لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د مهاجرو د دوه کښتیو ډوبیدو له امله ۲۰ انسانان وژل شوي
د ترکیې ساحل ته څيرمه د کښتۍ ډوبیدو په دوو پیښو کې لږ تر لږه ۲۰ انسانان وژل شوي دي. د دوګان خبري آژانس په حواله ۱۳ انسانان هغه وخت ووژل شول چې د دیکیلي په سمیه کې یوه کښتۍ چې د یونان لیسبوس ټاپو پر لور روانه وه، د روانیدو لږ وروسته د خرابې هوا له کبله غرقه شوه. ۷ نورو انسانانو هله خپل ژوند له لاسه ورکړ چې یوې تر اندازې ډکې کښتې ته اوبه داخلې شوې. په قربانیانو کې ډیر ماشوم هم شامل دي.
د پټهانکوټ د برید پړه پاکستان میشته افراطي ډلې منلې
د هند پر پوځي هوایي اډه د درې ورځني برید پړه یوې پاکستان میشته افراطي ډلې «متحده جهاد کونسل» منلې ده. دغه ډلې چې د څو افراطي ګروپونو د اتحاد په نتیجه کې جوړه شوې، ویلي چې د دوي د «کشمیر د آزادۍ جنګیالو» د پټهان کوټ پر پوځي اډه برید ترسره کړی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا ویل شوي چې د هغو معلوماتو ارزونه روانه ده چې د هند له خوا ورته ورکړل شوي.
د هامبورګ پولیسو هم د ښځو د ځورونو په اړه رپوټ ورکړی
د آلمان د کلن ښار په څير په هامبورګ ښار کې هم د نوي کال په شپه پر ښځو د تیري په اړه پلټنې پیل شوي دي. د پولیسو یوه ویاند وویل چې دغه ښځې د څو ډلو سړو له خوا د جنسي ځورونو ښکار شوي او د دوي لاسي ټلیفونه او یا هم پیسې ئې غلا شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې په نهه قضیو کې د جنسي ځورونو او غلاو له امله شکایتونه شوي. د دې تر مخه په کلن ښار کې د نوي کال په شپه د ښځو د ځورونو رپوټه ورکړل شوي ول.
په نړیواله اقتصادي غونډه کې د شمالي کوریا استازی هم ګډون کوي
شمالي کوریا د ۱۸ کالو راهیسې په لومړي ځل په نړیواله اقتصادي غونډه کې د ګډون په موخه خپل استازی د سویس داوس ښار ته استوي. د فرانس پریس خبري آژانس په حواله به د بهرنیو چارو وزیر ري سو یونګ په دغه غونډه کې ګډون وکړي. خو په اړه چې ولې شمالي کوریا په دغه کنفرانس کې د ګډون په موخه خپل استازی استوي، څه نه دي ویل شوي.
په لبنان کې د سوریایي مهاجرو په اړه اندیښنه
د «Diakonie Katastrophenhilfe » د مرستندویه ټولنې په حواله په لبنان کې په سوونو زره سوریايي کډوال د سړی هوا له کبله له خطر سره مخ دي. ویل شوې چې د تیرو دریو ورځو راهیسې د لبنان په بیکا سیمه کې د واورې وریدو او یخو بادونو له امله د حرارت درجه تر صفر ټیټه شوې ده. د ټولنې مشر مارټن کیسلر وویل چې له دغه مهاجر ګڼ شمیر ئې په خیمو کې اوسي او د کار د نه شتون له امله دغه کورنۍ د سوند توکو ته لاس نه لري.
د چین په شمال لویدیځ کې اور لګیدنې ۱۷ انسانان وژلي
د چین په شمال لویدیځ کې په یوه سروس موټر کې د اور لګیدنې له امله ۱۷ انسانان وژل شوي دي. د «ولس ورځپاڼې» د رپوټ له مخې تر ۳۰ زیات کسان ټپيان دي. د سه شنبې پر سهار د خپلواکمنې سیمې نینګشیا په مرکز ینچوان کې د پیښې وروسته پولیس د هغه سړي په لټه کې دي چې ښايي اور ئې لګولي وي. تر اوسه لا روښانه نه ده چې نوموړي ولې دغه بس ته اور ورته کړې دی.
اوباما غواړي په یوازې سر د وسلو یو کلک قانون پلي کړي
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په پام کې لري چې د کانګرس د موافقې پرته د وسلې قانون کلک کړي. اوباما غواړي د خپل اجراییوي اختیار او د موجودو قوانینو په مرسته دغه کار ترسره کړي. د ولسمشرۍ دفتر له خوا د وسلو د تجارت د منظمولو په موخه یو لړ اقدامات په ډاګه شوي. د دغه پلان اصل د وسلو د سوداګرو او رانیونکو جدي او ښه کنترول او ارزونه ده.
په زرونو مهاجر د یونان بندري ښار پيراوس ته رسیدلي
د آژې ساحلونو د مهاجرو د راتګ لړۍ دوام لري. د ساحلي پولیسو د معلوماتو په حواله د سه شنبې په ورځ ۲۴۷۷ مهاجر چې په دوه کښتیو کې د کاوس او لیسبوس له ټاپوګانو څخه د پيراوس بندر ته ورسیدل. د دوشنبې په ورځ ماښام ناوخته یوه بله کښتۍ چې ۱۸۸۰ مهاجر او پنا غوښتونکي پکښې سپارل ول، پیراوس ته ورسیدله. دغه مهاجر د دې د مخه له ترکیې څخه د یونان ټاپوګانو ته رسیدلي ول.
آلماني سیاستوال د سعودي سره د وسلو د تجارت د بندولو غوښتنه کوي
په سعودي عربستان کې د ۴۷ بندیانو پر ډله ییز اعدام د غبرګون په توګه په آلمان کې ټولو ګوندونو د خلیج د دغه هیواد سره د وسلې د تجارت د بندولو غوښتنه کړې. اپوزیسیون او کلیساوې هم یو ځلي بیا د وسلې د صادراتو د تړونو د لغوه کولو غوښتنه کوي. په ائتلافي حکومت کې د شریکو ګوندونو مسیحي اتحاد او د سوسیال ډیموګرات ګڼ شمیر سیاستوالو هم سعودي ته د وسلې د ورکړې د بندیز خبره وکړه.