لنډ خبرونه په متن او انځور کې
آلمان ته په ۲۰۱۵ م کال کې ۱،۱ ملیون مهاجر راغلي
په ۲۰۱۵م کال کې آلمان ته د یو ملیون زیات مهاجر راغلي. په برلین کې د کورنیو چارو وزرات له خوا ویل شوي چې د دسمبر میاشتې تر ۳۱ نیټې پورې ۱،۱ ملیون پنا غوښتونکي ثبت شوي دي. زیاته شوې چې په ۴۷۶۶۴۹ قضیو کې د پنا غوښتنه شوې چې دا د ۲۰۱۴م کال په پرتله د ۱۳۵ فیصدو لوړ والی ښيي. د مهاجر تر ټولو زیات شمیر یعني ۵۷۸۰۰ په اکتوبر میاشت کې ثبت شول. تر ټولو زیات پناغوښتونکي له سوریې څخه راغلي دي.
اروپايي ټولنې هم د شمالي کوریا له خوا پر احتمالي اټومي آزموینې نیوکي کړي
اروپايي ټولنې د شمالي کوریا له خوا د هایدروجن بم د آزموینې ترسره کول د ملګرو ملتونو د پریکړه لیک څخه د سرغړونې په توګه غندلې. په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو مسؤلې فیدریکا موګیریني وویل چې د شمالي کوریا دغه ادعاوې سمې وي نو دا د شمال ختیځې آسیا سولې او امنیت ته یو ګواښ وي. د روسیې د حکومت له خوا هم ورته څرګندونې شوي. شمالي کوریا د دې د مخه د هایدروجن بم د کامیابې آزموینې اعلان کړې وو.
«په عراق او سوریه کې ۳۰ سلنه سیمې د «اسلامي دولت» له ولکې وتلي»
د افراطي ډلې «اسلامي دولت» پر وړاندې د امریکا متحده ایالاتو په مشرتوب د پوځي ائتلاف د معلوماتو په حواله دغه ډلې په سوریه او عراق کې ۳۰ سلنه هغه سیمې له لاسه ورکړي چې مخکې ئې په کنترول کې وې. په بغداد کې د ائتلاف یوه ویاند وویل چې په عراق کې ۴۰ سلنه او په سوریه کې ۲۰ فيصده سیمې د دغه ډلې له ولکې وتلي دي. د «آيي ایس» ډلې د ۲۰۱۴م کال په دوبي کې د دواړو هیوادونو لوې سیمې نیولې وې.
عراق غواړي د ایران او سعودي ترمنڅ منځګړیتوب وکړي
د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د شخړې په ترڅ کې عراق د منځګړیتوب وړاندیز کړې. خو د عراق د بهرنیو چارو وزیر سره د شریک مطبوعاتي کنفرانس پر وخت د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پر سعودي د شخړې د پراخولو تور ولګاو. سعودي عربستان د یوه شیعه مذهبي مشر په ګډون ۴۷ اعدام کړل چې په نتیجه کې ئې د دواړو هیوادونو دیپلوماتیکي او اقتصادي اړیکې وشلیدلې.
ترکیه: د مذهبي واعظ فتح الله ګولین محاکمه پیل شوه
په استنبول کې نن، چهار شنبه د مذهبي واعظ فتح الله ګولین محاکمه پيل شوه. د ولسمشر رجب طیب اردوغان دغه پخوانۍ ملګرۍ چې اوس ئې ترمنځ اختلاف موجود دي په امریکا کې میشت دی او غیاب کې ئې پر ضد د «کودتا د هڅو» او د «یوه ترهګریز سازمان» د جوړولو په تور محاکمه ترسره کیږي. د اقامې په خپله دعوا کې څارنوال د ګولین او د پولیسو د دوو پخونیو مشرانو له پاره د عمري بند د سزا غوښتنه وکړه.
هند د پاکستان څخه د برید ګرو پر ضد د اقداماتو د کولو غوښتنه کړې
د هند لومړي وزیر نریندر مودي د خپل پاکستاني سیال نواز شریف څخه غوښتنه کړې چې د هند پر تاسیساتو د برید کونکو پر ضد دې کلک او چټک ګامونه پورته کړي. مودي د سه شنبې په ورځ وویل چې پاکستان ته ئې «دقیق او د استعفادې وړ» معلومات ورکړي دي څو په پټهانګوټ کې د هند پر پوځي هوايي اډه د برید په اړه پلټنې وکړي. په دغه برید کې ۷ هندي عسکر ووژل شول.
د بنګله دیش د اپوزیسون د سیاستوال د مرګ سزا تائيد شوه
د بنګله دیش سترې محکمې د ۱۹۷۱م کال د خپلواکۍ د جګړې پر وخت د جنګي جرمونو د ترسره کولو له امله د اپوزیسیون د یوه مخکښه سیاستوال د مرګ سزا تائيد کړه. زیاته شوې چې د ستر اسلامي ګوند جماعت اسلامي د مشر مطیع الرحمان نظامي د مرافعې دعوا رد شوې ده. په ۲۰۱۳ م کال کې نوموړی د یوې لانجمنې جنګي محکمې له خوا د جنسي تیري، قتل او چور و چپاول له امله د مرګ په سزا محکوم شوې وو.
د آلمان کابینې د پوځ د مالي او عراق د شمال ماموریتونه تصویب کړل
د آلمان کابینې په مالي او د عراق په شمال کې د پوځ ماموریتونه تصویب کړل. حکومت غواړي چې د ملګر ملتونو د ماموریت په چوکاټ کې مالي ته ۶۵۰ عسکر واستوي چې دنده به ئې پر نورو سربیره د سولې د تړون عملي کول وي. د ماضي برعکس به آلماني عسکر د مالي په شمال کې هم دنده ترسره کوي چې له امنیتي لحاظه یوه خطرناک سیمه ده. سربیره پر دې به د عراق په شمال کې هم د آلماني عسکرو شمیر ۱۵۰ تنو ته لوړ کړل شي.