لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د ترانزيتي ساحو په اړه توافق وځنډول شو
د آلمان د لوی ائيتلاف مشران د آلمان د پناه غوښتنې د سياست او په تېره بيا د ترانزيتي ساحو د رامنځ ته کولو په سر توافق ته نه دي رسېدلي. په برلين کې د آلمان د رسنيو ادارې ويلي دي چې د يو لړ «مشترکو ټکو» سربېره به دغه خبرې اترې تر پنجشنبې ورځې پورې وځنډول شي. په ځينو ټکو باندې بايد خبرو ته دوام ورکړل شي، لکه د سرحداتو په اوږدو کې د ترانزيتي ساحو د رامنځ ته کولو په هکله چيري چې پناه غوښتونکي ثبتيږي.
اذربايجان نوی پارلمان ټاکلی دی
په مستبد مشرتابه لرونکي جمهوريت اذربايجان کې نوی پارلمان وټاکل شو. پر څه نا څه ۵،۹ ميليونو رايه ورکوونکو باندې غږ شوی و چې په باکو کې مېشت د يو خونه لرونکي پارلمان له پاره ۱۲۵ استازي وټاکي. کتونکي د ولسمشر، الهام علييف د څرګندې بريا تمه لري چې د ۲۰۰۳ کال راهيسې د خپل پلار پر ځای د هېواد مشري پر غاړه لري.
روسيه په مصر کې د لوېدلې طيارې د قربانيانو په وير کې ده
روسيې په مصر کې د لوېدلې طيارې د قربانيانو په ياد وير اعلان کړی دی. د دوما، کريملين او نورو رسمي ودانيو مخکې بيرغونه نيمه ځوړنده رپيږي. د ولسمشر، ولاديمير پوتين له خوا د وير د ملي ورځې تر اعلانېدو وروسته، د «روسيه ۲۴ » په نوم تلويزيوني چېنل، خپلې خپرونې د ماتم د مراسمو له پاره وځنډولې.
لږ تر لږه ۱۱ کډوال په اګېيس سمندر کې غرق شوي دي
په اګېيس سمندر کې د يوې کښتۍ په غرقېدلو سره يو ځل بيا لږ تر لږه ۱۱ کډوال د دوو ماشومانو او څلورو وړو ماشومانو په شمول وژل شوي دي. لکه څنګه چې د يونان سمندري پوليسو ويلي دي د هغوی کښتۍ د ترکيې له ساحل څخه د ساموس ټاپو په لور ډوبه شوې ده. لس مړي د دغو څرګندونو له مخې د کښتۍ دننه وموندل او د يوې وړې نجلۍ مړی د ټاپو له ساحل سره کشف شوی دی.
ګوينتر شابوفسکي مړی شوی دی
د آلمان تر يووالي مخکې د اس اي دي ګوند غړی، ګوينتر شابوفسکي مړ شوی دی. د هغه کونډې، ايرينا شابوفسکي د آلمان خبري اژانس ته ويلي دي چې هغه د ۸۶ کلونو په عمر په برلين کې مړ شوی دی. د سياسي دفتر د غړي په توګه شابوفسکي د ۱۹۸۹ کال د نومبر په نهمه په يوه مطبوعاتي غونډه کې اعلان کړی و چې د برلين د دېوال په اوږدو کې دروازې به خلاصې شي.
له درو کلونو راهيسې د جنوبي کوريا، چين او جاپان سرمشريزه ونيول شوه
له څه باندې درو کلونو راهيسې په خپله لومړنۍ سرمشريزه کې د جنوبي کوريا، چين او جاپان د حکومتونو او دولتونو مشرانو د خپلې همکارۍ «بشپړ بيا پيل» اعلان کړی دی. دغه درې اړخيزه همکاري د برخه والو په يوه ګډه بيانيه کې راغلې ده.
په موګاديشو کې پر هوټل باندې بريد کې لږ تر لږه ۱۵ انسانان مړه شوي دي
په موګاديشو کې د اسلامپالو له خوا په يوه هوټل کې د بريد په نتيجه کې د رسمي څرګندونو له مخې ۱۵ انسانان وژل شوي دي. امنيتي ځواکونو ويلي دي چې د سوماليې په پلازمېنه کې اول د هوټل په دخول کې دوه بمونه وچاودل. ورپسې بيا يرغل کوونکي ننوتل او دوه ساعته يې له پوليسو سره متقابلې ډزې وکړې.
ترکان نوی پارلمان ټاکي
د يوې ترينګلې سياسي فضا سربېره د ترکيې پر اتباعو باندې د پنځو مياشتو په ترڅ کې په دوهم ځل غږ شوی دی، چې خپله رايه دې وکاروي. اسلامي محافظه کاره ولسمشر، رجب طيب اردوغان په دغو له وخت مخکې ټاکنو کې د بشپړ اکثريت تمه لري څو وکولای شي خپل صلاحيتونه وغځوي.
په لسونو زره اسرائيليانو د ربين په ۲۰ تلين کې ګډون وکړ
په تل ابيب کې په لسونو زرو انسانانو د اسرائيل د پخواني صدراعظم، ايڅاک ربين، تلين ولمانځه چې هغه ۲۰ کاله مخکې وژل شوی و. د کيڼ او منځلارو مفکورو لرونکو ګډونوالو، داسې شعارونه لېږدول چې ورباندې ليکل شوي ول «پرته له سياسي حل خونديتوب نشته.»