لنډ خبرونه په متن او انځور کې
په انقره کې شکمن برید ګر نیول شوي
د ترکېې په پلازمینه انقره کې دوه شکمن کسان نیول شوي چې ښايي په نوي کال کې ئې د بریدونو پلان درلود. یوه ترکي چارواکي د فرانس پریس خبري آژانس ته وویل: «پر دغه کسانو باندې د «اسلامي دولت» ډلې سره د تماس او په نوي کال کې په پلازمینه کې د بریدونو د پلانولو شک کیږي. د یوې بلې سرچنیې له خوا ویل شوي چې دغه کسان د ډیرې مودې راهیسې د پولیسو له خوا څارل کیدل.
آلمان ته په دوه ورځو کې ۷۵۰۰ مهاجر داخل شوي
د رویټرز د یوه رپوټ په حواله آلمان ته د کریسمس د رخصتیو په ورځو کې هم هره ورځ په زرونو مهاجر راغلي. د آلمان د فیډرالي پولیسو یوه ویاند وویل چې پرون سه شنبه ۳۷۱۴ او یوه ورځ تر مخه یعني دوشنبه ۳۹۱۰ نوي مهاجر ثبت شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې په دې دوه ورځو بیا تقریباً ۵۰۰ کډوالو بیرته له آلمان څخه د نورو اروپايي هیوادونو په تکل وتلي دي. د
په ګرجسان کې نوی لومړی وزیر وټاکل شو
ګیورګې کویريکاشویلي د ګرجستان د نوي لومړي وزیر په توګه ټاکل شوی. پارلمان نوموړی د ۲۸ په مقابل کې د ۸۶ رایو سره د پخواني لومړي وزیر اراکیلي ګاریباشویلي د ځای ناستي په توګه انتخاب کړ. ۴۸ کویریکاشویلي چې اقتصاد پوه او معتدل سیاستوال بلل کیږي، په دې دریو کالو کې د دغه هیواد دریم صدر اعظم دی. نوموړی په ۲۰۱۲ م کال د اقتصاد وزیر شو او په تیر مني کې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه په دنده وګمارل شو.
پنتاګون: په یوه میاشت د «اسلامي دولت» لس مشران وژل شوي
د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت د معلوماتو پر اساس په عراق او سوریه کې د افراطي ډلې «اسلامي دولت» مشرتابه ضعیفه شوې ده. د پنتاګون ویاند سټيو فارن وویل چې د تیرې یوې میاشتې په هدفي هوايي بریدونو کې په ټوله کې د دغه ډلې لس مهم مشران وژل شوي دي. په وژل شویو کې هغه کسان هم شامل دي چې د پاریس د برید کونکو سره ئې تماس درلود. .
په بحران ځپلي هیواد مرکزي افریقا جمهوریت کې ټاکنې
په مرکزي افریقا جمهوریت کې د دریو کالو د کورنۍ جګړې او ګډوډیو وروسته پر وګړو د نوي ولسمشر د ټاکلو غږ شوې. د رای مستحق دوه ملیون وګړي به په عین حال کې نوی پارلمان هم وټاکي. د ګډوډیو له امله انتخابات په څو ځلي وځنډول شوي ول. ۳۰ کسانو ته د ولسمشرۍ څوکۍ ته د کاندیدو اجازه ورکړل شوې خو کم به ئې د جنورۍ پر ۳۱ نیټه د ټاکنو دوهم پړاو کې د برخه اخیستو چانس ورلري. برحاله ولسمشره په ټاکنو کې برخه نه اخلي.
یونان ته د مهاجرو ورتګ دوام لري
له ترکېې څخه یونان ته د مهاجرو راتګ دوام لري. نن، چهار شنبه سهار هم تقریباً ۳۰۰۰ مهاجر په دوو کښتیو کې د پيراوس بندر ته ورسیدل. د ساحلي پولیسو له خوا ویل شوي چې دغه مهاجر مخکې له ترکېې څخه د یونان لیسبوس، کاوس او ساموس ټاپوګانو ته رسیدلي ول. دوی زیاته کړې چې د هوا پيژندنې ادارې د چهار شنې له پاره د آژې په دریاب کې د تیزو او واورینو بادونو وړاندوینه کړې .