لنډ خبرونه په متن او انځور کې
ایران د لویدیځ سره د اټومي تړون تر ټولو مهم شرط پر ځای کړ
ایران د ملګرو ملتونو د پنځه ویټو قدرتونو او آلمان سره د رامنځته شوي تړون له مخه د کمتر غني شویو یورانیمو لویه برخه روسیې ته انتقال کړه. دا خبر د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم تصدیق کړ او وویل چې د دغه توکو انتقال د تهران له خوا د خپلو ژمنو د پوره کولو په لار کې یو مهم ګام دی. د دې په بدل کې به پر ایران د اټومي لانجې په بهیر کې لګول شوي مالي او سوداګریز بندیزونه وار په وار پورته کړل شي.
خیبرپښتونخوا:ځانمرګي برید ۱۶ تنه وژلي
د خیبرپښتونخوا په مردان ښار کې یوه ځانمرګي برید لږ تر لږه ۱۶ انسانان وژلي او د ۳۰ زیات ټپيان دي. برید د یوه دولتي دفتر مخې ته رامنځته شوې چې ډیر کسان دغلته د پاسپورټونو اخیستو ته په انتظار ولاړ ول. په ټولیزه توګه په روان میلادي کال کې په پاکستان کې د بریدونو شمیر د هغه وروسته کم شوی چې حکومت د وسله والو ډلو پر ضد پوځي عملیات ترسره کړل.
په بلجیم کې د شکمن برید ګر نیول شوي
په بلجیم کې دوه تنه شکمن ترهګر نیول شوي چې ښايي غوښتل ئې د نوي کال په شپه د پلازمینې بروکسل په بیلا بیلو سیمو کې بریدونو ترسره کړي. د څارنوالۍ په حواله ۴ نور نیول شوي کسان بیرته آزاد کړل شوي. د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د بروکسل ښار په مرکز او په لیژ سیمه کې د کورونو تلاشې ترسره شوې او شکمن کسان ونیول شول. په دې ترڅ کې د «اسلامي دولت» ډلې پروګاندي مواد، پوځي جامې او همدا راز نور توکي موندل شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ګینیا د ایبولا پاکه اعلان کړه
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ګینیا هیواد د ایبولا له ساري ناروغۍ څخه پاک اعلان کړ. د دغه سازمان له خوا په ژنیو کې وویل شول چې په تیرو ۴۲ ورځو کې د لویدیځې افریقا په دې هیواد کې د ایبولا نوې پیښې نه دي ثبت شوي. په ګینیا کې دوه کاله دمخه د ایبولا د رامنځته کیدو راهیسې تر اوسه د ۲۵۰۰ زیات انسانان دغه ناروغۍ وژلي او د ۳۸۰۰ زیاتې پیښې ثبت شوي دي.
د اسرائیلو پخوانې لومړی وزیر باید زندان ته ولاړ شي
د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر یهود اولمرت په فساد کې ککړتیا له امله د ۱۸ میاشتو بند باید تیر کړي. د اسرائیلو سترې محکمې دا ثبوت شوې وبلله چې اولمرت هغه وخت چې د ترانسپورت وزیر وو، د تقریباً ۱۴۰۰۰ یورو رشوت اخیستی وو. خو نوموړی د بیت المقدس د ښاروال په توګه د یوې لانجمنې تعمیراتي پروژې د جواز د ورکولو په بدل کې د کابو ۱۲۰ زره یورو د رشوت د اخیستو په قضیه کې بري اعلان شو.
امریکا: د ۱۲ کلن هلک وژونکي پولیس نه محاکمه کیږي
هغه امریکايي پولیس نه محاکمه کیږي چې د اوهایو ایالت په کلیولند کې ئې یو ۱۲ کلن تور پوستی په ډزو وژلی وو. د دغه ښار د څارنوالۍ له خوا د دې په دلیل کې ویل شوي چې په دې مورد کې یو لړ ناوړه سهوې او تیروتنې شوي خو کوم جرم نه دی ترسره شوې. د ۲۰۱۴م کال په نوامبر میاشت کې دغه ۱۲ کلن هلک هغه وخت د یوه پولیس له خوا وویشتل چې یوه بادي توفانچه ورسره وه او پولیس پرې د یوې رښتینې وسلې ګمان کړې وو.
«په ۲۰۱۵ کال کې ۱۱۰ ژورنالستان وژل شوي»
د «بې سرحده خبریالانو ټولنې» په حواله په روان کال کې په ټوله نړۍ کې په ټولیزه توګه ۱۱۰ ژورنالسټان وژل شوي. زیاته شوې چې لږ تر لږه ۶۷ د رسنیو استازي بیا د خپلې دندې له امله وژل شوي چې دا د ۲۰۱۴ م کال په پرتله لوړ شمیر دی. عراق او سوریه د خبریالانو له پاره تر ټولو خطرناک هیوادونه ول. په دې هر یو هیواد کې لږ تر لږه نهه ژورنالسټان د خپل کار له امله وژل شوي.