لنډ خبرونه له متن او انځورونو سره
لنډ خبرونه له متن او انځورونو سره
عراق او ترکيې د پاریس په غونډه کې ګډون ونه کړ
په داسې حال کې چې د عراق د شمالي ښار موصل د نيولو له پاره عملیات دوام لري، په پاریس کې د «اسلامي دولت» ډلې ضد ائتلاف غونډه بې له ترکیې او عراق ترسره شوه. د ژورو خپل منځي اختلافاتو له وجې د دغو دواړو هيوادونه د دفاع وزیرانو په دې غونډه کې ګډون نه کوي. ترکيه غواړي د موصل د بيرته نيولو په عملیاتو کې برخه واخلي خو د عراق حکومت دا خبره ردوي.
داعش د کوېټې د بريد پړه منلې ده
د پاکستان په کوېټې ښار کې د پوليسو پر يوه اکاډمۍ باندې د يرغل په نتيجه کې تر تر لږه ۶۰ تنه وژل شوي دي. د بلوچستان ايالت د کورنيو چارو وزارت له خوا ويل شوي چې د مړو شمير ښايي نور هم لوړ شي. د دغه وزارت په حواله په بريد کې د ۱۲۰ زيات کسان ټپيان شوي هم دي. د کوېتې ښار په څنډو کې پرتې دې اکاډمۍ ته په وسلو سنبال کسان ننوتلي او هلته یې ډزې کړي. د یرغل پړه د «اسلامي دولت» یا داعش ډلې منلې ده.
د آلمان په ډيرو ښارونو کې د شکمنو ترهګرو پر ضد چاپې ترسره شوې
د آلمان په یو شمير ښارونو کې د ترهګرۍ د شکمنو تمويلونکو د نيولو په موخه چاپې ترسره شوې. د پولیسو په حواله په يو وخت په تورنګن، نورت راین ویستفالن ، ساکسن او بایرن ایالتونو کې دولس کورونه او یو ډله ايز هستوګن ځای و پلټل شول. دا پلټنې يولسو نارينو او درې ښځو ته متوجې وې چې روسي پاسپورتونه لري. له دوی څخه یې یو ۲۸ چې چيچنيايي ریښې لري، ښايي سوريه کې د «اسلامي دولت» ډلې سره د يو ځاي کيدو نيت درلود.
په کينیا کې د بمي بريد په نتيجه کې ۱۲ انسانان وژل شوي
د کينيا په شمال ختيځ کې د يوه بمي بريد په نتيجه کې لږ تر لږه ۱۲ انسانان وژل شوي دي. پولیسو وويل چې دغه بمي چاودنه د سه شنبې په شپه د مانديرا ښار چې د سوماليا سره پر پوله پروت دی، په یوه میلمستون کې رامنځته شوې. د سومالیا ترهګرو ملیشو الشباب د بريد پړه منلې ده. دغه سني تندلارې ډله د افریقا په ښکر کې د يوه اسلامي دولت د رامنځته کولو له پاره جنګيږي.
په آلمان کې د وړو وسلو د مهماتو صادرات زيات شوي
په آلمان کې د ۲۰۱۶م کال په لومړۍ نيمايي کې د وړو وسلو د مهماتو صادرات لس چنده زيات شوي. د وسلو د صادراتو د رپوټ په حواله، برعکس بیا د وړو وسلو لکه توفانچو او ټوپکونو په صادراتو کې کموښت راغلی دی. فرانسه، عراق او پولند د آلمان څخه د وسلې درې مهم واردونکي هيوادونو ول. په عراق کې کردي ملیشې د «اسلامي دولت» پر ضد جګړه کې له آلمان له خوا ملاتړ ترلاسه کوي.
شولڅ: د کاناډا سره د آزاد تجارت تړون ښايي روانه اوونۍ کې لاس لیک نه شي
د اروپا د پارلمان د مشر مارتن شولڅ په خبره به د کاناډا سره د تجارت د تړون «CETA » پر سر بحث یو څه وخت نور هم دوام وکړي. ده وويل چې ښايي په روانه اوونۍ کې دواړه خواوې يوه حل ته ونه رسيږي. ده زياته کړه چې د اروپايي ټولنې او کاناډا ترمنځ د پنجنشبې ورځې له پاره پلان شوې سرمشریزه به هم وځنډوله شي. د بيلجيم د والونيا سيمه د دې تړون مخالفت کوي او په دې ترتیب اروپايي ټولنه هم دا تړون نه شي تصويبولی.
په مرکزي افریقا جمهوريت کې د مظاهرو په ترڅ کې مرګ ژوبله اوښتې
د مرکزي افریقا جمهوريت په پلازمينه بنګويي کې د ملګرو ملتونو د مينوسکا د ماموريت پر ضد د مظاهرو پر ترڅ کې ۴ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان شوي دي. ملګرو ملتونو د دغه ماموريت د دوام اعلان کړې او د مخالفينو له خوا د «بدنامولو» د يوه کمپاين څخه یې خبره وکړه. بل پلوه بيا احتجاج کونکي پر دې ماموريت د بې کارۍ او سازش تور لګوي. دوی وايي په هغه ځايونو کې زور زياتې ډير دی چیرته چې شنه خولۍ عسکر میشت دي.