لنډ خبرونه په انځورونو کې
په یمن کې۴۰۰ ماشومان وژل شوي
د ملگرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونیسف له خوا ویل شوي چې د یمن په کړکیچ کې د روان کال له مارچ مياشتي راهیسې ۳۹۸ ماشومان وژل شوي دي. نور ۶۰۵ ماشومان د روز زیاتي د پراخیدو له امله ټپيان شوي. د یونیسف له خوا په خپاره شوي رپوټ کې ویل شوي چې همدومره شمیر تنکي ځوانان د وسله والو له خوا د جنگیالو په توگه جذب شوي دي. زیاته شوې چې کابو ۱۰ ميلیونه ماشومان په اجله توگه بشري مرستو ته اړتیا لري.
له يو نان سره د مرستي پروگرام په اړه رای گیري
د آلمان او هالنډ پارلمانانو نن د یونان له پاره د مرستي د نوی بستې په اړه رای گیري کوي. د یورو د حوزې په هغو نورو هیوادونو چې هلته د پارلمان د غړو رای په نظر کې نیول شوې وه، ټولو یې دا ۸۶ ميلیاردي مرسته منلې ده. د آلمان په پارلمان کې به هم دغه پروگرام د رایو په اکثریت سره ومنل شي. خو په پارلمان کې د لومړۍ وزیرې انگلا میرکل د گوندي ډلگۍ له خوا د مخالفو رایو د شمیر په اړه لا څه نه ویل کیدله.
داود اوغلو د ائتلافي حکومت په جوړولو کې پاته راغلی
د ترکیې لومړي وزیر احمد داود اوغلو ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په رسمي توگه شریکه کړې چې د یوه ائتلافي حکومت په جوړولو نه دی توانیدلی. حکومتي گوند «ای کې پي» د جون میاشتې د ۷ نېټې په ټاکنو کې تر۱۲ کالو وروسته په لومړي ځل په پارلمان کې اکثریت له لاسه ورکړی وو. په دې توگه به ښايي د ترکیه په تاریخ کې په لومړي وار تر وخت مخکي نوي ټاکني وشي.
میرکل د حکومتي سلامشورو په موخه برازیل ته سفر کوي
د آلمان صدراعظمه انگلا میرکل نن، چهار شنبه د کابینې له ځينو وزیرانو سره د آلمان او برازیل د لومړیو حکومتي سلامشورو په موخه دغه هیواد ته سفر کوي. په پلازمېنه برازیلیا کې به د دغه خبرو اترو اصلي موضوگانې اقتصادي اړیکي او همدا راز ساینس او تکنالوجي وي. سربیره پر دې به د چاپیریال او اقلیم په برخه کې پر همکارۍ هم خبري وشي.
د اوکراین په ختیځ کې د څارونکو د کار مخه نيول کيږي
د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان (OSZE) څارونکو ویلي دي چې د اوکراین په ختیځ جنگځپلې سیمه کې په شدت سره د دوی د کار مخه نیول کیږي. د دغه ماموریت مرستیال مشر الیکساندر هوگ د «دي ویلت» ورځپاڼې ته ویلي چې دوی د جنگ اصلي سیمو ته د رسیدو په برخه کې ډير مشکلات لري. هغه زیاته کړه چې د دواړو ښکیلو خواو له اړخه یې کار اخلالیږي خو په ځانگړي توگه یاغیان تل دغه کار کوي.
بنکاک: د اراوان معبد بیرته پرانيستل شو
د تایلند د پلازمینې بنکاک «اراوان معبد» د دوشنبې ورځې تر خونړۍ چاودنې وروسته بیرته د خلکو پر مخ پرانيستل شوی دی. د فرانس پریس خبري آژانس په حواله بدايي ملایانو دغه معبد چې د بدایانو او هم هندوانو له پاره مقدس دی، د دعاو په کولو سره پرانيست. په بنکاک کې دغه چاودني د دوشنبې په ورځ د ۲۰ انسانانو ژوند واخیست او تر۱۲۰ زیات یې ټپیان کړل. پولیس د هغه شکمن په اړه پلټني کوي چې د څار پر کامرو کې لیدل کیږي.