لنډ خبرونه په انځورونو کي
د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه د نړۍ او سيمي خبرونه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ.
کندوز: په یوه نوي برید کي ډیره مرگ ژوبله اوښتې ده
د افغانستان په شمالي ولايت کندوز کي د طالبانو په یوه برید کي د الماني خبري آژانس په حواله لږتر لږه ۲۲ انسانان وژل سوی دي. د خبر له مخي یوه ځانمرګي بريدکونکي د شنبه پر یکشنبه شپه د کندوز د خان آباد په ولسوالۍ کي په چاودیدونکو موادو بار یو موټر وچاوده. ويل سوي چي دغه برید حکومت پلوه ملیشو ته متوجه وو. تر دې مخکې په کابل کي د بریدونو په یوه لړۍ کي هم ډیره مرگ ژوبله اوښتې وه.
ابې: جاپان به له اټومي وسلو پاک پاته سي
د جاپان صدراعظم شینزو ابې په خبره به دغه هيواد بې له اټومي وسلو څخه پاته سي. پر ناگاساکي باندي د اټومي بم غورځولو د ۷۰ مي کلیزې په مناسبت هغه د یکشنبه په ورځ د دغه ښار د «سولي» په نوم پارک کي وينا وکړه. هغه د اټومي وسلو څخه د جاپان د پاک پاته کېدلو پر مکلفیتونو باندي ټینگار وکړ. په دغه مکلفیتونو کي د اټومي وسلو پر درلودلو، جوړولو او راواردولو باندي ممانعت موجود دی.
یوه سپین پوستي پوليس بیا په امريکا کي یو تور پوستی وژلی دی
د امريکا متحده ايالاتو د ټکساس ایالت د اېرلینگتون ښار پوليسو خبر ورکړی دی، چي يو ۱۹ کلن محصل يې په ډزو وژلی دی. دغه ځوان په یوه موټر سره د یوه موټرپلورنځي په وترین باندي ورننوتلی ؤ چي د پوليسو په رارسیدلو سره یې د هغوی سره کشمکش رامنځ ته او ډزي تر سره سوي دي. لکه څنگه چي عدلي طب وروسته خبر ورکړی دی، هغه په غاړه، ځیگر او نس کي ویشتل سوی دی.
یونان ته د دریمي مرستندویه بستې پر ورکولو کار روان دی
په یونان کي د دریمي مرستندویه بستې پر مسوده باندي په ډیر شدت سره کار کیږي. یوه حکومتي ویاند خبر ورکړی دی، چي د یونان دمالیې او اقتصاد وزیران او همداراز اروپايي ټولني او نړیوال وجهي صندوق استازو ترمنځ په اتن کي د دغې بستې پر جزییاتو باندي کار کیږي. د څارونکو په وینا کیدلای سي یونان د پیسه ورکونکو مؤسسو سره په راتلونکې اونۍ کي د تر ۸۶ ملیارډو یورو د نوی مالي کریډت پر شرایطو سره یو سي.
یونان ته د دریمي مرستندویه بستې پر ورکولو کار روان دی
د عراق صدراعظم حیدر العبادي د ژورو اصلاحاتو د عملي کولو اعلان کړی دی. دا د هغه وروسته چي په دغه هيواد کي د اداري فساد او حکومتي ادارو د بې کفایتیو پر ضد څو اونۍ احتجاجونه وسول. په اصلاحاتو کي د صدراعظمۍ د مرستیال پوست له منځه وړل هم شامل دي، کوم چي په اوس وخت کي د العبادي د سیال او پخواني صدراعظم نوري المالکي د مرستیال له خوا پر مخ وړل کیږي.