لنډ خبرونه له انځور سره
لنډ خبرونه له انځور سره
بریتانیا له اروپايي ټولنې څخه د وتلو نیټه وټاکله
بریتانیا غواړي د ۲۰۱۹ کال د مارچ پر ۲۹مه د مرکزي اروپا په وخت د شپې پر ۱۱ بجو د اروپايي ټولني څخه ووځي. د برتانيې د بریکزیټ وزیر دیوید دېویس، په خپل تویتر پاڼه لیکلي دي چې د وتلو دغه نیټه به د اروپايي ټولني څخه د انګلستان د وتلو په قانون کي د یوه اضافه مادې په ډول داخله سي چي په اوس وخت کي د لندن په پارلمان کي ورباندي مشوره کیږي.
د کاتالونیا د پارلمان رییسه په ضمانت آزادیدای شي
د هسپانیې ستري محکمې د کاتالونیا د پارلمان رییسې کارمه فورکادیل، ته د تعلیقي حبس غوښتنه وکړه خو په عین حال کي یې په ضمانت باندی د هغې د موقتي خلاصیدو امکان هم ورکړ. لکه څنگه چي د هسپانیې تلویزون او هسپانوي خبري آژانس اروپا پرېس، د ستري محکمې په حواله رپوټ ورکړی دی دغه ۶۱ کلنه مجبوره ده ۱۵۰۰۰۰ یورو په ضمانت ورکړي.
شتاین مایر: مکرون د اروپا له سیاست سره سخته علاقه لري
د آلمان جمهور رييس فرانک والترشتاین مایر، له اروپا سره د فرانسې د جمهور رييس امانویل مکرون، لیوالتیا تایید کړې ده. شتاین مایر په پاریس کي د یوه گډ مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل چي «دا د آلمان او فرانسې دنده ده چي اروپا له هیلې ډکي او ښې راتلونکې په لور راهنمایي کړي.
ترمپ : هر هیواد دې خپل غم پخپله وخوري
ولسمشر دونالد ترمپ، د اسیا پاسفیک دولتونو یا APEC په سرمشریزه کي پر خپلو هغو تورونو باندي ټینگار وکړ چي گواکي د امريکا سره د نورو هیوادونو له خوا په تجارتي معاملوکي غیرعادلانه چلند کیږي. ځکه نو دی غواړي امریکا ته لمړیتوب ورکړي او هربل هیواد ته هم مشوره ورکوي چي عین عمل وکړي. ترمپ د ویتنام په داننگ کي همدارانگه وویل چي د اسیا پاسفیک په ساحه کي هم باید هردولت خپل غم پخپله وخوري.
مکرون: د حریري په هکله د لبنان توضیحات رد کړي دي
فرانسې د لبنان د حکومت هغه خبر رد کړي چي گواکې د دغه هیواد پخوانی صدراعظم سعد حریري، په سعودي عربستان کی نظر بنده دی. د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر زان لي دراین، په پاریس کي وویل چي د ټولو هغو معلوماتو پر اساس چي په اختیار کي یې لري پر حریري باندی هیڅ ډول محدودیتونه نه دي وضع سوي او نه یې هم د تگ راتگ آزادي محدوده سوې ده.