لنډ خبرونه په انځورونو کې
ترکي پوځیانو یوه ناپیژندل شوي الوتکه ویشتلې ده
د ترکيې پوځ د خپلو څرګندونو له مخې د سوريې پولې ته څېرمه يوه «ناڅرګنده الوتکه» ويشتلې ده. د سي ان ان ترک په نوم چېنل د امنيتي کړيو په حواله ويلي دي چې هغه يوه بې پيلوټه الوتکه وه چې د کيليس په نوم سيمه کې ويشتل شوې ده. پوځ دا هم ويلي دي چې الوتکه د ترکيې هوايي حريم ته ورننوتلې او د درې ځلي اخطار سره سره يې خپلې الوتنې ته دوام ورکړی و، چې له کبله ورباندې ډزې وشوې.
د آلمان مشرانو جرګې د پناه نوي مقررات منظور کړي دي
په آلمان کې د پناه غوښتنې په قانون کې راغلي سخت مقررات کېدای شي د نومبر په اوله نېټه عملي شي. د آلمان له پارلمان وروسته اوس د دغه هېواد د مشرانو جرګې هم د قوانينو پلان شوې بسته منظوره کړې ده. په بيړه رامنځ ته شوي مقررات په لوی اکثريت سره تصويب شول. د زرغون ګوند په مشرۍ آيالتونو هم خپله مثبته رايه کارولې ده.
د کال له پيل راهيسې څه باندې ۶۰۰۰۰۰ کډوال په بېړيو کې اروپا ته راغلي دي
د کډوالو نړيوال سازمان آي او ام ویلي دي چې د روان کال له پیل راهیسې ۶۱۳۰۰۰ کډوال له مدیترانې سمندر څخه اروپا ته اوښتي دي. د دغه سازمان د شمیرو له مخې ۳۱۰۰ کډوال بیا په همدې موده کې له دې سمندر څخه د تیریدو پر مهال وژل شوي هم دي. د روان کال له جنوري میاشتې راهیسې شاوخوا ۴۷۳۰۰۰ کډوال یونان ته رسیدلي دي.
د آلمان پارلمان د مخابراتي ارقامو زېرمه يزه ثبتونه تصويب کړه
د آلمان پارلمان د اطلاعاتو د زېزمه يزې ثبتونې قانون تصويب کړی دی. په ښکاره رايه اچونه کې ۴۰۴ استازو د ئيتلافي حکومت د مسودې په نفع رايه وکاروله، ۱۴۸ استازو منفي رايه ورکړه او ۷ تنو د پارلمان غړو مستنکفه رايه وکاروله. د آلمان د عدليې وزير، هايکو ماس له مسودې څخه ننګه وکړه. د پخوانو مقرراتو په پرتله اوس کم اطلاعات ثبتيږي، لنډ وخت ثبتيږي او د لاسرسي له پاره ورته غټ خنډونه رامنځ ته کړل شوي دي.
فعالين: په سوريه کې هوايي بريدونو لږ تر لږه ۶۰ انسانان وژلي دي
په سوريه کې د ياغيانو پر سيمو باندې د روسيې او سوريايي پوځ له خوا په تر سره شويو بريدونو کې د فعالينو د څرګندونو په خبره لږ تر لږه ۶۰ انسانان وژل شوي دي. په لندن کې مېشت د بشري حقونو د څارنې سازمان ويلي دي چې د قربانيانو په ډله کې ۳۰ ښځې او ماشومان هم راځي. روسي جنګي الوتکو د پنجشنبې په ورځ د حمص ښار په شمال کې پرتې سيمې باندې ۳۵ هوايي بريدونه کړي ول. د دغو خبرو بې پرې تاييد لا نه دی شوی.
زرغون ګوند: «اردوغان بايد زموږ پوله ساتونکی جوړ نه شي»
د اروپا په پارلمان کې زرغون ګوند، له کډوالو سره د چلند په برخه کې د اروپايي ټولنې او ترکيې پر مشترکې تګلارې نيوکه کړې ده. د دغې ډلې مشرې، رېبيکا هارمس په بروکسل کې وويل چې اروپايي ټولنه بايد د ترکيې ولسمشر، رجب طيب اردوغان «خپل تر ټولو لوړ پوله ساتونکی مقرر نه کړي». د آلمان د صدارت وزير، پېتر التماير، په خپل وار د اروپايي ټولنې په سرمشريزه کې شوې هوکړه بريا بللې ده.