لنډ خبرونه له انځورونو سره
په آلمان کې د مهاجرو د بیرته استولو پروگرام پیل سو
د آلمان د پرمختیايي چارو وزیر گیرد مویلر، د مهاجرو د بیرته استولو د پروگرام په چوکاټ کي ۲۵ میلیونه یورو منظور کړې. مویلر آلمانۍ ورځپاني «دې ویلټ» ته وویل چي د دغه پروگرام د لومړی مرحلې له پاره ۱۰۰ ملیونو یورو ته اړتیا ده. د پروگرام هدف دا دی چي مهاجرو ته پخپله خوښه خپلو هيوادونو ته د تگ امکانات برابرکړي.
په آلمان کې د آزاد تجارت د تړونونو پر ضد احتجاجونه
د آلمان په برلین او نورو شپږو لویو ښارونو کي د امريکا متحده ايالاتو او کاناډا سره د آزاد تجارت د تړونونو TTIP او CETA پر ضد مظاهرې پیل سوې. ډیر سازمانونه د دغو احتجاجونو تر شا ولاړ دي چې په کې د مصرف کوونکو او چاپیریال ساتني ټولني، صنفي اتحادیې او کلیساوي هم شاملې دي. انتظار کیږي چي په دغو مظاهرو کي به په سلهاوو زره انسانان برخه واخلي.
آلمانۍ پوځ د اوږدې مودې له پاره په افغانستان کې پاتیږي
د آلمان د دفاع وزارت په افغانستان کې د یوه اوږده پوځي ماموریت خبره کړې ده. د دفاع وزیرې اورزلا فون دیر لاین، ویلي دي چې ځواکونه یې په یوازې سر افغانستان ته نه دي تللي او تر هغه وخته پورې چې وضعیت ښه شوی نه وي، له دې هیواد څخه یوازې نه راوځي. د دفاع وزیرې له «فونکه» سره په یوه مرکه کې ویلي دي چې آلماني ځواکونه په افغانستان کي یوه اوږده ماموریت ته چمتوالی لري.
څارنوالۍ د کډوالو د فدرالي ادارې څخه ۱۸۰۰۰ سندونه ضبط کړي
د آلمان د براندنبورگ د ایالت څارنوال «ایراردو روتنبیرگ» د مهاجرينو او کډوالو د فدرالي ادارې یا BAMF څخه د پناه غوښتونکو تقریبأ ۱۸۰۰۰ سندونه ضبط کړي ځکه چي دغه اداره یې د ورکولو څخه ډه ډه کوي. روتنبیرگ د rbb ټلویزیوني چینل ته ویلي دي چي دی غواړي دقیق پوه سي چې څوک هیواد ته راغلي دي.
اروپايي ټولنه د براتیسلاوا پر اجنډا باندي سره یو سول
اروپايي ټولني تر بریکزیت درې میاشتي وروسته دنوی پیل تصمیم ونیو. بې له برتانيې څخه جوړه سوې سرمشریزه کي دولتي او حکومتي مشران په براتیسلاوا کي پر دې باندي سره توافق ته ورسیدل چي په راتلونکو میاشتو کي د مشخصو پروژو د عملي کولو له پاره یو کاري پلان جوړ کړي.
د بورکینا فاسو پر پخواني صدراعظم د وژونو تور ولگول سو
په بورکینا فاسو کي د راپرزول سوي جمهور رييس بلېس کمپارو، پخوانی صدراعظم بندي سوی دی. لويي څارنوالي پر «لو الفونس تیانو» باندي د قدرت پر وخت د نورو جنايی اعمالو د سرته رسولو تورونه هم لگولي دي. د څارنوالۍ په خبره دغه اعمال د پوځي عملیاتو پر وخت د ۲۰۱۴م کال په اکتوبر میاشت کي د مظاهره کونکو پر ضد تر سره سوي دي.
د اسلامي دولت ترهګرې ډلې د اطلاعاتو وزیر ووژل شو
د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت یا پتناګون د اسلامي دولت ډلې د اطلاعاتو وزیر وژنه تایید کړې ده. دغه کس چې حسن سلمان نومیږي په سوریې کې د امریکا متحده ایالاتو په بمباریو کې وژل شوی دی.