لنډ خبرونه له انځورونو سره
آلمان او تونس د کډوالو پر بېرته لېږد سره سلا سوي
آلمان او تونس د رد سوو پناه غوښتونکو د بېرته لېږد په برخه کي پر گډۍ همکارۍ سره سلا سوي. د آلمان صدراعظمې انګلا مېرکل د جمعې په ورځ په تونس کي وويل چي د تونس د ولسمشر باجي السبسي سره يې پر دې تفاهم کړی دی چي پر ياده موضوع به يو تړون سره لاسليک کړي. د مېرکل په وينا د دغه تړون له مخي به پر نورو سربيره د مهاجرو په بېرته لېږد کي چټکوالی رامنځ ته کول وي.
افغان چارواکي: «د تاله و برفک ولسوالي مو بېرته ونيوله»
د بغلان ولايت چارواکو ويلي دي چي امنيتي ځواکونو د دغه ولايت د تاله و برفک ولسوالي بيرته له وسله والو طالبانو نيولې ده. دغه ولسوالي د چهارشنبې په ورځ د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې وه. د ولايت وياند محمود حقمل ويلي چي افغان ځواکونو د جمعې په ورځ وختي د ولسوال کور او د پوليسو مرکزي قومنداني او په دې توګه ياده ولسوالي په بشپړه توگه له وسله والو څخه بېرته ونيوله.
تورونه ـ پېنس له شخصي برېښناليک څخه اداري کار اخيستی
احتمالاً چي د امريکا متحدو ايالتو مرستيال ولسمشر مايک پېنس دي هغه مهال چي د انديانا ايالت والي وو، له شخصي برېښناليک پتي څخه د اداري کارو له پاره هم کار اخيستی وو. د «انديانا پوليس ستار» په نوم ورځپاڼي ليکلي دي چي پېنس له ترهګرۍ سره د چلن پر موضوع د پيغامونو له پاره له شخصي برېښناليک پتي څخه کار اخيستی وو. زياته سوې ده چي تېر دوبی دغه برېښناليک اکاونټ له هک کېدو سره هم مخامخ سوی وو.
د فرانسې ولسمشرۍ ته کانديد، فيون د استعفا غوښتنه زياته سوې
په فرانسه کي هغه غوښتني زياتي سوي دي چي وايي د ولسمشرۍ له پاره کانديد فرانسوا فيون بايد استعفا وکړي. په عيني حال کي د فرانسې پخواني لومړي وزير الن ژوپې داسي اشاره کړې چي که فيون له کانديداتورۍ څخه لاس پر سر سي، نو دی به يې پر ځای کانديد سي. د ژوپې شاوخوا حلقو ويلي چي که فيون لاس پر سر سو او د «ريپبلکن ګوند» په بشپړه توګه د ژوپې ملاتړ وکړ، نو ژوپې به له مسؤليت څخه پر شا نه سي.
د ليبيا ساحل ته نژدې په کښتيو کي تقريبا ۱۰۰۰ مهاجر ژغورل سوي
د ليبيا ساحل ته نژدې په کښتيو کي سپاره تقريبا ۱۰۰۰ پناه غوښتونکي ژغورل سوي دي. د ايټاليا ساحلي ساتونکي ځواک ويلي دي چي دغه پناه غوښتونکي يې له څلورو ربړي او۲ له لرګيو څخه جوړو سوو کښتيو کي سپاره ول ژغورلي دي. د ژغورنې په دغو عملياتو کي د اروپا د سرحدونو د ساتلو اژانس (فرونتېکس) په چوکاټ کي د ناروې يوې کښتۍ او د مرستندويه سازمانونو دوو کښتيو هم ونډه اخيستې ده.