لنډ خبرونه په متن او انځور کې
يوې روسي مسافروړونکې الوتکې د مصر په سينا کې سقوط کړی دی
يوه روسي مسافروړونکې الوتکه چې ۲۰۰ سپرلۍ يې لرلې، تر الوتنې لږ وخت وروسته د مصر په شرم الشيخ سيمه کې لوېدلې ده. دغه آي ۳۲۱ ډوله آيربوس الوتکه د روسيې سن پېترسبورګ ښار ته په لاره لوېدلې ده. د روسيې د انترفکس خبري اژانس د څرګندونو له مخې په الوتکه کې ۲۱۷ سپرلۍ، د ۱۷ ماشومانو او ۷ تنو عملې په شمول شتون درلود. الوتکې د سايبريا د کولا ويا په نوم هوايي شرکت پورې اړه درلوده.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير، جان کېري منځنۍ آسيا ته ولاړ
د امريکا متحدو آيالاتو د بهرنيو چارو وزير، جان کېري، مرکزي آسيا ته سفر په قرغزستان کې پيل کړی دی. کېري د شنبې په ورځ پلازمېنې بشکيک ته څېرمه، د ماناس هوايي ډګر ته ورسېد چېرته چې هغه له ولسمشر، الماس بېګ اتامباييف او د بهرنيو چارو له وزير، عبدالدايف ارلان بېکېشوويچ سره ګوري. ورپسې بيا کېري ازبکستان، قزاقستان، تاجکستان او ترکمنستان ته ځي.
د بوخارېست په يوه شپې کلب کې چاودنې ګڼه مرګژوبله اړولې ده
د رومانيې پلازمېنه بوخارېست کې د شپې په يوه کلب کې تر اورلګېدنې وروسته لږ تر لږه ۲۷ انسانان وژل شوي دي. دغه خبره د کورنيو چارو وزارت کړې ده. څه باندې ۱۶۰ ټپيان روغتون ته وړل شوي دي. د رومانيې ولسمشر، کلاوس يوهانيس درې ورځنی ماتم اعلان کړی دی. عيني شاهدانو په ځايي رسنيو کې ويلي دي چې د هاردروک موسيقۍ د يوې ډلې د نندارې پر مهال اور لوبې وشوې چې چاودنه رامنځ ته شوه او بيا اور ولګېد.
په ترکيه کې ۵۰ رسنيو د رسنيو د آزادۍ پر محدودولو انتقاد کړی دی
څه نا څه پنځوسو رسنيو د ترکيې پر ولسمشر، رجب طيب اردوغان باندې د يوه پرانيستي ليک له لارې غږ کړی دی چې د رسنيو آزادي دې تضمين کړي. تر پارلماني انتخاباتو مخکې چې نن يکشنبه تر سره کيږي، امضاکوونکو په ترکيه کې پر رسنيو او خبريالانو باندې د يو لړ بريدونو په هکله اندېښنه څرګنده کړه.
په ويانا کې د سوريې په اړه غونډه په هيلو سره پای ته ورسېده
په سوريه کې روانې جګړې ته د پای ټکي ايښودلو په هڅو کې پرمختګ شوی دی. د ويانا د غونډې په ترڅ کې د امريکا متحدو آيالاتو، روسيې او ۱۵ نورو ګډونوالو، د رقيبانو ايران او سعودي عربستان په شمول، د اوربند او د يوه انتقالي حکومت د جوړېدلو ملاتړ وکړ. په يوه ګډه بيانيه کې البته د ژورو اختلافاتو خبره هم راغلې ده.