لنډ خبرونه له انځورونو سره
پوتین او ترمپ د تلیفون له لارې سره خبرې کړې دي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د امریکا متحده ایالاتو له نوي ټاکل شوي ولسمشر دونالد ترمپ، سره د دوشنبې په ورځ د تلیفون له لارې خبرې کړې دي. دواړو موافقه کړې ده چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په ګډون د «رغوونکې همکارۍ» په لور کار وکړي.
په آلمان کې د سلفیانو یوه ډله ممنوع اعلان شوه
د آلمان خبري آژانس ویلي دي چې پولیسو د دې هیواد په بیلابیلو ایالتونو کې د «ریښتني دین» سلفستې ډلې د غړو کورونه او مراکز تلاشي کړي دي. پر دې ډلې باندې له اسلامي دولت ترهګرې ډلې سره د اړیکې لرلو شک موجود دی. د سلفستانو دغې ډلې د آلمان په کچه د «ولوله» تر عنوان لاندې یو پراخ کمپاین په لاره اچولی وو چې په ترڅ کې یې د قرآن الکریم آلماني بڼې خلکو ته ورکول کیدې.
په حلب کې پر درو روغتونو باندې هوایي بریدونه شوي
د سوریې د بشري حقونو لندن میشته د څار سازمان د سه شنبې په ورځ وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په حلب ښار کې د پاڅون کوونکو تر کنترول لاندې سیمو کې، پر درو روغتونونو باندې هوایي بریدونه شوي چې په پایله کې یې روغتیایي کارکوونکي او ناروغان ټپیان شوي دي. دې سازمان زیاته کړې ده چې لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې دغه بریدونه د روسانو او که د اسد د رژیم له خوا ترسره شوې.
د مرسي د اعدام سزا لغوه شوه
د مصر د استیناف سترې محکمې د دغه هیواد د پخواني ولسمشر محمد مرسي، د اعدام سزا لغوه کړې ده. محکمې همداراز پریکړه کړې چې د مرسي په اړه دې نوی قضایي بهیر پیل شي. څارنوالان بر مرسي باندې په ۲۰۱۱ کال کې له فلسطیني ډلو حماس او حزب الله سره یو ځای له زندان څخه د تیښتې د سازماندهي، تور لګوي.
شتاین مایر له خپل ترکي سیاست سره ولیدل
په ترکیې کې تر ناکامي کودتا وروسته، دې هیواد ته په خپل لومړي سفر کې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، د ډله ییزو نیونو او د بیان د آزادي په برخه کې د محدودیتونو په اړه خپل نظر شریک کړی دی. هغه له خپل ترکي سیال سره د لیدنې پر مهال هیله څرګنده کړه چې د ده خبرې دې د نصیحت په توګه و نه ګڼل شي.
جاپان تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته په لومړي بهرني پوځي ماموریت کې ګډون کوي
تر نړیوالې جګړې وروسته، جاپاني ځواکونه د لومړي ځل له پاره تر خپل هیواد بهر په یوه پوځي ماموریت کې ګډون کوي. په پلان کې ده چې جاپاني ځواکونه به د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو په چوکاټ کې د سودان د کړکیچ په برخه کې مرسته وکړي. د جاپان لومړي وزیر شینزو ابي، ویلي دي چې هغوی په دې ماموریت کې د اخطاریه ډزو اجازه لري او کولای شي د دښمن د اقداماتو پر وړاندې د ځان ساتنې په موخه غبرګون وښيي.