختیځ کې په زرونو پاسپورته پلورلي دي. چارواکو وویل چې د دې جعل کارې ډلې مشر په خټه ایرانی حامد رضا جعفري چې د «ډاکټر» په نامه مشهور دی، د خپل یو شمیر ملګرو سره نیول شوی دی. د پولیسو یوه ویاند وویل چې جعفري د بنکاک په ختیځ کې په چاچیونګساو ایالت کې د نورو سربیره د ایران، سوریې او افغانستان څخه مراجعه کونکو ته پاسپورته جوړل .
م.م. وايي په جنوبي سوډان کې له لوږې سره د مبازرې له پاره پیسې نه لري
ملګري ملتونه په جنوبي سوډان کې د لوږې له ګواښ سره د مبارزې له پاره د اړینو مالي وسیلو ډیر کم په اختیار کې لري. په جنوبي سوډان کې د دغه سازمان د بشري مرستو همغږي کونکي ایوګن ایوسو وویل چې تر اوسه د هغه ۱،۳ ملیارد ډالرو یوازې دوه سلنه دوی ته رسیدلي چې په روان کال کې ورته اړتیا ده. د ملګرو ملتونو په حواله په دغه جګړه ځپلي هیواد کې تقریباً ۲،۸ ملیونه انسانان بیړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري.
پاکستان: د تیلو ټانکر چاودنې له امله ۱۰ انسانان وژل شوي
د پاکستان د پنجاب ایالت په شیخو پوره ولسوالۍ کې د تیلو یو ټانکر د یوه موټر سره جنګیدلې چې په نتیجه یې لس انسانان وژل شوي دي. د وژل شویو څخه یې ۶ ماشومان دي چې ښوونځي ته پر لار ول. د ځاي پولیسو مشر عبدالطیف وویل چې له ټکر وروسته ټانکر اور واخیست او دوه نورې موټرې او یوه رکشه یې هم وسیځله او ۳۰ انسانان یې ټپيان کړل.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر استعفا وکړه
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لوران فابیوس له دندې ګوښه شوی. نوموړي ۶۹ کلن دغه اعلان په پاریس کې د کابینې د یوې غوندې وروسته وکړ. داسې انتظار کیږي چې فابیوس به ډیر ژر له ولسمشر فرانسوه اولاند له خوا د فرانسې د اساسي قانون د جرګه ګۍ د نوي مشر په توګه وټاکل شي. دغه سوسیال ډیموکراټ د کابو درې نیمو کالو راهیسې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وو.
پاکستان له قطر سره د ګازو څو ملیاردي تړون لاسلیک کړ
پاکستان نن، چهار شنبه د قطر هیواد سره د مایع ګاز یو ۱۵ ملیاردي تړون لاسلیک کړ. پاکستان به هر کال د ۳،۵ ملیون ټن مایع ګاز د واردولو له پاره قطر ته یو ملیارد ډالر ورکوي. د ګازو، تیلو او طبیعي منابعو وزیر شاهد خاکان عباسي وویل چې دا د پاکستان په تاریخ کې د انرژۍ د برخې تر ټولو ستر تړون دی او زیاته یې کړه د کراچۍ بندر ته به د ګاز راوړل په یوه میاشت کې دننه پیل شي..
په صنعاء کې هوايي برید د یوې کورنۍ ۵ غړي وژلي
عیني شاهدانو او ژغورونکې عملې ویلي چې د سعودي عربستان په مشرتوب ائتلاف یوه هوايي برید د یاغیانو له خوا په نیول شوې پلازمینه صنعاء کې د یوې کورنۍ ۵ تنه غړي وژلي. ویل شوي چې د وژل شوې کورنۍ مشر منیر الحکیم نومیده چې د یمن د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح د «نني یمن» په نامه د تلویزیوني شبکې د خپرونو مسئول مشر وو. د صالح پلویانو د حوثي یاغیانو سره چې پلازمینه صنعا یې په کنترول کې ده، لاس یو کړې دی.