لنډ خبرونه له انځورونو سره
آلماني پولیسو په ترهګرۍ شکمن سوریایي کس ونیوه
آلماني پولیسو د دوشنبې په شپه په لایپزیک ښار کې سوریایي شکمن ترهګري جابر البکر، ونیوه. دغه ۲۲ کلن سوریایي وګړی له شنبې ورځې راهیسې د تیښتې په حال کې وو. پر هغه باندې د یوه داسې برید د پلانولو شک دی، چې افراطي اسلامي انګیزه یې لرله. پولیسو تر دې مخکې د البکر د اوسیدو په ځای کې چاودیدونکي مواد موندلي وو. آلماني چارواکي د ټول هیواد په کچه د دغه وګړي په لټه کې وو.
ترکي پولیسو په انقرې کې د یوې تجمع مخه ونیوله
د ترکیې پولیسو له اوښکې بهوونکي ګاز او د اوبو شیندلو له ماشینونو څخه له استفادې سره په انقره کې د خلکو د تجمع مخه نیولې ده. دغو کسانو غوښتل چې په دې سیمه کې د یوه برید د لکیزه په مناسبت سره غونډه وکړي. تر دې مخکې ترکي چارواکو د امنیتي دلایلو او همداراز په ترکیه کې د اضطراري وضعیت له کبله دغه تجمع ممنوع اعلان کړې وه او سیمې ته ټولې رسیدونکې لارې یې تړلې وې.
سوریايي فعالې د ارويايي شورا د بشري حقونو جایزه وګټله
د اروپايي ټولنې د شورا د بشري حقونو سږنۍ جایزه نادیه مراد ته ورکړل شوه. دغه ۲۳ کلنه یزدي نجلۍ، د یوې مودې له پاره د اسلامي دولت ترهګري ډلې په بند کې وه خو هغه اوس د عراق په شمال کې د داعش له خوا د خپلو هم دینو نجلو د غلامي پر ضد مبارزه کوي. هغه خپله هم د داعش له خوا د جنسي برده په توګه زورول شوې وه.
میرکل نایجیر هیواد ته رسیدلی دی
د آلمان صدر اعظمه انګلا میرکل، افریقا ته د خپلې درې ورځیني سفر په ترڅ کې نایجیر هیواد ته رسیدلې ده. ډیر شمیر کډوال د لیبیا له لارې اروپا ته تر رسیدو مخکې په همدې هیواد کې راغونډیږي. میرکل د دې هیواد له ولسمشر سره هم لیدلي دي. تر دې مخکې آلمانۍ صدراعظمې د مالي هیواد ته هم سفر کړی وو، او له دې هیواد سره یې د آلمان د لا ډیرو مرسته ژمنه کړې وه.
د آلمان په صادراتو کې زیاتوالی راغلی دی
د آلمان د احصاییو فدرالي ادارې ویلي دي چې آلماني شرکتونو بیا هم خپل ډیر محصولات بهرنیو هیوادونو ته صادر کړي دي. ویل شوي دي چې د اګست په میاشت کې د ۹۶،۵ میلیارده ډالرو په ارزښت تولیدات له هیواد څخه صادر کړي دي. دغه شمیرې د تیر کال همدې مودې په پرتله ۹،۸ سلنه ډیروالي ښيي. په اوسط ډول له اروپايي هیوادونو سره په معاملاتو کې لس سلنه ډیروالی راغلی دی. د نړۍ نورو برخو ته بیا صادرات ۹،۶ سلنه لوړ شوي دي.
د امریکا دویمه ولسمشریزه مناظره
د امریکا متحده ایالاتو تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو نوماندانو دونالد ترمپ او هیلري کلنتن د دویم ځل له پاره یو له بل سره مناظره وکړه. په دې مناظره کې نوماندانو د نورو ترڅنګ د تالار د حاظرینو پوښتنې هم ځواب کړې. دونالد ترمپ تر مناظرې مخکې د یوې ویدیو د خپریدو له کبله چې ده په کې د ښځو په اړه ناوړه خبرې کړې وې، سخت تر فشار لاندې وو.