لنډ خبرونه په متن او انځور کې
مارک زوکربیرګ خپله ۹۹ سلنه شتمني خیراتوي
د فیسبوک بنسټ ایښوونکي مارک زوکربیرګ د خپل لومړي ماشوم د زیږیدو په مناسبت اعلان کړې چې د خپل انترنتي شرکت زیاتره برخه ونډې به خیرات کړي. په یوه پرانستي خط کې زوکربیرګ او میرمن ئې خپلې تازه زیږیدلې لور سره ژمنه کړې چې دوی به خپله دغه ونډه په دې موخه مصرفوي چې لور ئې په یوه ښه نړۍ کې راستره شي. نوموړي غواړي په راتلونکو کالونو کې د خپلې شتمنۍ ۹۹ سلنه برخه چې تقریباً ۴۵ ملیارډ ډالر کیږي، خیرات کړي.
د القاعدې جنګیالو د یمن په جنوب کې دوه ښارونه نیولي
اسلامپالو په یمن کې ولایتي مرکز زنجبار او جعار ښار نیولی دی. د پوځ یوه ویاند وویل چې په ابجان ایالت کې د پراته ښار جعار نیولو اسلامپالو ته زمینه برابره کړه چې د ملاکه څخه د عدن بندري ښار ته چې هلته هم دغه جنګیالي حضور لري، اکمالات انتقال کړي. د عربي نیمه ټاپو د القاعدې شبکه د حکومتي ځواکونو او حوثي یاغیانو ترمنځ کړکیچ څخه په ګټه پورته کوي څو د یمن په جنوب کې د واک ساحه پراخه کړي.
د هند سویل سختو بارانو ځپلی دی
په هند کې تر سختو بارانو وروستو د هیواد د جنوب زیاتې برخې سیلاب لاندې کړي دي. په تامل نادو ایالت کې په سونو زره انسانان د سیلابونو له کبله د خپلو کورونو پریښوو ته مجبور شوي. په چینای ښار کې چې د موټرو د تولید له امله د «هند ډیترویت» بلل کیږي، د سیلابونو له کبله ګڼې فابریکې تړل شوي او ډيره ګډوډي رامنځته شوې. هوا پيژندونکو په راتلونکو ورځو کې هم د سختو ورښتو اټکل کړی.
مونتینګرو ښايي د ناټو ۲۹غړی شي
د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په رسمي توګه مونتینګرو ته په دغه پوځي ائتلاف کې د شاملیدو بلنه ورکړې. د مونتنګرو مرستیال صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر ایګور لوکسچ دا د بالکان د دغه کوچني هیواد له پاره یو ستره خبره وبلله او په دفاعي سیکتور او د فساد سره د مبارزې د زیاتو اصلاحاتو د علمي کولو ژمنه ئې وکړه. روسیې بیا برعکس یو څه موده د مخه په ناټو کې د مونتینګرو ګډون د اروپا امنیت له پاره زیانمن بللی وو.
د عراق حکومت د «اسلامی دولت» پر ضد د امریکا نوی ماموریت رد کړ
د عراق حکومت د افراطي ډلې «اسلامي دولت» پر ضد د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړو ځواکونو ماموریت رد کړی. مخکې ځواکمنو شیعه ملیشو اعلان کړې وو چې د امریکا د قطعاتو پر ضد به وجنګیږي. د امریکا دفاع وزیر اشتون کارتر د استازو په مجلس کې وویل چې ځانګړي امریکايي عسکر به عراق ته انتقال شي. نوده وویل چې دغه ځواکونه به «اسلامي دولت» ډلې پر ضد جګړه کې د عراق د پوځ او د کردانو د پیشمرګه ملیشو څخه ملاتړ وکړي.
په مصر کې یو ژورنالسټ نیول شوی
د بشري حقونو د فعالانو په حواله په مصر کې د یکشنبې په ماښام نیول شوې ژورنالسټ ښايي ۱۵ ورځې د پولیسو سره پاتی شي. پر اسماعیل الیکسندراني تور لګول شوې چې د یوه ترهګریز سازمان سره تړاو لري او ناسم خبرونه ئې خپاره کړي دي. تر نیولو مخکې نوموړي داسې متنونه خپاره کړي ول چې پکې په سینا نیمه ټاپو کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په تړاو پر حکومت انتقادونه شوي ول.
سان سوچي د واک انتقال په اړه خبرې اترې وکړې
د میانمار د اپوزیسیون مشرې اونګ سان سوچي په نومبر میاشت کې په پارلماني ټاکنو کې تر بري وروسته په لومړي ځل د هیواد د ولسمشر تاین سین سره د واک د انتقال د پروسې په اړه خبرې اترې وکړې. د اطلاعاتو وزیر یې هتوت د خبرو اترو وروسته د یوه خلاص او تاوده بحث څخه خبره وکړه. د سان سو چي «این ایل ډي» ګوند په ټاکنو کې تقریباً ۸۰ سلنه څوکۍ ګټلې وې. په دې توګه به د پوځ د څو لسیزو حاکمیت له منځه ولاړ شي.
میرکل او غني له افغانستان څخه د غیرقانوني مهاجرت مخه نیول غواړي
د صدراعظمې انګلا میرکل په حواله آلمان او افغانستان غواړي له دغه هیواد څخه اروپايي ټولنې ته د غیر قانوني مهاجرت مخه ونیسي. میرکل په برلین کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره تر لیدنې کتنې وروسته وویل چې په دې موخه په د افغان د امنیتي ځواکونو د روزنې آلمانی ماموریت به د انساني قاچاق سره مبارزې او غیر قانوني مهاجرت هم په بر کې ونیسي. سربیره پر دې به په افغانستان کې «خوندي ساحې» هم رامنځته کړل شي .