لنډ خبرونه په متن او انځور کې
شتاین مایر د ایران ولسمشر ته آلمان ته د سفر بلنه ورکړه.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر شتاین مایر د ایران ولسمشر حسن روحاني برلین ته رابللی. نوموړي نن د ولسمشر روحاني ترڅنګ د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سره د سوریې د کړکیچ او د ایران او آلمان د ښو اړیکو د رامنځ ته کولو په اړه خبرې وکړې. شتاین مایر چې د سعودي پر لور روان شوې ، د ایران او سعودي عربستان له اغیزمني ونډې پرته په ژنیو کې د سوریې د سولې د خبرو اترو کامیابي له امکان لیرې بولي.
د آلمان کابینې د پنا دوهم پروګرام تصویب کړ
د آلمان کابینې نن، چهارشنبه د پناه د حق په اړه پیشنهادي سخت قوانین تصویب کړل. د څو اوونیو تر لانجې وروسته د آلمان ستر حکومتي ائتلاف تیره اوونۍ د پنا غوښتنې پر یوه دویم پروګرام یوه جوړ جاړي ته ورسید. د دې پروګرام له مخې د نورو سربیره داسې مرکزونه په نظر کې نیول شوي چې هلته به د هغو پناغوښتونکو پر دوسیو چټک کار ترسره کیږي، چې په اصطلاح د «خوندي» هیوادونو څخه راغلي وي.
د عراقي کردانو مشر د کرد میشته سیمې د استقلال په اړه د ریفرنډم اعلان وکړ
د عراق د کردانو مشر مسعود بارزاني د عراق په شمال کې د کردانو د یوه آزاد دولت په اړه د یوې ټولپوښتنې یا ریفرنډم اعلان وکړ. په اربیل کې د نوموړي د دفتر له خوا ویل شوي چې وخت را رسیدلی او شرایط هم برابر دي چې د یوې ولسپوښتنې له لارې دغه انسانان د خپل راتلونکي په هلکه پریکړه وکړي. زیاته شوې چې د دغه ریفرنډم پایله حتمی نه ده چې الزامي وي. بارزاني په عراق کې د کردانو د خپلواکمنې سیمې برحاله مشر دی.
د فلسطیني شاعر د مرګ سزا د بند په سزا بدله شوه
د سعودي عربستان یوې محکمې په خټه د فلسطیني شاعر اشرف فیاض د مرګ سزا چې له خپل دین څخه د « ارتداد» په تور ورته ورکړل شوې وه، د اته کالو د بند په سزا بدله کړه. سربیره پر دې دغه ۳۵ کلن په ۸۰۰ دُرو سزا هم محکوم شوی دی.. فیاض په ۲۰۱۴م کال کې لومړی د څلورو کالو د بند او ۸۰۰ دُرو په سزا محکوم شوې وو خو د ۲۰۱۵م کال په نوامبر میاشت کې د مرافعې محکمې دی د اعدام په سزا محکوم کړ.
د استرآلیا یوې محکمې د یوې پنا وړونکې عریضه رد کړه
استرآلیا اجازه لري چې دغه هیواد ته پنا وړونکي د مخکې په څير په ګاونډي هیوادونو کې په کمپونو کې وساتي. د استرآلیا سترې محکمې د دې عمل پر ضد د یوې بنګله دیشۍ ښځې دعوا رد کړه. دغې دعوې ته د نورو ۲۶۰ تنو پنا وړونکو له پاره د یوې آزمایښتي قضیې په توګه کتل کیدل، چې د درملنې له پاره له دغه کمپونو څخه استرلیا ته لیږدول شوي ول. دا کسان بیرته دغه کمپونو ته د لیږدولو له ګواښ سره مخ دي.
اوباما بریتانیا ته په اروپايي ټولنې کې د ملاتړ ډاډ ورکړ
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د بریتانیې لومړي وزیر ډیوډ کیمرون ته د تلیفوني تماس له لارې په «یوه قوي اروپايي ټولنه کې د یوې ځواکمنې بریتانیا» له پاره د خپل ملاتړ ډاډ ورکړ. د سپینې ماڼۍ په حواله کامیرون اوباما ته د بریتانیې او د اروپايي ټولنې ترمنځ د خبرو اترو په اړه معلومات ورکړل. اروپايي ټولنه غواړي چې د پراخو امتیازاتو په ورکولو سره د دغه ټولنې څخه د بریتانیې د وتلو مخه ونیسي.
امریکا: د مرګ په سزا محکوم د ۳۶ کالو بند وروسته اعدام شو
د امریکا متحده ایالاتو په جیورجیا ایالت کې د یوه ۷۲ کلن د مرګ سزا د زهرو په پیچکارۍ سره عملي شوه. د دغه ایالت دا تر ټولو ستر عمر لرونکی د مرګ په سزا محکوم د ۳۶ کالو راهیسې بندي وو. د نوموړي وکیلانو تر وروستۍ لحظې د سزا د لغوه کیدو هڅې وکړی. دغه تور پوستی امریکایي له دې کبله د مرګ په سزا محکوم شوې وو چې د یوه ملګري سره په شریکه یې ښايي د تیلو د یوه پمپ یو سپین پوستی کارکونکی وژلی وي.
فرونتکس ښايي د مهاجرو د راجستر کولو په موخه د شخصي شرکتونو خدمات ترلاسه کړي
د اروپا د پولو ساتنې ادارې فرونتکس مشر د مهاجرو د راجستر کولو له پاره د شخصي شرکتونو خدمات هم ترلاسه کول غواړي. فابریس لیګیري نن، چهارشنبه وویل چې یونان د اروپايي ټولنې د غړو هیوادونو څخه د زیات پرسونل غوښتنه کوي، خو دغه هیوادونه خپله د پرسونل د کمښت له ستونزو سره مخ دي. د لیګیري د معلوماتو له مخې فرونتکس دمګړۍ د اروپايي ټولنې ۷۵۰ دولتي مامورین د مهاجرو د راجستر کولو له پاره په دنده ګمارلي.