لنډ خبرونه له انځور سره
د ولسمشر په توګه د شتاین مایر له کاندیدو څخه د بیلابیلو ګوندونو ملاتړ
د آلمان د ولسمشرۍ له پاره د یوه نوي نوماند پر سر تر څو اونیو بحثونو وروسته، د دې هیواد مسیحي دیموکرات اتحاد یا CDU پریکړه کړې ده چې د بهرنیو چارو اوسنی وزیر، فرانک والتر شتاین مایر د اوسني ولسمشر یوآخیم ګاوک د ځای ناستي په توګه ونوموي. شتاین مایر د سوسیال دیموکرات ګوند له خوا دې دندې ته معرفي شوی وو.
ترمب د چین له ولسمشر سره تلیفوني خبرې کړې دي
د چین ولسمشر شي جین پینګ، د امریکا متحده ایالاتو په ولسمشریزو ټاکنو کې د دونالد ترمپ تر بریا وروسته هم د خپل هیواد او واشنګټن تر منځ پر ښو اړیکو باندې حساب کوي. د چین دولتي تلویزیو ویلي دي چې شي له دونالد ترمپ سره په یوه تلیفوني تماس کې ټنګار کړی دی، چې دواړه هیوادونه باید تر دې وروسته هم د اقتصاد او نورو برخو کې نزدې کار ته دوام ورکړي.
سویدني څارنوال له اسانج څخه پوښتنې وکړې
د ویکیلیکس انترنتي پاڼې بنسټ ایښودونکی جولین اسانج، د سویدن د څارنوالی له خوا د جنسي تیري د تورونو په باب وپوښتل شو. څارنوال او همکاران یې د څیړنو په موخه په لندن کې د اکوادور سفارت ته تللي دي. اسانج له څلورو کلونو راهیسې په دې ځای کې وخت تیروي. هغه ویره لري چې که له سفارته ووځي نو انګلستان به یې سویدن او سویدن به یې هم امریکا متحده ایالاتو ته وسپاري
په اروپايي ټولنه کې د ترکیې په اړه بیلابیل نظرونه
اروپايي ټولنه اوس هم پر دې سره سلا شوې نه ده چې له ترکیې سره دې څرنګه چلن وشي. په داسې حال کې چې اتریش په روښانه توګه په اروپايي ټولنه کې د ترکیې د شمولیت پر سر د خبرو اترو خلاف دی، د بریتانیا په څیر هیوادونه بیا یو محتاطانه موقف لري. بریتانیایي د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې دا مهمه ده چې ترکیه منزوي نه شي.
په اروپايی ټولنه کې د فقیر کسانو شمیر مخ په ډیریدو دی
د برتلزمن بنسټ د څیړنې په حواله په ټولې اروپا کې د هغو کسانو شمیر ډیر شوی دی چې د کار پر لرلو سربیره هم د فقر له ګواښ سره مخامخ دي. نوې ترسره شوې څیړنې ښيي چې په ۲۰۱۶ کال کې د دغه شان کسانو شمیر په ټولې اروپا کې ۷،۸ سلنه ته رسیده. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۳ کال کې دغه سلنه ۷،۲ وه. دې بنسټ ویلي دي چې اوس هم په ټولې اروپا کې د هر څلورو کسانو له ډلې څخه یو تن یې د فقر له ګواښ سره مخامخ دی.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر له ترمپ سره د همکاري غوښتنه وکړه
د بریتانیا حکومت له خپلو اروپايي شریکانو څخه غوښتي دي چې د امریکا متحده ایالاتو له نوي ټاکل شوي ولسمشر دونالد ترمپ سره نزدې همکاري وکړي. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن، په بروکسل کې له خپلو سیالانو سره د لیدنې پر مهال ویلي دي چې ترمپ کولای شي د بریتانیا او ټولې اروپا له پاره ښه ثابت شي.