لنډ خبرونه په انڅورونو کې
د بنکاک د خونړي برید په اړه پلټنې پیل شوي
د تایلند په پلازمېنه بنکاک کې تر خونړي برید یوه ورځ وروسته د بريد په دې اړه پلټني پیل شوي دي. د تایلند د پوځي حکومت مشر پرایوت چان اوچا وویل د څار کامرو په انځورونو کې یوه شکمن تن چې یو کارتن ورسره دی، لیدل کیږي چې په اړه یې پلټني رواني دي. ده زیاته کړه چې ښايي دغه تن د تایلند په شمال کې د حکومت د دښمنو ډلو غړی وی. دغه سیمه د «سور کمیسو» غورځنگ پوخ سنگر دی. په پروني برید کې ۲۲ انسانان ووژل شول.
د اوکراین په ختیځ کې۱۰انسانان وژل شوي
د اوکراین په ختیځ کې د سختو نښتو له کبله لږ تر لږه ۱۰ انسانان وژل شوي دي. د اوکراین چارواکو د درو ملکیانو او دوو عسکرو د وژل کیدو خبر ورکړی دی، خو د روسيې پلوي بېلتون غوښتونکو د ۵ ولسي وگړو د وژل کېدو خبره کړې ده. د ماریوپل او دنیڅک ترمنځ پر لویه لار له څو ورځو راهیسې د حکومتي ځواکونو او یاغیانو ترمنځ سختي وسله والي نښتي رواني دي. ماریوپل په ختیځ کې وروستی ستر ښار دی چې لا د حکومت په لاس کې دی.
د م.م. امنیت شورا په سوریه کې نوی خبري پيلوي
د ملگرو ملتونو امنیت شورا په پام کې لري چې د سوریې کړکیچ د اوارولو په موخه نوي هلي ځلي وکړي. د دغه شورا ۱۵ غړو په یوه خوله په دې اړوند د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي شتیفان دیمستورا وړاندیز ومنانه. په دغه سند کې له ښکیلو غاړو څخه د جنگ درولو او د «سیاسي انتقالي» دورې د پیل غوښتنه شوې ده. په دې کې د ټولو اړخو له خوا د منل شوي «انتقالي حکومت» رامنځ کولو ته اشاره شوې ده چې «بشپړ اجرایې واک» ولري.
روسیه او ایران غواړي په پوځي برخه کې هم همکاري وکړي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگې لاوروف او د هغه ایراني سیال محمد جواد ظریف «په پوځي برخه کې هم» د دواړو هیوادونو ترمنځ د ژوري همکارۍ خبره کړې ده. د سیمه ییزو رسنیو په حواله ظریف په مسکو کې تر یوې لیدني وروسته وویل: «موږ گډي گټي لرو.» لاروف د منځني ختیځ وضعه خطرناکه وبلله او په ټینگار سره یې وویل چې که روسیه او ایران گډه همکاري ولري نو به په سیمي کې ثبات راشي.
«آلمان ته ښايي سږ کال ۷۵۰ زره مهاجر راشي»
آلمانۍ ورځپاڼي «Handelsblatt» د خبر له مخي، آلمان ته به د راتلونکو مهاجرو شمیر تر هغه ډیر لوړ وي چې حکومت یې اټکل کړی دی. د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر به چې د چهار شنبې په ورځ کومي شمیرې وړاندې کړي هغه به تر اوسنیو ډيري لوړي وي. د ورځپاڼي په حواله په روان کال کې کیدای ۶۵۰ زره او یا هم ښايي ۷۵۰ زره پنا غوښتونکي آلمان ته راشي. تر اوسه د آلمان حکومت د ۴۵۰ مهاجرو د راتگ اټکل کړی وو.
د اندونیزیا د رالوېدلي الوتکې د قربانیانو جسدونه موندل شوي
په اندونیزیا کې د الوتکې د رالوېدو په پیښه کې څوک ژوندي نه دي پاتې. د ترانسپورت وزارت یوه ویاند وویل چې په الوتکه کې د سپرو ټولو ۵۴ انسانانو مړي د پیښې په ځای کې موندل شوي دي. د «تریگانه» هوايي شرکت دغي کوچنۍ الوتکې چې ۴۴ مسافر او ۵ تنه عمله پکښې سپاره ول، د یکشنبې په ورځ یې د پاپوا ایالت له مرکزي ښار جایپورا څخه د اوکسیبل پر لور پرواز کړې وو چې وروسته ورسره تماس قطع شو.