لنډ خبرونه په انځور کې
مېرکل: د افغانستان په اړه د متحده آيالاتو پرېکړه د آلمان اردو لپاره اهميت لري
د آلمان لومړۍ وزيره انګلا مېرکل، د امريکا متحده آيالاتو د ځواکونو په پاتې کېدلو سره، په افغانستان کې د آلماني عسکرو پاتې کېدل هم ممکن بولي. هغې د جمعې په ماښام په زاربروکن ښار کې وويل چې له ۲۰۱۶ کال وروسته په افغانستان کې د امريکايي عسکرو پاتې کېدل ډېر اهميت لري، چې د آلمان پوځ او نورو متحدينو پر پاتې کېدلو باندې هم پرېکړه کوي.
څه باندې ۲۰۰ مظاهره چيان په ترکيه کې په بند محکوم شوي دی
د ترکيې په استانبول ښار کې يوې محکمې د ګيزي احتجاجونو په لړ کې ۲۴۴ تورن کسان تر ۱۴ مياشتو پورې په بند محکوم کړي دي. په دغسې محاکمو کې ټول ټول ۲۵۵ قضيې وڅېړل شوې چې ۷ تنه تورن کسان پکې بهرنيان ول.
د نژدې ختيځ د کډوالو په کمپونو کې وضع ترينګلې ده
د نژدې ختيځ د کډوالو په کمپونو کې د اړتيا وړ توکي کم او وضع لا پسې ترينګلې شوې ده. په آلمان کې د ملګرو ملتونو د خوړو د نړيوال پروګرام مشر، رالف زويدهوف وويل چې د لږې بودجې له کبله انسانانو ته يوازې نيمايي هغه مواد رسيږي چې د ژوند د تامين له پاره ورته اړتيا لري. له دې کبله کډوال هڅه کوي چې ځانونه اروپا ته ورسوي.
بنګلادېش کې پر شعيه ګانو بريد کې يو انسان ووژل او ۸۰ ژوبل شول
په بنګلادېش کې د شعيه لږکي پر يوه جومات باندې به بريد کې د شنبې په ورځ يوه څوارلس کلنه نجلۍ ووژل او ۸۰ نور انسانان ژوبل شول. پوليسو ويلي دي چې د شعيه ګانو پر يوې غونډې باندې د ډهکې په زاړه ښار کې درې بمونه وغورځول شول.
بې سرحده ډاکټران نور په دونېڅک کې د پاتې کېدو اجازه نه لري
داسې ښايي چې روسيه پلوو ياغيانو په پر خپل سر اعلان شوي ولسي جمهوريت دوېڅک کې چې د اوکراين په ختيځ کې موقعيت لري، مرستندوی «بې سرحده ډاکټرانو» سازمان او نورو مرستندويانو ته د فعاليتونو د بندولو امر کړی دی. لکه څنګه چې د سازمان د ماموريتونو مشر، بارت يانسنس، د فرانسې خبري اژانس ته ويلي دي د کار دغه بنديز د اکتوبر په ۱۹مه پرته له سپيناوي جاري شوی دی.
په زرونو کډوال د بالکان له لارې د شمال په لور روان دي
د بالکان سيمې له لارې د کډوالو بهير دوام لري. د شنبې په شپه د پوليسو په خبره، ۱۳۰۰ انسانان د سلوينيا پولې ته اوښتي دي. د سلوينيا خبري اژانس اس تي اي ويلي دي چې د يوې ورځې په درشل کې يوازې د ريګونچه په نوم کلي له لارې تقريبا ۱۳۰۰۰ انسانان هېواد ته داخل شوي دي.
په آلمان کې د پناه غوښتنې مقررات سخت شول
د پخوانو پلانونو خلاف لا يوه اوونۍ مخکې په آلمان کې د پناه غوښتنې نوی قانون پلی کيږي، چې له مخې يې بايد پناه غوښتونکي لا زيات وخت په لومړنيو استوګنځايونو کې پاتې شي. د نقدو پيسو پر ځای خلکو ته څيزونه لکه خوراکي مواد او کالي ورکول کيږي. له نن څخه البانيا، کاسوو او مونته نېګرو هم ډاډمن هېوادونه بلل کيږي. له دغو هېوادونو څخه راغلي خلک تقريبا هيڅ د پناه اخيستلو چانس نه لري.
په نايجريا کې بريدونو ګڼه مرګژوبله اړولې ده
د نايجريا په شمال ختيځ کې پر دوو مسجدونو باندې په بريدونو کې لږ تر لږه ۳۷ انسانان وژل شوي او څه باندې ۱۰۰ انسانان ژوبل شوي دي. د يولا ښار پر مسجد باندې په بريد کې لږ تر لږه ۱۰ انسانان ووژل شول، چې يوازې يو څو ساعتونه مخکې د مايدوګوري په لوی ښار کې د سهار لمانځه پر مهال يوه ځانمرګي بريد کوونکي چاودنه رامنځ ته کړې وه.