لنډ خبرونه له انځور سره
په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د یوه قوماندان پر کور هوایي برید شوی
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي، ویلي چې د دې ولایت په شیرزاد ولسوالۍ کې د هوایي برید هدف د طالبانو د ځایي قوماندان مولوي محمد علم، کور وو. د دغه ځایي چارواکي په خبره هوایي برید تلفات لرل خو په اړه یې جزئیات ور نه کړل. د پولیسو یوه چارواکي ویلي چې برید د یوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې له خوا ترسره شوی دی چې په پایله کې د کور څلور تنه اوسیدونکي وژل شوي.
د پاکستان په کویټه کې څلور شکمن کسان وژل شوي دي
پاکستاني امنیتي ځواکونو د دې هیواد په لویدیځ کې د پولیسو پر یوه اکاډمي باندې تر برید درې ورځې وروسته چې په پایله کې یې تر ۶۰ ډیر کسان ووژل شول، څلور تنه د افراطي اسلام پالنې په تور وژلي دي. د پاکستان یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي د جمعې په ورځ وویل چې ځانګړو ځواکونو د پنجشنبې په ورځ د کویتې په یوې سیمه کې د افراطیانو پر یوې اډې باندې برید وکړ. سرچینو ویلي دي چې وژل شوي کسان د لشکر جنګوي ډلې غړي دي.
ملګرو ملتونو د داعش له خوا د ۲۳۲ تنو د وژنې خبر ورکړ
د ملګرو ملتونو د سر چینو په حواله د اسلامي دولت ترهګرې ډلې په عراق کې ۲۳۲ ملکي وګړي وژلي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیسارۍ یوه ویاند د جمعې په ورځ په ژنیو کې وویل چې دغه کسان د چهار شنبې په ورځ وژل شوي دي. د دغه رپوټ په حواله د وژل شویو کسانو له ډلې څخه ۱۹۰ تنه د عراق د پوځ پخواني همکاران وو. نورو وژل شویو کسانو له عراقي پوځ سره همکاري نه وه کړې.
پاڅونکوونکو په حلب کې نوي عملیات پیل کړي
څو پاڅون کوونکو ډلو د سورې د رژیم د ځواکونو له محاصرې څخه د حلب ښار د خلاصون په موخه پراخ عملیات پیل کړي دي. په دې ترڅ کې بشار الاسد ته وفادارو حکومتي ځواکونو پر یوې هوایي اډې باندې هم برید شوی دی. د پاڅونکوونکو سرچینو ویلي دي چې د حلب ښار پر لویدیځې برخې باندې ۱۵۰ بمونه غورځول شوي چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي دي.
د کاله کمپ تر تخلیه کیدو وروسته د فرانسې او بریتانیا اړیکې
په فرانسه کې د ځنګل کمپ تر تخلیه کیدو وروسته، د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې امبر روود، د فرانسې له حکومت څخه غوښتي دي چې د دې کمپ له پخوانیو میشتو تنکیو ځوانانو سره د حرمت په ساتنې، چلن وکړي. د هغې فرانسوي سیال، د دغو څرګندو پر وړاندې له حیرانتیا سره غبرګون ښوولی دی.
ملګري ملتونه غواړي د اتومي وسلو ضد کنفرانس جوړ کړي
ملګري ملتونه غواړي له راتلونکي کال څخه د اتومي تسلیحاتو په اړه خبرې اترې پیل کړي. د پنجشنبې په ورځ د دې سازمان دیری غړو موافقه وکړه چې د اتومي وسلو د منعه کولو او غندنې په موخه دې یو کنفرانس جوړ شي. دغو هیوادونو استدلال کړی دی چې د اتومي وسلو احتمالي کارونه ډیر خطرناک عواقب لري. د امریکا، روسیې، فرانسې او بریتانیا په ګډون اتومي ځواکونو د دې وړاندیز مخالفت کړی دی.